پر کړکۍ چا مخ کیښود، بیرته په شا شو، بل کس سر کړکۍ ته رامخته کړ، د پردې له شا د دې کس څڼې ببرې ښکاریدې. درې څلور څیرې مې ترسترګو تیرې شوې. له دیوال سره مې ځان نیغ کړ. زړه مې دربه دربه درب دربیده.
څرپی شو، لکه چې ولاړل:
« پرده نرۍ ده…ډبله پکار ده»
« که دغسې د علي اباد شاته پر غره دوکان ته ورشم »
خپلې نوې پلاستیکي خړې چپلکې مې تر تخرګ کړې چې مور مې راویښه نه شي.
په کوڅه کې پاڼه پرمځکه کرښیده. ورپسې شوم، باد لږ مخته کړه بیا ایساره شوه، بیا وخوځیده، بیا ودریده:
« ناوخته نه شو»
« که د ورور د کوټې سپينه پرده راخلاصه کړم هغه خدای خبر کله له عسکري راځي»
چې مخ مې واړاوه، زموږ د کور مخې ته دوه موټر دریدلي وو یو تور یو سپين. د ونې شاته شوم… زه چې کوچینی وم د ګاونډي زوی مو مړ شوی و، خلکو ژړل ما یې په جنازې پسې د کتار موټرو شمیر په ګوتو کاوه، یو وخت بیا شړک باران ته خندا راتله اوس وایم په یوه کوڅه هیڅوک نه وي، یوه نیمه پاڼه د ونې له هاغه پورته سره ولویږي، بیا یې شمال وړي وړي وړي کرښوي یې کرښوي یې… که پر همدې ونو لړه راښکته شي، دومره یې پټې کړي چې ناسته مرغۍ پکې ما ونه ویني، زه ونې ته وروخیژم له نژدې د مرغۍ ګردیو ګردیو سترګو ته وګورم…
د موټرو له غرهاري سره د کور په خوا رهي شوم. د ورور د کوټې پرده مې راخلاصه کړه. د ناستې کوټې د کړکۍ له پردې سره مې ونیوله، ترې لنډه وه. د مور له غږ سره پورته وغورځیدم:
-دغه څه کوې دوا شیرین مړې دې بیا نه ده خوړلې
-دلته یې بندوم
د پردې ژۍ یې پورته کړه، لږ څیرې شوې وه. سترګو ته یې لاس ونیو. ما یې لاسونه په زوره له سترګو لرې کړل، مخ یې لوند و. زه چې کوچینی وم چې پلار به مې دې ته څه وویل بیا به یې ژړل ماته به یې ویل چې ټوکي کوم، ورته ومې ویل:
-ادې د رښتیا ژاړې
دې پرده له ما کش کړه، سترګو ته یې ونیوله. هاغه په ورسۍ کې مخکني تصویرونه مې داسې تر سترګو سترګو شول لکه په اوبو کې چې ښوري. مور پرده رامخته کړه:
«واخله واخله ښه دې وکړو ښه دې وکړو تر تا یې جار»
ما ځان پکې ونغښت، یخ مې په زړه ننوت، مور مې د کوټې په کونج کې راته ودریده. یوه سترګه به مې پټه کړه بله به مې رڼه کړه، نه دا تله نه مې یخ له زړه ووت.
پای