پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبشعرمینه/ شاعر: پوشکین/ ژباړن: فاروق فردا

مینه/ شاعر: پوشکین/ ژباړن: فاروق فردا

ژبارونکی : فاروق فردا                                      
مسکو -فدراتیف روسیه

شاعر :الکساندر سرګیوویچ پوشکین.د روسيي او نړۍ ستر شاعر.

 

مینه یوه – د ساړه ژوند بوختیا ده
مینه یوه ده او د زړونو زَور
خو رابخښي د خوشحالۍ څه خوندوره شېبه.
ناپایه ستونزې او خپګان د پېژندلو ندي
سل برکت وي پر هغوی چې پر ځوانۍ ځانونه ښکلي ساتي
دا د چټکې الوتنې د شېبو نیول دي
څوک ښکلا د خوشالۍ او ناپېژاندې نیکمرغۍ پښوته
خاضع کوي او په ګونډو کینوي!
خو هغه څوک به وي چې ،
خپله مینه یې ځار کړې نه وي
یوې سندرغاړې ته د میل پر وجه؟
تردې دمخه مو چې،
پر ښو سندرو ستاسو روح تازه کړي
ورته له ویاړه پړقوې لاسونه
او د سر تاج یې بولئ.
خو ها کړوپ شوي ړانده،
هغئ شهئ سره د تا دهمغږئ په لار کې
بس له کینې او له غصې نه یې اغري و شیندل.
او ځان یې تاسو نه هم خوښ وښودل،
د (تیبول) ژڼو ته په مینه کې یې غم ډالئ کړه.
تاسو د ژوند پر ار زښتمنو خوږو ښه پوهېږئ
چې د سهر د څرک په شان ځلوي ستاسو ورڅې .
زما خوښېږي سندر غاړي او همداسې د«ملادین» خوښي بخښونکي نغمې.
رکوع ، له خولې څخه پر شونډو غځولي وړانګې.
شعرونو تاسو په کرار کراره سا وباسئ
ستاسو پر وړاندې د کینې جرات په ما کې نشته
ځئ او دخپلو مینه والو سره یو ځای مړه شئ .
زما خوښېږئ سندرغاړو ټولو،
تاسو خپګان لیدلی
او تېرې کړي مو دي ورځې د اغزیو سره.
د اندېښنو سره رسېږئ به د پای ټکي ته.

پای هم را ورسېده
او ستاسو ژوند سره د ټولو مشغولیتاو له یوې شېبې نه وانه وښته.
ژوندون چې کله نېکمرغي یې بېرته خپله کړله
تاسو هم کم له کمه ویاړ سره ليدنه وکړه.
اوس د غمجنو ورېځو سوری لاندی
ماته تلپاتي عذابونو دبرخلیکه څخه
ځانګړی کړی برخلیک.
په دوشاله او بیابان اودغمجنو ځنګلو په سیورو ،…
او هم د سین او ایرني شپې په شېبو کې یویو،
غمجن غمجن او لالهانده د زګیریو او د اوښکو سره ،
د څپڅپاندو څپو،
د زمزمو او د چيړیو په غږونو کې مې تاته پام دی.
آیا د ځان پرېولل سړو اوبو کې پای ته رسي؟
شعر به نوره هم راښکون ومومي
تاوده ساړه یوځلي بیا را زېږي
شنډ الهامونه هم تېرېږي سره.
پرې چې دا وویاړي پر بل چا باندې.
مینه یوه وي او زه،
ورسره مینه لرم ،مینه لرم
خو دا دهغې تر اغېز نه راځې
مینه یوه وي، هغې لرله ،
او زه مین پر مینې.
دهغه شعرونه هره ورځ ول او ساده شعرونه
چې چاپېریال نه لرې؟.

د څه د پاره به سندرې وایم؟
دښتو کې پرېښودلم باد د سهار
او زه هم «لیره» پرېږدم تل دپاره،
وړې ډالې ،
او د نا ورک لوګي د نور په شانې.

ا.س. پوشکین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب