پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهایران او پاکستان څخه ایستل شوي ۱۰۲ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې...

ایران او پاکستان څخه ایستل شوي ۱۰۲ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

تاند ( شنبه د لیندۍ/ قوس ۱۷مه) د طالبانو د حکومت اړوند باختر خبري آژانس هېواد ته د ۱۰۲ افغان کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

یاد آژانس په یوه راپور کې ویلي، چې یادې کورنۍ پرون شنبه له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په یادو کورنیو کې د تورخم له لارې ۱۶، د کندهار سپین بولدک له لارې۲۸، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۹ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د سرچینې په وینا په راستنو شویو کورنیو کې ۷۸ ته سيمکارتونه او سلګونه نورو کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

ایران او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي،چې په دې وروستیو کې په کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي ډېر راپورونه خپرېږي.

د مالوماتو له مخې اوس هم په یادو هېوادونو کې سلګونه افغان کډوال په یوه او بله بهانه زندانیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب