جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهبام او زینې/ اجمل پسرلی

بام او زینې/ اجمل پسرلی

 د پراګ په (سپنیلسکا) سړک کې چې سهار د اپارتمان پر زینو ښکته کیدم، سپین پلاستیک پر لاره غوړیدلي و او دلته هلته د سمنټو بورۍ پرتې وې. د زینو له کړکیو کارګران ښکاریدل چې له بهره د بلاک د رنګ لپاره د اوسپنې موقتي زینې دروي.

دا پوښتنه راسره پیدا شوه چې د رنګ او د بلاک د بیارغیدو فیصله کوم کور کړې ده. زما د کور څښتن په دې بلاک کې درې اپارتمانه لرل. نور کورونه اکثر د بیلابیلو خلکو وو.

 د کور مالک لاندې له وره سره ولاړ و، ورته و مې ویل چې دا کار څرنګه په شراکت روان دی؟

– د رغاونې پیسې دي؟

– څرنګه؟

– د میاشتې هر کور دوه زره کراونه د بلاک د لګښت لپاره هغه شرکت ته استوي چې کار راته کوي. پر دغو پیسو که نل خراب وي جوړوو یا د ګاز او بریښنا ستونزه وي هواروو او اوس مو پنځم کال دی پیسې زیاتې شوي نو ټولو په ګډه دا پریکړه وکړه چې بلاک ورنګوو او زینې جوړې کړو.

– وبښه تاسو د رغاونې پر شرکت او کارګرانو څرنګه باور کوئ

– په بلاک کې چې هر کار کیږي د هغه ساعت او وخت معلوم دی د ساعت په حساب کارګر خپلې پیسې ګرځوي او که کوم شی خراب وي د هغه بییه هم معلومه ده.

– ستاسو خوښه وه چې پر دې پاتې پیسو د زینو او رنګ کار وشي

د کور مالک سروخوځاوه:

– نه، ما غوښتل چې د بلاک بام جوړ شي خو په غونډه کې مو رایي ورکړې اکثرو د رنګ او زینو غوښتنه وکړه

– نو اوس خوشاله نه یې

– نه خوشاله یم له رنګ سره هم زما د کورونو ارزښت زیاتیږي خو که بام جوړشوی و زما دوه کوره په اخر پوړ کې دي ښایي ګټه مې ډیره کړې وای.

1 COMMENT

  1. سلام . دیر جالبه موضوع وه . دا د هر انسان د پاره په کار ده جی دیر نفسانی نه وی او عامالمنفه گتی له خپلو گتو شی وبولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب