پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Home+نیمګړی کار او افراطي ستاینې| منصور لېوال

نیمګړی کار او افراطي ستاینې| منصور لېوال

“وطنه ستا لیونی” کتابګوټی د لیکوال په وینا د یوه لیوني (هاشم لوګري) د ژوند داستان دی. که له مقدماتي خبرو را تېر شو، نو و به وایو چې د یاد کتاب نثر هنري او تصویري دی. ما لوګر نه دی لیدلی، خو د دغه انځوریز نثر له برکته مې د هاشم دوی کلی ولید، د دې کلي په دښتو، غرونو، کروندو، باغونو، پولو او پټیو وګرځېدم، د خړو او سترو کلاګانو سیل مې وکړ او څو شېبې د هاشم او ځینو نورو کسانو په ژوند کې ورشریک شوم.

دا کتاب مازدیګر کتابپلورنځي چاپ کړی او “عطالله ځواب” یوه لنډه سریزه پرې لیکلې ده.
زموږ د اکثریت کسانو یو عیب دادی چې که پر یو چا یا یوه اثر باندې څه لیکو، نو د هغه کس د زړه ساتلو په خاطر سپینې خبرې نه کوو، مطلب دا چې د هغه اثر کمزورۍ خو هیڅکله نه بیانوو، بلکې په ستاینه او توصیف کې یې هم نهایت افراط کوو.

ځواب صاحب هم، نه پوهېږم چې له لیکوال سره د شته ملګرتیا تر اغېز لاندې راغلی، که بل لامل دی، خو د یاد کتابګوټي افراطي ستاینه ترې شوې ده.

عطالله ځواب لیکي: “دا داستان د جادویي ریالیزم په سبک لیکل شوی دی، مانا دا چې د خیال او واقعیت یوه داسې ګډوله ده، لکه ګلونه په غونچه کې رنګارنګ راټول وي او کرکټرونه یې سره نه شي بېلېدی…”

پوښتنه داده چې ځواب صاحب رښتیا هم په دې نه پوهېږي او که یې قصداً لیکلي دي.
لومړی خو هر تخلیقي اثر د خیال او واقعیت ګډوله وي، ډېر کم داسې اثار لرو چې نګه تخیل پکې وي، که پکې هم وي په تخیل جوړ شوی تصویر په طبیعت کې نه پیدا کېږي، خو اجزا یې له طبیعت څخه وي. هر تخلیقي ژانر لنډه کیسه، ناول… د خیال او واقعیت ګډوله وي، خو یوازې دې ته د جادویي ریالیزم سبک نه ویل کېږي.

بله دا چې “وطنه ستا لیونی” کتابګوټی د لیکوال په وینا د یوه لیوني بیوګرافي ده، نو بیوګرافي معمولاً د حقیقي پېښو په اساس لیکل کېږي، نه د خیالي!  البته که لیکوال د بل کس بیوګرافي، یا د خپل ځان اټوبیوګرافي په هنري ژبه ولیکي، بیا کوم عیب نشته لکه استاد شپون چې خپله اټوبیوګرافي لیکلې ده.

هېره دې نه وي چې د یاد کتاب ژبه هم هنري او تصویري ده، خو که د ځواب صاحب خبره رښتیا وي او خیالې پېښې پکې وي، نو د ادبپوهانو په اند دا بیا د بیوګرافي عیب ګڼل کېږي.

ځواب لیکلي دي چې: “دا داستان د جادویي ریالیزم په سبک لیکل شوی دی”
د جادویي ریالیزم د سبک مؤسس د کولمبیا مشهور لیکوال”ګابرېل ګارسیا مارکېز” ګڼل کېږي، نوموړي خپل مشهور اثر “سل کاله یوازېتوب” په همدې سبک لیکلی دی.

مخکې مو یادونه وکړه چې هر تخلیقي اثر د خیال او واقعیت ګډوله وي، خو ټولو ته جادویي ریالیزم نه شو ویلای. د جادویي یا کوډګر ریالیزم اصطلاح د داسې اثارو لپاره کارول کېږي چې هلته ریالیستیک تمایلات، خیال، وهم او جادویي عناصر یو بل ته ځای پرېږدي او په خپلو کې داسې سره اوبدل کېږي چې خورا خیالي پېښې پکې هم طبیعي بڼه پیدا کوي.

