جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولین: ډېر ژر به کندهار کې د دهلې بند د جوړېدو چارې...

مسوولین: ډېر ژر به کندهار کې د دهلې بند د جوړېدو چارې پیل شي

تاند ( شنبه، د کب ۱۶)  د کندهار ځايي چارواکي وایي، د دهلې بند پروژې پر وړاندې ټول هغه خنډونه لیرې شوي چې د دې پروژې د پراختیایي پلان مخه یې نیولې وه.

د معلوماتو له مخې، د دې پروژې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د هغو لسګونو کلیو او زرګونو جرېبه کرنیزو ځمکو استملاک او د بدیلې ځمکې موندل وو چې اوس دا ستونزه هواره شوې ده.

مسوولین وایي، د یادې پروژې د پلي کېدو لپاره د اسیا پرمختیایي بانک او نړیوال بانک د ۶۰۰ میلیون ډالرو د مرستې اعلان کړی او تمه کېږي چې د روان ۲۰۲۱ کال نیمایي کې به د پروژې عملي چارې پیل شي.

د چارواکو په خبره، د دغې پروژې په پلي کېدو به د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه او پر مټ به یې زرګونه جرېبه تازه ځمکې خړوبې شي.

افغان حکومت نژدې یوه لسیزه کېږي چې د دهلې بند د پراختیایي پلان د پلې کېدو خبرې او ژمنې کوي.

د ویلو وړ ده چې د هېواد په کچه دغه ستر بند، چې ۶۵ کاله وړاندې یوازې د اوبو زېرمه کولو لپاره جوړ شوی و، د پراختیایي پلان په پلې کېدو سره به یې نه یوازې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا لوړه شي، بلکې د برېښنا د تولید برخه کې به هم ترې کار واخیستل شي.

دهلې بند له کندهار ښاره ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالي کې ٦۵ کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو په مالي لګښت جوړ شوى دى.

دغه بند پخوا د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لرله، خو اوس یې کاسه په سلو کې ۴۰ له خړو ډکه شوې او د اوبو د زېرمه کولو کچه یې ۳۰۰ میلیونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب