تاند ( شنبه د لیندۍ/ قوس ۱۷مه) د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې مشر جوئېل سنډفور وايي،په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته، د کم عمره نجونو په ودونو کې ۲۵ سلنه او د نجونو په بې وخته ودونو کې ۴۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
سنډفوز زیاتوي چې د دوی د شمېرو له مخې د ٢٠ او ۲۴ کلونو ترمنځ ٢٨،٧ فیصده افغان مېرمنې تر ١٨ کلنۍ مخکې واده شوې دي.
دغه موضوع د جنسیت له اړخه د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې په ۱۶ورځني ورکشاپ کې مطرح شوې ده.
د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت تر دې وړاندې ویلي چې، افغانستان کې یې د اجباري ودونه مخه نیولې ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي،چې تازه د طالبانو حکومت په افغان نجونو د طبي زده کړو دروازې هم وتړلې.
بل لورتت د بریټانیا حکومت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې د نرسنګ، قابله ګۍ او د غاښونو درملنې روزنیز مرکزونه د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو لپاره د زدهکړې یواځیني امکانات پاتې وو، چې له منځه یې یوړل.
یاد هېواد دا کار له اساسي بشري حقونو سخته بله سرغړونه بللې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، دا ډول سخت چلند به ښځو او ماشومانو ته د روغتیایي خدماتو برابرول سخت زیانمن کړي.
په خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې ښځو ته اجازه ورکړي ترڅو طبي زدهکړو ته لاسرسی ولري.
د ملا خنځیر خو هدف هم دغه کار دی چې وشنده نجلۍ یانی ۹ کاله او یا تر نو کالونو پورته خامې نجونه په نکاح کړي ! دوی یې حتی سنت هم ګڼي ځکه چې د محمد له دولسو ښځو ځخه یوه یې ۹ کلنه وه او دی د ۵۰ کالونو ووه دا یو حقیقت دی سپکاوی ندی !
ملا اولس زولانه کړی دی او هیبتو خنځير د ای سې ای مرامونه مخته وړي ! تر ځو چې په افغانستان کې کډ وډي وي هغومره پاکستان خپل اتڼ کوي ! اوس به بیا اولس پورته کیږي د پردویو په مرسته او طالب به شړي چې چټلستان ته کډه وکړي او له هغې خوا به بیا ترور او زېړې بوشکې وي !! له بلې خوا تاجکبازان د افغانستا تجزیه غواړې او خپل شخصي فیودالي افکار مخته وړي!اوس یې وخت دی چې روڼ اندي افغانان سره يو ځای شي او دتیرو مرداریو ، غلا او او نورو غیر انساني کارونو ته لکه بې ځایه فیوډالي تعصبات پریږدي او یو دیموکرات حکومت جوړ کړي !