د سړک په غاړه دوه ځوانان له کوچنیو بکسو سره ولاړ وو. دوی ماشومانو ته په خوله کې د فلج ضد قطرې څڅولې او ګوته یې ورته په رنګ کوله. د یو سړي غیږ کې ماشوم و، واکسیناتور پرې غږ وکړ، وه یې دراوه. له بکسې څخه یې کوچینی بوتل را وویست او غوښتل یې د ماشوم خوله کې څو قطرې تویه کړي.
ماشوم د پلار له اوږې سر پورته کړ، غوښتل یې خوله پرانیزي، خو مخامخ یې څه ولیدل. ژر یې خوله بنده کړه ، په پلار یې منګولې خښې کړې او د هغه له اوږې یې سر نه پورته کاوه. پلار یې ډیر عذرونه وکړل خو ماشوم سوګند کړی و. ماشوم ضد نیولی و او ماشوم دې ته چمتو نه و چې له ګوزنډه (فلج) وژغورل شي.
د ماشوم ضد زه هم حیران کړم، غوښتل مې نږدې ورشم او واکسین ته یې وه هڅوم. ور نږدې شوم. ماشوم ته لګیا شوم، هغه سر راپورته کړ، ما ویل که خپل هدف کې بریالی شوم خو چې بیا یې مخامخ سترګې ولګیدې، چیغه یې کړه، سر یې وخوراوه او په پلار یې منګولې خښې کړې. ماشوم غوښتل څه ووایي، خو کلماتو ورسره یاري نه کوله.
لاسونه یې په سترګو کیښودل او خوله بنده کړه. مخامخ د سړک په غاړه یو بل ماشوم په درې ټایره بایسکل کې ځوړند سر ناست و. له پرانیستي ګریوانه یې پښتۍ شمارل کیدې. د هغه دواړه پښې له زنګانه ښکته نه وې، یو لاس یې هم نیمايي نه و او تنکي مخ کې یې تور خاپونه له ورایه ښکاریدل. پر بایسکل ناست ماشوم لارویانو ته حیران حیران کتل، د هغوی قدمونو اخیستو ورته خوند ورکاوه. خو چې خپلو پښو ته به یې فکر شو، نو حالات به یې ګډوډ شول.
هغه به یو ژور فکر کې ډوب شو، له ځانه به یې زړه کې پوښتنې شروع کړې: ښه، نو زما څه ګناه وه؟ ولې یې له پښو محروم کړم؟
ولې یې د خلکو د اوږو بار کړم؟ ولې یې د ماشومتوب له خوږو بې برخې کړم؟ زما د پښو قاتلانو به په کوم نیت له ما سره دومره ظلم کړی وي؟ او…. کله مې له واکسین نه انکاري ماشوم ته کتل او کله مې په درې ټایره بایسکل کې ناست نیمګړي انسان ته. حیران وم، د ماشوم ضد راته یو عاقلانه پریکړه ښکاره شوه، د هغه منطق ډېر پوخ و خو د خپل منطق د بیان لپاره یې د قال ژبه نشوه کارولی. خو د حال په ژبه داسې ګویان و: واکسین هغه چاته په کار دی چې وطن کې یې ارامي وي، وطن کې یې چاودنې،ځانمرګي، بمبارونه، وسلوال بریدونه او… نه وي. واکسین هغه چاته په کار دی چې په سوله کې ژوند کوي، یوې روښانه راتلونکې ته هیله مند وي. واکسین هغه چاته په کار دی چې ژوند او وینه یې اهمیت لري، قدر لري او قیمت لري. او واکسین هغه چاته په کار دی چې ….. ماشوم شاید ځان سره دا هم ویل: که واکسین مې له ګوزنډ نه وساتي نو له ماین څخه به څنګه روغ پاتې شم؟ له ځانمرګي به څنګه بچ شم؟ له بمباره به څنګه وژغورل شم.
ایا دا ضمانت شته؟ ایا د دې خطرونو لپاره کوم واکسین شته؟ چې نشته نو څه ضرور؟ پریږده چې فلج مې پښې ووهي، لږ تر لږه له انسانانو خو به مې ګیله نه وي، لږ تر لږه له خپل همنوعو خو به نفرت نه کوم او لږ تر لږه د کسات اور خو به مې لړمون نه خوړینوي. ماشوم ته شاید د جلال اباد ښار وروستی ځانمرګی برید په یاد شوی وي چې لس همزولي یې د خدای ج د کور (جومات) په مخ کې په خپلو وینو ولمبول. هغه ته شاید هغه بمبارونه ، ځانمرګي او د ماینونو چاودنې په یاد شوي وي چې نږدې په هر یوه کې یې ګڼ شمیر همزولي وژل شوي او ټپیان شوی دي. له واکسین نه انکاري ماشوم، پوهیږي چې دغه وژونکی بهیر لا ادامه لري، د درولو لپاره یې هیڅ لیوالتیا او ښه نیت نه شته. دا ماشوم به هیچیرې هم واکسین ته زړه ښه نه کړي، د ده احتجاج به تر هغې دوام لري تر څو یې هیواد کې د سولې نور د جګړې په نار نه وي بریالی شوی خو دا چې دغه هیله به کله پوره کیږي؟ هیچا سره یې ځواب نشته.
محمد نعمان دوست، جلال اباد د تلې ۱۵مه،۱۳۹۲ (ګرداب ورځپاڼه)