څه وخت مخکې یو ملګري “وطنه ستا لیونی” کتاب د مارکېز له شهکار اثر “سل کاله یوازېتوب” سره او د یاد کتابګوټي لیکوال یې له مارکېز سره پرتله کړی و، ما ورته ولیکل: ” ډېره جالبه او ستره پرتلنه مو کړې ده، د یو لیوني څو خاطرې مو د مارکېز له شهکار اثر او د یو عادي لیکونکي پرتله مو له نړیوال لیکوال سره کړې ده؛ خدای دې ستا په دې بې انصافي مارکېز نه خبروي، په ګور کې به خپه شي او په خپلې لیکوالۍ به پښېمانه شي!”
زه هغه وخت واقعاً د دغه کس جالبې پرتلنې حیران کړی وم، خو چې اوس مې د ځواب صاحب سریزه ولوسته،

پوه شوم چې هغه کس هم د عطاالله ځواب ستر خو ړوند قضاوت تېر اېستلی و، ځکه یې دومره لویه او جالبه پرتلنه کړې وه.!

د ځواب صاحب په سریزه مې له دومره تفصیلي خبرو کولو موخه دا وه چې موږ باید د یو چا ملګري، شخصیت، ثروت، شهرت… اړ نه کړي چې داسې له خیټالوژي یې افراطي ستاینه وکړو او عام خلک وغولوو. په لیکوالي کې صداقت او رښتینولي خورا مهمه ده، ښه ده چې د لیکنې په وخت رښتیني واوسو او هغه څه ولیکو چې رښتیا هم په هغه لیکنه یا اثر کې موجود وي، کنې نو: شیخ فریده پټه خوله دې بهتره ده.!!

اوس که د یاد کتابګوټي له سريزي را تېر شو او اصلي متن ته دننه شو، نو په ټوله کې د دغه کتابګوټي نثر عالي دی. نوم یې هم زما په اند مناسب ټاکل شوی دی، ځکه چې هاشم په پیل کې روغ وي، کله چې روسان راځي، نو دی یې هم په مقابل کې جـ.هاد ته رادانګي. د هاشم د لیونتوب له نامعلومو لاملونو یو لامل دا ښودل شوی دی چې همغه د جـ.هاد په مهال دی له کوم غره نه لوېدلی و، نو دې خبرې ته په کتو هاشم د وطن په دفاع کې دا قرباني ورکړې ده او که یې ” د وطن لیونی” وبولو، نو خبره به مو ډېره بېځایه نه وي.

خو په ټوله کې زه نه پوهېږم چې دغه کتابګوټي ته څه نوم ورکړم. موږ د غیر تخلیقي ژانرونو په ډله کې بیوګرافي، اټوبیوګرافي، یونلیک او خاطرې…لرو.

بیوګرافي د بل چا ژوندلیک لیکلو ته وایي، په اټوبیوګرافي کې بیا لیکوال خپل ژوندلیک پخپله لیکي. په یونلیک کې لیکوال د خپل سفر کیسې راته کوي او په خاطرو کې بیا لیکوال د خپل ژوند ځینې مهمې پېښې په بر کې رانیسي.

“وطنه ستا لیونی” کتابګوټی د لیکوال په شمول ځینې کسان د هاشم بیوګرافي ګڼي، خو بیوګرافي ورته ځکه نه شو ویلی چې دلته د هاشم د ژوند پېښو نسبي تسلسل په پام کې نه دی نیول شوی او نه له ماشومتوبه تر اوسه د هاشم په ژوند منظمي خبرې شوې دي، برعکس کله یې یوه اوسنۍ پېښه لیکي، که یې ماشومتوب ته سر ورښکاروي او کله کله خو هاشم بېخي پرېږدي، لیکوال د ځان او نورو کرکټرونو کیسې راته کوي.

یاد کتابګوټی د لیکوال “یونلیک” هم نه شو ګڼلی، که څه هم لیکوال لوګر ته د دغه سفر ډېرې کیسې راته کړې دي، چې څنګه لاړم؟ چا سره مې ولیدو؟ چیرته مې مړۍ وخوړه؟
چېرته دمه شوم؟ خلک څنګه و؟ ژوند یې څنګه روان و…؟

خو یونلیک ځکه نه شو ورته ویلی، چې لیکوال یوازې د ځان په اړه یا د خپل سفر په اړه نه راته غږېږي، همدومره د هاشم په اړه هم غږېدلی، د عیدو کیسې هم راته کوي او د کوړي ماما ونډه هم پکې کمه نه ده!

په یونلیک کې د لیکوال ډېر تمرکز په ځان او هغو پېښو وي چې دی ورسره مخامخېږي، د فرعي کرکټرونو ونډه هومره زیاته نه وي.!

دا کتابګوټی د ځواب صاحب غوندې له خیال او واقعیت جوړه کیسه هم نه شو بللی؛ ځکه کیسه پیل، اوج او پای لري چې یاد اثر له دغو ځانګړنو هم بې برخې دی.

دا کتابګوټی د هاشم په اړه دی، د هاشم خاطرې هم پکې راغلي دي، خو دې اثر ته د “هاشم خاطرې” نوم هم نه شو ورکولی، ځکه دلته یوازې د هاشم خاطرې نه دي راوړل شوې، بلکې لیکوال خپلې خاطرې هم راسره شریکې کړې دي، د هاشم خاطرې هم شته، د دوکاندار عیدو هم یوه نیمه خاطره لري او د کوړي ماما ونډه خو دومره زیاته ده پکې چې پوښتنه یې مه کوه! زما سره خو د یاد اثر د لوستلو په وخت دا پوښتنه هم پیدا شوه چې دا کتابګوټی د “کوړي ماما” په اړه لیکل شوی که د هاشم؟ خو د کتابګوټي نوم او په پښتۍ باندې عکس به یې څه ناڅه ډاډه کړم!

دغه کتابګوټي ته نوم ځکه نه شو ورکولی چې نېمګړی دی، نه یې د هاشم ژوند پېښې په تسلسل او منظمې بیان کړې دي چې بیوګرافي یې وبولو؛ نه لیکوال د دغه سفر په مهال یوازې د ځان او خپل سفر کیسه راته کړې چې یونلیک یې وګڼو. نه خو د داستان ځانګړنې لري چې د ځواب صاحب غوندې له خیال او واقعیته جوړه کیسه یې وګڼو او نه خو فقط د هاشم یا کوم بل تن خاطرې پکې راغلې دي چې د هغه کس خاطرې یې وبولو…
دا کتابګوټی ماته داسې ښکاري، لکه سړی چې چېرته میلمه وي، هلته لاړ شي، په حجره کې نور کسان هم وي، بس کله چې راستون شي نو نورو خلکو ته کیسه کوي چې داسې لاړم، له پلاني سره کښېنستم، پلاني داسې ویل، بیا بېرته داسې راغلم…

که څه هم دا عالي او نوې سوژه ده، خو د لیکلو په وخت باید هر لیکوال له ځانه دا پوښتنې هرو مرو وکړي چې زه څه شی لیکم؟ چاته یې لیکم؟ او ولې یې لیکم؟

که د یاد کتابګوټي د لیکلو په مهال لیکوال له ځانه دا پوښتنې کړې وای، نو حتمن به یې له نوې سوژې موندلو سره ـ سره ګټور کار کړی و، خو لیکوال چې پرته له پورتنیو پوښتنو لیکل کړي، نو پایله یې دا شوه چې نه یې د هاشم د ژوند په اړه پوره معلومات راکړي چې د یوه لیوني ښکلې بیوګرافي ترې رغېدلې وای، نه یې د هغه ښې ډېرې او مختلفې خاطرې لیکلې چې د یو لیوني د ژوند د خاطرو په توګه د هر چا لپاره نوی او جالب اثر وای. خو له بده مرغه دلته د یو څو کسانو د ژوند ګډوډې پېښې، خاطرې او کیسې راوړل شوې دي، لکه په مجلس کې چې خلک ګډوډ یا په اصطلاح له ځمکې او اسمانه غږېږي او بالاخره بې پایلې او یو ناڅاپي یې مجلس پای ته ورسېږي.

دا کتاب په ډېر لنډ وخت کې دویم چاپ ته لاړ، مبارک او بختور دې وي! خو موږ باید دې ته و نه ګورو چې څومره کسان مو لولي یا څاري، بلکې موږ باید دې ته فکر وکړو چې څه ډول کسان مو لولي؟

ما یو ځای لوستي وو تر نیمګړي کار کولو دا ښه ده چې هغه کار ګرسره و نه شي. د یاد کتابګوټي د لیکوال نثر عالي او هنري دی، نوموړی که د عامو او ټیټې سویې د لوستونکو په چکچکو او واه واه دوکه نه شي او خپله انرژي د دغه ډول نېمګړو کارونو او اثارو پر ځای په لنډو کیسو، ناولونو، ادبي ټوټو… په لیکلو مصرف کړي، ګومان کوم نتیجه به یې مثبته وي.!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب