سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeادبشعرته چې (د لکيرو په لار) تللی وی

ته چې (د لکيرو په لار) تللی وی

ته چې (ګرځيدى په لرې لرې هيوادونو)
ستا د برخې ټول خواږه

سپيرې مساپرۍ له ستوني تيرکړل
خو ستاخندا یې لوټ نه کړ
ښار له دوړو ډ ک و خو چې نوى کال به راغى
تا به په خواږه نظر ور وکتل
څه په پسته ژبه به دى وويل
(په ديوال ناستې مرغۍ
تاسو ته هم مبارک)
بيا به دى په شونډو يوه دردناکه مسکا راغله
غلې به دي بيت د (بيدل) ځان ته زمزمه کړلو
(جهان خونريز بنياد است هوشدار
سر سال از محرم افريدند)
نن مې (سخت) ياديږې چې د نوي کال لومړۍ ورځ ده
ښار کې اوس د دوړو او لوګو په ځاى لمبې دي
غرغنډې وهي
واړه ديوالونه سوزيدلي دي
يوه مرغۍ هم نشته چې مښوکه کې اوبه راوړي
زه به چا ته څنګه (نوی کال مبارک) ووايم

راشد خټک – اسلام اباد
لومړۍ جنوري ٢٠

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب