چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهعبدالله له مک کري سره د سولې د نوې طرحې په هکله...

عبدالله له مک کري سره د سولې د نوې طرحې په هکله خبرې وکړې

تاند (شنبه د حوت ۱۶) د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تایید کړه چې امریکا د افغان سولې د یوې نوې طرحې وړاندیز کړی.

ښاغلی عبدالله وایي چې نوموړي نن د همدې طرحې په هکله په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیال مک کري سره خبرې اترې وکړې.

ددغې شورا له لوري نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو، د امریکا له لوري پر وړاندې شوې طرحې او د سولې برخه کې پر نورو اقداماتو بحثونه وکړل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دغه راز د سولې بهیر پر چټکتیا او اغېزمنتیا او په هېواد کې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار وشو.

په خبرپاڼه کې د امریکا له لوري د وړاندې شوې طرحې په تړاو ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

ویل کېږي د افغان سولې لپاره د متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال د سولې یوه نوې طرحه له ځانه سره راوړې ده.

خلیلزاد ددې سفر پر مهال له ولسمشر غني، عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، سیاف او یو شمېر نورو سیاسي او مشرانو سره وکتل او د سولې په روان بهیر یې ورسره خبرې وکړې.

د راپورونو پر اساس، خلیلزاد د سولې په تړاو یوه نوې طرحه چې د انتقالي حکومت موضوع هم په کې شامله ده له افغان چارواکو او سیاسیونو سره شریکه کړې ده.

بله خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي چې دغه طرحه به له طالبانو، د سیمې هېوادونو او نړیوالو سره هم شریکه شي او که چېرې پرې توافق وشي، د سولې پروسه کې به د ملګرو ملتونو ونډه زیاته او په دې تړاو به یوه نړیواله غونده وشي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي شورا په پرانست غونډه کې وویل، افغانستان ته د نورو هېوادونو په کاغذونو او طرحو سوله نه راځي بلکې د ملت غوښتنو او هیلو ته ورستنېدل د سولې د راتګ سبب ګرځي.

ولسمشر پر ټولو سیاسیونو او طالبانو غږ وکړ چې تر شخصي غوښتنو او ګټو او یا د خپلو ډلو او ګوندونو تر ګټو دې د ولس او ملت ګټو ته لومړیتوب ورکړي او ددوی خبرې دې واوري.

ولسمشر غني: د سولې بې تدبیره هوکړه به د یوې بلې جګړې او ماتې سبب شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب