شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبد اجمل ښکلي تر يوه بيته‎

د اجمل ښکلي تر يوه بيته‎

نورالله زهـــيــر
په هر ښايست چي مو نه زړه اوبه څښي، نـه هـر ښايست راته ښکلی او منلی وي  تر شا یې زموږ مينه نه وي. هغه ښايست چي په ننــداره کي یې داسي غرق شو چي لمر خاته او لمر لوېده رانه ورک کړي، زړه مو وريبي، د ټول جهان ښـکلا پکي ويـنو تر شا يې زمـوږ هغـه لـېونۍ مينه ولاړه وي چي ورسره کوو یې. يوازي حُسن نـه بلکي له حُسن سره مينه ده چي موږ يـوه حُسن تـه مـاتيږو.

حُسن چي موږ ته ژوند راښيي، سترګي مو وغړوي، هغـه رڼا رابـانـدي  وويـني چي مـخکي مو نـه ليـدلـه، ځـان او جهـان  راو پـېـژني، ښـايـسـت راتـه تـعـريـف کړي. دا حُسن  بيا هغه حُسن نه دی چي نـور ئې ويني د مـجنون ستـرګي غواړي د ميـنتـوب او لـېونـتوب په نظر ورته ګورو ټول ښـايستونـه پـه هغـه مخ کي ويــنو د ځان او جهان ننداره په هغو سترګو کي کوو، د دنيا خواږه پر هغو  شونډو وينو.

مـجنون تــه چي لــيلا دومـره مـنلې، ښکلې او ښاغلې وه دا د مجـنون د هغي لېونۍ او ياغي  ميني زور و چي لــه لـيـلا سـره ئې کولـه؛ کـنه د ليلا غوندي مخونه  ډېر دي. يو وخت مي اورېدلي وو چي:« مجنون ته چا ويل: چي ته په  دې ليلا پسي ولي دومره لېونی او سرګردانـه يې؟ تـر ليلا ډيري ښکلي شتـه. مجنون ورته وويل: ته زما په سترګو ورته وګوره، بيا ووايه چي ليلا څه ده؟!!» هغه خبره ده چي «  مخ ته  د ليلا کاته، سترګي د مجنون غواړي»

د تولستوی پـه خبره: « ښکلا  عشق منځتـه  نشي راوړای بلکي دا عشـق دی چي ښکـلا زېـږوي.» حُسن ډېر دی، خو دا مينه ده چي  يو حُسن موږ تر لېونتوبه ورسوي او پـر دې مو قـانـع کړي چي  يوه حُسن ته مات شو، وئې ومنو،  مننه ترې وکړو او د اجمل ښکلي په ژبـه ورته ووايو:

حُسنه د ژوند د راښـودلو يو عالم  مننه
موږ شب پرست کله خبر وو چي رڼا هم شته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب