چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د سولې بې تدبیره هوکړه به د یوې بلې جګړې...

ولسمشر غني: د سولې بې تدبیره هوکړه به د یوې بلې جګړې او ماتې سبب شي

تاند (شنبه د حوت ۱۶) ولسمشر محمد اشرف غني وایي د سولې بې تدبیره هوکړه نه یوازې دا چې په افغانستان کې ثبات نه شي راوستلی، بلکې د یوې بلې جګړې او ماتې سبب کېدلی شي.

ښاغلي غني نن شنبه د ملي شورا د درېیم تقنیني کال د پرانیستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې سوله یې هیله نه، بلکې هدف دی او دې هدف ته د رسېدو لپاره افغان حکومت پلان لري.

نوموړي وویل، افغانستان ته د نورو هېوادونو په کاغذونو او طرحو سوله نه راځي بلکې د ملت غوښتنو او هیلو ته ورستنېدل د سولې د راتګ سبب ګرځي.

ولسمشر دغه راز پر ټولو سیاسیونو او طالبانو غږ وکړ چې تر شخصي غوښتنو او ګټو او یا د خپلو ډلو او ګوندونو تر ګټو دې د ولس او ملت ګټو ته لومړیتوب ورکړي او ددوی خبرې دې واوري.

محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې واک به له قانوني لارې خپل ځای ناستي ته پرېږدي، تر څو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي وساتل شي.

د ښاغلي غني په خبره، افغانستان یو ولسواک نظام لري چې د خلکو په رایه انتخاب شوی دی او راتلونکی حکومت او مشر به هم د پردیو د طرحې پر اساس نه، بلکې د اساسي قانون پر اساس او د خلکو په خوښه او رایه انتخابېږي.

ولسمشر په دې ناسته کې په ګاونډیو په تېره بیا په پاکستان غږ وکړ چې د تېرو لسیزو سیاست پرېږدي او د افغانستان خپلواکۍ او اوسني مهم ځای ځایګي ته درناوی وکړي.

ولسمشر غني وویل، پاکستان دې خپله رښتینولي وښيي تر څو په سیمه کې ستر اقتصادي او سوداګریز بدلونونه رامنځته شي او د سیمې هېوادونه به له پرمختګ او ثبات برخمن شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب