جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبد ادبیاتو ونډه د شخصیت په جوړولو کې

د ادبیاتو ونډه د شخصیت په جوړولو کې

لیکواله: نعیمه غني

ډیر ځله به مو اوریدلي وي چې زده کوونکي شکایت کوي چي دهغوۍ په کتابونوکې یو ملي اتل،ټولنیزیا اجتماعي شخصیت په کراتو،کراتو ورپیژندل شوي او هر ځلې په بیا،بیا ډول دا ویل شوي چې هغه کس څوک وو،کله یې ژوند کاوه او څه کارنامې لري البته دا خبره اوسنۍ نه ده له پخوا نه دا دود او رواج وه چې دملي او افسانوي اتلانواونورو مؤثروشخصیتونو کیسې او افسانې به دسرودونو اوسندرو په بڼه په خاصو جشنونو اومناسبتونو کي په شفاهي ډول ویل کیدې ،میندوبه هغه دللو،للو په بڼه خپلو ماشومانو ته ور اورولې او ماشومان به یې په زده کولو مکلف وو .ان تردې چې ویلی شو د ښوونې او روزنې له  بڼسټونو څخه یوهم همدا سرودونه او افسانې وې لکه څنګه چې د افلاطون دتدریس دمهموټکو ځخه یو دا وو چې دهغه زده کونکو به د یونان د شاعرانو داشعارو وړې ،وړې ټوټې یادولې او کله،کله به د  متروکې (قمچین)په زور دې کار ته اړ کیدل همداراز د زردشت دښوونې او روزنې په اوصولو کې هم همدا خبره شامله وه،د هغه په زمانه کې دښونې او روزنې لومړنۍ دوره په اوه کلنۍ پیل کیده اواته کاله یي دوام کاوا په دې موده کې تاریخي کیسې له افسانو سره یو ځای کیدې دنیکواشخاصو کارونه همداراز د پلرونو او نیکونو کارنامې به دنکلونو او شعرونو په بڼه زده کوونکو ته تدریس کیدل ترڅو دهغوی دعبرت اوپندسبب شي.اوهم له خپل تاریخ نه خبر شي .همداراز ابن سینا بلخي هم دنورو زده کړو تر څنګ د دا ډول اشعارو زده کول د اخلاقو او ادب ضامن ګنل او د هغو په زدکړه یې ټینګار کاوه.

لنډه دا چې زده کونکي تل د دا ډول اشعارو او دمشرانو د کارنامو په یادولو مکلف وو.

خوپوښتنه دلته ده چې دابیا،بیا تکرار یوازی دعبرت اوتاریخ پوهنې لپاره دي که بله ګته هم لرې؟

دښوونې او روزنې ماهرین په دې اند دي چې دا معلومه نه ده چې یوه کیسه،افسانه اویا هم شخصیت کله په یوچا اثر کوي ، هغه دخپل ځان لپاره (الګو) ټاکي اودهغه په پله پل ږدي .ښایي یو کس به ډیر ځله دیوچا دشخصیت اودهغه دژونداو یا هم دیوه افسانوي اتل په اړه اوري خو په یوخاص زماني مقطع کې داسې فکر کوي چې د ده اوهغه شخص یا اتل تر منځ یو ورته والی شتون لري ،د دوی دواړو افکار،عقیده،موخه یو دي اودعمر دکموالي په صورت کي فکر کوي چې د دوی د عادتونه او ظاهري خواصو لکه ځیرې،ناستې ولاړې او ‌‌ذوقونو ترمینځ ورته والی شتون لري ،نوکوشش کوي چې دهغه په پله پل کیږدي ،دهغه موخې خپلې کړي او ژوند ته دهغه له لید لوري وګوري او دعمر دکم والي په صورت کې دهغه له جامو،عادتونواودخبرو کولو له طرز څخه تقلید کوي اوان د هغه اتل نوم په ځان ږدي اوله همدې سره د هغه شخصیت .

دا ټول دیو کس د ژوند یون او موخې ته په کلي ډول تغیر ورکویي او له هغه مخکینې کس نه یو بیل کس جوړوي چې دې لومړي کس په پرتله به یو پوخ ،په ځان ډاډمن،او د یوې ټاکلې موخې ځیښتن وي.خو خبره دومره آسانه هم نه ده که دا اغیزه د یو منفي کرکتر له خوا وي نو په دې حالت کې به له اغیزمن کس نه یو خطرناکه منفي شخصیت جوړ شي چې مهار کول به یې ستونزمنه خبره وي.په نړۍ کې به داسې کسان ډیر کم وي چه په محسوسه یا غیرمحسوسه توګه دیو چا له شخصیت نه متأ ثره نه وي، ډیر ځله به موله خلکو اوریدلي وي چې وایي په فلاني وخت کې مې د هغه اتل،عالم ،سیاست مدار،او یا کوم بل شخصیت په اړه واوریدل او یا مې ولوستل زما نظر دهغه په اړه بدلون وکړ،هغه مې درک کړ،خوښ مي شو،که زه هم د هغه په ځای وی نو همدا کړنلاره به مي خپله کړې وای،او داسې نور….چې د دې ټولو خبرو پایله دا ده چې دا زړه سوی،درک،اود نظر یوالی په اصل کې د نوموړي شخصیت اغیزه په اوریدونکي یا لوستونکي څرګندوي او دا اغیزه هغه کس اړ کوي چي د هغه اتل په اړه فکر وکړي د ژوند په اړه یې ځان پوه کړي د هغه د ستونزو او دهغو تګلارو په اړه چې ده یې د حل کولو لپاره غوره کړې غور وکړي او ورو ،ورو خپل ځان د هغه د لارې لاروی جوړ کړي.چې همدا کار ته د الګو غوره کول وایي.

نو که د یوه کس په تیره بیا ماشوم په ژوند کې مثبتې الګوې اودنیکو شخصیتونوکیسې زیاتې تکرار شي تر ډیره د دې شونتیا شته چې ماشوم دهغوی له ډلې څخه ځان ته الګو وتاکي دهغه په پله پل کیږدي او دهغوی په څیرد یو مؤثر اونیک شخص په توګه را څرګند شي.چې کیدای شي ووایو همدا الګو ټاکنه او د یوه شخصیت تاُثیر له یوه عادي شخص څخه یو قهرمان جوړوي .او ده هغه په شخصیت جوړونه کې

بنسټیز او رغنده رول لوبوي .او پرته له دې چې هغه دې کار ته اړ او یا دا چا له خوا په نصیحت کولو رهنمایي شي په خپله خوښه د ځان لپاره د ژوند کولو سمه لاره ټاکي.او دا ډیره اړینه ده چې د وار،وار لارښوونې پر ځای له دې مهارت نه په ګټه اخیستنې سره ټولنې ته سالمه وده ورکړل شي .چي په نوره نړۍ کې دې کار ته پوره پاملرنه کیږي او د مختلفو اشخاصو لارویانو ته دهماغو شخصیتونو په نومونو ټولنې او کلوپونه جوړیږي او خلک کلونه ،کلونه د یوټولنې غړیتوب لري اوپه دې کار ویاړي .یو چا ویل چې په یو بهرني هیواد کې یې  چې کله د یوه لیکوال له کوره چې اوس په موزیم بدل شوی وولیدنه کوله نو د هغه ځای یوه مسؤله چې یوه پیغله نجلۍ وه د یو کټ په راښودلو سره په ژړا وویل:( دا هغه کټ دی چې ښاغلي لیکوال په هغه ساه ورکړه.) دا دهغې مینې څرګندوینه وه چې دې له هغه لیکوال سره لرله.

او دا مینه هغه وخت ممکنه ده چې د هغه شخصیت په اړه پوره پيژندګلوي موجوده وي.او پیژندګلوي هغه وخت کیدای شي چه د یو کس د ژوند بیلابیل اړخونه مطالعه شي.

 چې له دې سره ویلی شو چې ادبیات د یوې سالمې ټولنې په جوړونه او اصلاح کې تل مخکښ او لار ښود ووکه له یوې خوا یې دخلکو ادبي تنده خړوب کړې له بله اړخه یې په خپل اغیز ناکه موجودیت سره د هغوی ا‌ذهان د سمې لارې په غوره کولو کې روښانه کړي دي او دا سلسله به انشأ الله روانه وي.

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب