جمعه, مارچ 29, 2024
Homeټولنیزویاړلی ژوند

ویاړلی ژوند

راټولونه او غورچاڼ: رحمت ګل عمری

دا هغه کتاب دی چې ویاړمن اوسېدل درزده کیږي او هغه وړتیاوې درته په ګوته کوي چې د ویاړلي ژوند لپاره تاسې ورته اړتیا لرئ؛ دا کتاب مشهور لیکوال شیوکهرا لیکلی او عبدالله عابد راپښتو کړی دی. دغه کتاب پر ټولو هغو مسائلو رڼا اچوي چې موږ په ورځني ژوند کې ورسره مخ یو. ویاړلی ژوند کتاب مې په غور ولوست او ځینې ډېر مهم او اغېزمن ټکي مې ترې راټول کړل، غواړم په پنځو برخو کې یې له تاسې ګرانو لوستونکو سره شریک کړم. هغه څوک چې د ټول کتاب مطالعه نشي کولای، دا نقطې یې هم ژوند وربدلولای شي.

رحمت ګل عمری

ویاړلی ژوند یوازې په چارو کې د بریا ترلاسه کول نه دي، ویاړلی ژوند په بریالیتوب سره د چارو پای ته رسول دي.

د ویاړلي ژوند لپاره دوه مهم ټکي: ویاړ: له عزت څخه برخمن ژوند کول او ویاړمن اوسېدل : د درناوي وړ اوسېدل .

دویاړلي ژوند احساس: انصاف: چې د عدالت لامل کیږي، خواخوږي: چې د شفقت او مهربانۍ لامل کیږي، ریښتنولي چې د باور او اعتماد لامل کیږي.

ارزښتونه زموږ په ژوند کې ذاتي دي، زمونږ د شخصت وړتیاوې او د باورونو ریښتنولي پیاوړې کوي.

بریاوې ژر تېردونکې دي خو ارزښتونه تل پاتې دي .

کله چې مونږ معیارونه نشوو پوره کولای څه کوو! دوه انتخابه یا به خپلې هڅې تېزوو یا به قواعد راټیټوو.

په خپلو ارزښتونو کلک باور زمونږ د اخلاقو د ویجاړېدو پروړاندې یوه غوره دفاع ده .

تقوا او ګناه ، لټي او زیار، رښتنولي او ریا هېڅکله سره نه شوو جمع کولای .

د شخصیت اغېزمنتیا د ارزښتونو په تناسب ده، ښه شخصیت ویاړ دی استقرار په ارزښتونو ولاړ چلند.

له خپلو ارزښتونو سره د پلورل کېدونکو توکو په شان چلند، شخصیت لیلام کول دي .

شخصیت خپله ریښتنولي، اخلاق، کمال، زړورتیا او استقرار دی .

شخصیت کوم توکی نه، بلکي د ځانګړتیاوو ټولګه ده .

له لېوالتیا او ارادې څخه جوړه رښتینولي د ویاړلی ژوند لامل ګرځي .

زه خپل مسلکي وخت پلورم ولې د وجدان پلورنکی نه یم .

رښتینولی د ډاډ احساس را ژوندی کوي .

تر ټولو غوره ارزښت چې یو انسان په بل کې پرې حساب کوي رښتنولي ده .

هوښیاري او رښتنولي دواړه سره یو ځای کیږي، څو مونږ ته ځواکمنتیا راوبښي.

په مناسب وخت کې له پوهې کار اخستل هوښیاري ده، هوښیاری هم له مغزو او هم له زړه راټوکیږي.

سره له دې چې یو څوک پوهیږي چې په ترسره کېدونکي کار کې یې غلطي شته؛ خو بیا یې هم ترسره کوي، دا د هغه په وجود کې د باور د کموالي نښه ده .

مونږ د خپلو ځانونو په اړه د خپلو نیتونو په پر بنسټ قضاوت کوو، خو خلک بیا زمونږ په اړه زمونږ د کړنو په اساسی قضاوت کوي.

مونږ تر ډېره ارزښتونه د واقعتونو په توګه نه خپلوو بلکي له خپل پلار، مور او هغه چا یې خپلو چې په ژوند کې زمونږ اېډیال دی.

رښتینولي او نه رښتینوالي دواړه اکتسابي ځانګړنې دي.

تل خپلې چارې په رښتینولۍ سره ترسره کوئ، ان که څوک تاسې څاري هم نه .

خپل فردي اخلاقي معیارونه باید لوړ شي .

رښتیا د اعتماد او عدالت یو شرط دی .

شخصیت لرونکي خلک د اعتبار وړ دي.

کله چې زمونږ د ارزښتونو سیستم روښانه وي، تصمیم نیول راته خورا اسانیږي، ان که ډېر سخت تصمیم هم وي.

د لوړو اخلاقو ارزښتونو پر وړاندې ژمنتیا او د ښو او پدو ترمنځ توپیر کول دي .

په ژوند کې د ښو او بدو ترمنځ تصمیم اسانه دی، خو د ښه او ډېر ښه ترمنځ تصمیم خورا سخت دی .

د ښه او ډېر ښه تر منځ تصمیم په اتومات ډول ښه مناسب او ښه نامناسب ثابتوي .

له سمې او غوره لارې څخه منحرف کېدل د یوه بدمرغه وجدان رامنځته کېدو لامل کیږي.

وجدان یو داسې څراغ دی چې د ښو کړنو ترسره کولو ته موهڅوي،هغه هم یوازې د دې لپاره چې ښې کړنې ښې دي.

وفاداري د پیاوړي وجدان نښه ده .

ژوند هغه وخت آسانه وي چې کله سم مخ ته لاړ شي.

غوره رهبران له ننګونو سره مخامخ کیږي. دا دی هغوی فکري پوخوالی دی چې کړاو زغمي.

حیرانېدونکو پېښو ته يه تمه واوسې، خو باید په هرحال کې مخ پر وړاندې تګ ته دوام ورکړې.

ویره د یوه خطر یا ګواښ یو طبیعي غبرګون دی .

ویره د اور په څېرده ، که تر کنترول لاندې وي ګټه ورڅخه اخیستل کیدای شي او که له کنترول ووته ویجاړي رامنځته کوي.

نور بیا …..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب