جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونهقانعدرې چارکه ډیموکراسي/ عصمت قانع

درې چارکه ډیموکراسي/ عصمت قانع

په افغانستان کې جګړې او فتنې ته اوس په نړیوالو مطبوعاتو، خبري اژانسونو او میډیایي څانګو کې د نیابتي جګړې نوم او عنوان د پخېدو او عامېدو حد ته رسېدلی دی.

نیابتي جګړه یعنې د پردو په نماینده ګي د خپلې خاورې پر لمن د بېګانه او اجنبي اهدافو لپاره جنګ او جګړه. که څه هم دغه جګړه افغانان کوي، خو جګړه په افغاني جغرافیه کې د افغاني مفاداتو په خُم کې هېڅ ډول رنګ نه اخلي، بلکې جګړه د افغان وطن پر قلمرو باندې د پردو د ګټو او مفاداتو جګړه ده، چې وینه د افغان په کې بهېږي، ځاني، مالي او معنوي تلفات د افغان وطن د مفاد له اکاونټ څخه په کې مصرفېږي. بهرنۍ پانګې هغه هم فزیکي او نغدي پانګې دي، چې پر جګړه مصرفېږي او بېرته یې د جنګ د تمویل سیمه ییزه او نړیواله مافیا لګښتونه د افغاني کروندو له تریاکو پوره کوي، پوره کول یې لا څه وي، څو چنده ګټه او سود هم پرې اچوي.

په افغانستان کې د دغې نیابتي جګړې په نتیجه کې رامنځته شوي حکومتي او دولتي واک د یوې نیابتي معاملې بڼه غوره کړې ده، یعنې یوه سهامي شرکت ته ورته حاکمیت د نیابتي جګړې په نتیجه کې رامنځته شوی دی، چې د نیابتي جګړې ښکیل اړخونه هر یو د خپل سهم او ونډې په اندازه څوکۍ او دولتي مقامونه د ځان لپاره ځانګړي کوي او د دغو اسهامو د خوندیتوب لپاره ددې پرځای چې د افغان وطن عزت او حیثیت ته د درنښت له لارې څخه ملت او ولس ته د خدماتو د وړاندې کولو مسولیت قبول کړي د خپلې سهامي ونډې د حفاظت په خاطر بهرنیو جاسوسي شبکو ته د مسوولیت خیال ساتي او یوه لحظه هم دغه خیال له ذهن څخه نه باسي.

که له یوې خوا جګړه نیابتي ده، نو له بلې خوا څخه د حاکمیت او حکومت قواره سهامي ده، چې ونډې یې له هغه چا څخه دي، چې په افغانستان کې د سترې لوبې واړه او ستر لوبغاړي دي.

په لنډو ټکو کې ویلای شو، چې د نیابتي جګړې په خُم کې راغلې ډیموکراسي هم نیابتي شوې ده. تېره ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست څوکۍ ته د کاندیدانو د نوم لیکنې لړۍ بشپړه شوه، دغه لړۍ هم د یوې نیابتي معاملې بدنامه او رسوا ډرامه وه.

زموږ په کلیوال فرهنګ کې خانان، ملکان او سپین ږیري د خپلې عنعنوي مشرۍ د ساتلو لپاره مجبور دي، چې ښه اوږد دسترخوان وپالي.

ویل کېږي، چې یوه محلي خان سمندر یوه ورځ د نازولو میلمنو د عزت او تواضع له ازمایښت سره مخامخ شو، اشپز یې قلندر نومېده. سمندر اکا قلندر راوغوښت او د میلمنو د ښه استقبال، د هغوی د ښو خوړو او میلمه پالنې لپاره یې قلندر ته لارښوونې وکړې.

حاجي سمندر اکا یو عجیب تکیه کلام درلود، چې له چا سره به مخامخ شو، نو ورته ویل به یې، ستړی مه شې، درې چارکه اولادونه دې ښه دي، درې چارکه په ځان جوړ یې، درې چارکه او …

قلندر ته یې هم د میلمنو د میلمستیا د برابرولو د هدایاتو په ترڅ کې وویل، چې قلندره ته به میلمنو ته چمتو شې او ښه دسترخوان به جوړ کړې.

کټوۍ به پخه کړې درې چارکه

مالګه به ور واچوې درې چارکه

مرچ او مساله به هم استعمال کړې درې چارکه

غوړي دې هېر نه شي درې چارکه

الوبخارا او رومیان هم درې چارکه

ورسره انار دانه درې چارکه…

ځکه چې میلمانه خورا عزت مند دي، درې چارکه زما یاران دي، درې چارکه پر ما ګران دي. درې چارکه قلندر هم لسټوني را بډ وهل او د سمندر درې چارکیز ترکیب یې د کټوۍ په برابرولو کې رعایت کړ.

میلمانه چې راغلل، د سترخوان وغوړېد، خواړه د خوړو نه وو، ځکه مالګه، مرچ، الوبخارا او نور مساله جات ټول په درې چارکیز ترکیب په کې ځای په ځای شوي وو.

میلمانه ټول وچې شونډې دسترخوان ته کښېناستل، ځکه درې چارکیز غیر فطري ترکیب خواړه د خوراک له مداره اېستلي وو.

په افغانستان کې د جګړې او فتنې په لمن کې را غوړېدلې ډیموکراسي هم پر یوه درې چارکیز ترکیب باندې راچورلېږي او همدغه درې چارکیز ترکیب دی، چې نه حکومت جوړېدو ته پرېږدي، نه امنیتي ارګانونه د حرفوي وړتیاو خواته ورنږدې کوي او نه ثبات په داسې حالت کې پرېږدي چې د افغان فطرت پر اساساتو باندې خپل بنیادونه ودان کړي.

د راتلونکي کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو ټیمونه او ګروپونه هم د ملک سمندر کاکا د درې چارکیز تکیه کلام غمازي کوي.

کاندیدانو نومونه ثبت کړل، داسې کسان هم په کې دي، چې د ښوونځي او مکتب مخ یې نه دی لیدلی، خو په افغانستان کې هره لوبه، هره مسخره او هر ډول ډنډوره ممکنه ده.

په وړاندې شوو کاندیدانو کې پښتانه درې چارکه، تاجکان درې چارکه، هزاره ګان درې چارکه، روسي نماینده ګان درې چارکه، پاکستاني مخبران درې چارکه، ایراني اخندان درې چارکه، انګریزي ایجنټان درې چارکه، امریکایي تکنوکراتان درې چارکه، د مخدره موادو قاچاقبران درې چارکه، د بزکشۍ پهلوانان درې چارکه، پر سرونو د میخونو د وهلو نجاران درې چارکه، د زمُردو او لاجوردو قاچاقبران درې چارکه او بالاخره کمیډي مسخره اکټران درې چارکه شامل دي.

دا هغه صحنه ده، چې د افغانستان واک او اختیار د افغانستان د ډیموکراسي اُتوریته او اعتبار د افغانستان جلال او وقار، د افغانستان د ملت ثبات او استقرار یې هم د سهامي معاملې په درې چارکیز ترکیب کې داسې سره اوډلي او ګډ کړي دي، چې د نظم او ډسپلین پر ځای یې د بې نظمۍ او انارشیزم حد د افراط حد ته رسولی دی.

وګورو چې دغه درې چارکیز ترکیب به تر کومه وخته پورې د راغلې استخباراتي مافیا مطلوب ترکیب وي او تر څو پورې به د همدغه ترکیب په قالب کې د افغانستان د ملت پر وقار او عزت باندې ډول ډول تجربې کېږي.

خو زه پوخ یقین لرم، ترڅو پورې چې موږ له همدغه درې چارکیز ترکیب څخه ځان نه وي خلاص کړی، نو د ملي نجات په ترازو کې به مو د واحد ملت ارمان یو من ته ونه رسېږي.

 دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

9 COMMENTS

  1. قانع صیب زه ستاسو د یقین سره کلک مخالف یم.

    ستاسو د پورته توضیحاتو سره همغږی یم. په افغانستان کې نیابتي جګړه په ما او تا روانه ساتل شویده. او وی به.
    ستاسو د وروستي پاراګراف یا خبرې په تړاو زه ستاسو او یا ددغه روانو ناخوالو په اړه دا پوښتم چې آیا تر دې په سم شي زموږ وس پوره دی؟
    آیا ټول افغانان په تیره بیا پښتانه تر یوه نامه (مسلمان) لاندې را غونډولی شئ؟
    آیا ټول د دیموکراتانو تر نامه لاندې په یوه لاره بوتلی شئ؟

    آیا دا د چا په وس پوره دی چې د شمال ښکرور جنګسالار عطانور له صحنې لرې او مهار کړي؟
    آیا د طالب او پنجابي غلامۍ پرضد څوک غږ پورته کولی شئ؟

    سلګونه داسې نورې پوښتنې دي چې نن ېې موږ ځواب نلرو. او ځان ته باید حق هم ور نکړو ځکه حق ېې نلرو.

    هرڅه ورو ورو او د وخت په تیریدو سره بدلیږي او ښه کیږي.

    د امریکا یا نورې متمدنې ټولنې دغه شفافې او روښانه ټاکنې او برنامې د لسګونو آن سلګونو کلونو خواریو او کشمکشونو پایله ده.
    هغوی په یوه ورځ یا یوه کال کې ندي دیمکرات شوي، دوه سوه کاله وخت ېې ترې اخیستی دی.

    هیله ده ټول افغانان د زیاتې او بیځایه تمې لرلو احساس په ځان کې قابو کړي او پدې شته او روانو بدلونونو ځان قانع وبولي.

  2. .
    ښاغلی قانع کاکا السلام علیکم
    کاکا جانه بس دی نوری دا میښی اودری چارکی پریږده مونږه ته لار راوښیوه چه په دیی اساس وخت کی چاته رایه ورکړو. ستاسی دلیکنی په انتظار.

    وسلام

    وراره

  3. Thank you Mr. Qanih,
    Great job, especially your conclusion;
    خو زه پوخ یقین لرم، ترڅو پورې چې موږ له همدغه درې چارکیز ترکیب څخه ځان نه وي خلاص کړی، نو د ملي نجات په ترازو کې به مو د واحد ملت ارمان یو من ته ونه رسېږي.

  4. ملاحبیب کاکا ته ګلونه ګلونه سلامونه

    کاکا جانه خیریوسی په پښتو ژبه لیکنه کوه، داځکه وایم چه ستا تبصری شاید فقط یوڅو کسان ولولی اوهغه کسان چه پیسی ډیری لری اوداینګلیسی کورسونه یی په ځامنولوستی وی.
    او بیا تاسو خو ملاصیب یاست ستاسی سره دپښتو لیکنه مزه کوی.
    په اخر کی وایم که هرڅوک خپلو خبرو ته دپښتو دنه لیکنی په خاطر هر ډول پیوند ورواچوی خوباید دا ومنو چه اینګلیسی دانګریزانو ژبه ده.
    خدای ناخواسته که زما په دغه تبصره کی ستا په فکر کومه کلیمه اوجمله غلطه لیکل شوی وی دهغی درنه بښنه غواړم.

    دخدای په امان

    وراره

  5. سلامونه قدرمن قانع صیب .. ستا هره لیکنه د افغانانو د زړونو د غوټو د سپړلو او ددرونو د مداوا په مانا ده … زه او ملګري مو ټولي لیکني لولو او ډیر څه ترې زده کو. پاتې شو پورته د شیراني خبرې … دا یو څو د شمال ټلوالي پښتانه اربکیان دي چې په لوی لاس غواړي د پښتونو د سر شلمې سپکې او بې ارزښته معرفي کړي، ددوی په خوله هیڅوک پیاز نه خوري ، سر مه پرې ګرځوه …. شکر دی اوس ځوانان پخپلو خدمتګارانو او دښمنانو ښه پوهیږي .. سر لوړی دي غواړو .. درنښت

  6. Grana Warare 🙂
    Niweka de manem… Khair dai, bya bu pa Pakhto ham likel wekrem… English mohema zheba da aw zada kawel ye zarori de dee da zeka che der ziat malomato ta bom las werasi…

    Mannnaana!

    Mullah Habib

  7. ملاحبیب کا کا بیاهم سلامونه اواحترامات ستاسی درانه حضورته وړاندی کوم!

    ځواب می واخست ستاسی دپوهی اوښی حوصیلی څخه یوه نړی مننه، خدای تعالا دی نورو کاکاګانو او ورونو ته هم ستاسی په شان حوصیله ورکړی چه ستاسی په شان نرم، خوږ اومهربانه ځواب ورکړی.

    خوشحاله شوم
    دالله په امان

    ستاسی وراره

  8. ګران ورور قانع صاحب !څښتن تعالی دې نور هم په قلم برکتونه ډېر کړی.ستا ټولی لیکنی داصیل افغانی کلیوالی کلتور څرګندوی دی.
    د۳چارکه په خبر دی ځما یوه بله قصه راپه یادسوه:یاره ۱۳۴۹ کال به و دکابل نه به لغمان(ادوخیلو کلی چه زما د زوکړې ځای و)ته دژمی رخصتیو کی تللم.هلته زما یو ماما دعبداللطیف خان ماما په نوم وو چی ډیر شعرونه به یی لیکل.یوشعر یی هم د“ درې چارکه“ په نوم لیکلی واو بیا به زمونږدیو تره (عبدالوهاب خان کاکا)دیو تګاوی نفر خذمت (جنتئ) په ښکلی غږکی داستاد نبی ګل د“خوب وینم عالمه که یی څوک راکی مانا..“په کمپوز دشپی حجره کی ویلې::
    دری چارکه دی نو، دری چارکه دی عالمه دری چارکه دی
    خلک که وایی نه دی ما لیدلی دی چی دی
    دری چارکه ښکاری خو په اصل کی خروار
    هغه به یی تلي چه زمانه کی وی وزګار
    هغه پری پوهیږی ؛ هغه پری پوهیږی چه څوک تیر له دی سرکه دی
    او دری چارکه دی عالمه دری چارکه دی… خلق که وایی نه دی ما لیدلی دی چه دی…
    هغه ماما می اوس د ۸۵-۹۰ کالو او په کاناډا کی زامنو سره دئ خدای وکړی په دی سهامی شرکت کی شریک نه وی!
    د همهاغسی ارامه،بی غمه اووروورو د ترقۍ په لاره روان دوران په بیا راتلو په هیله.ضمن کی د تاند درنو چلوونکو او لوستونکو ته د لوی قربانی اختر له مبارکیو سره…ستاسو کشر.ډ.حمیدالله زړه ور صاپئ ۱۱/۱۰/۰۱۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب