پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان برښنا شرکت له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد...

د افغانستان برښنا شرکت له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید کړ

تاند (شنبه، د لیندۍږ قوس ۱۷ مه) د افغانستان برېښنا شرکت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له ترکمنستان څخه یې د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د واردولو قرارداد تمدید کړ.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت ريیس عبدالباري عمر د ترکمنستان د سفر په ترڅ کې دا قرارداد نهايي کړ.

په وروستیو ورځوړ کې له ترکمنستان څخه هرات ته د وارداتي برېښنا په مزو کې د ستونزو له کبله په هرات ښار کې برېښنا پرچاو شوه.

له ترکمن چارواکو سره د ښاغلي عمر د موافقې پر اساس به افغانستان ته برېښنا له څلورو مهمو لارو: اندخوۍ، آقینې، بادغیس، او تورغونډۍ- هرات له لارې رسول کېږي.

طالبانو دا موافقه د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د انرژۍ د اړیکو د پیاوړتیا او برېښْنا ته د هېواد د زیاتېدونکي اړتیا د پوره کولو په برخه کې یو مهم ګام وباله.

دغه قرارداد په داسې حال کې شوی چې افغانستان لا هم د ثابتې او دوامداره برېښنا په برخه کې له پرله‌پسې ستونزو سره مخامخ دی، چې دا د هېواد د زیربناوو د پرمختګ لپاره یوه اساسي مسئله ده.

د طالبانو تر واک لاندې د انرژۍ او اوبو وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د برېښنا اوسنۍ اړتیا ۱،۵۰۰ میګاواټه ده، چې له دې څخه شاوخوا ۷۲۰ میګاواټه یې واردېږي او پاتې برخه په هیواد کې تولیدېږي.

افغانستان له تاجمستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا واردوي خو تر ټولو ډېره برېښڼا له ازبکستان څخه واردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب