شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د فرانسې سفر | طنز : الف ت

د فرانسې سفر | طنز : الف ت

تازه: یو شمېر افغان سیاسیون او پخواني چارواکي چې شمېر یې لسګونه ته رسېږي، نن په یوې چارتر الوتکه کې، د فرانسې مرکز پاریس ته رسېدلي دي.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، دا نه ده معلومه چې الوتکه له کوم ځای الوتې او چارتر شوې د چا یا کوم هیواد له خوا ده.

سرچینه دا هم وايي، چې دغه کسان د کومې سیاسي ناستې یا غونډې لپاره فراسنې ته نه دي تللي.

بلکې په خبره یې، دا سفر ورسته له هغې کېږي، چې د ده په خبره، دې شرمیدلو په تولنیزو رسنیو کې ولوستل ” یوه ښځه چې د سرطان ناروغۍ له امله بې پزې شوې وه، پزه ورته کېښودل شوه.”

خو سرچینه زیاتوي، چې فرانسوي ډاکټرانو دوی ته رد ځواب ورکړی او ورته یې ویلي، ستاسې پزې په بېخ کې پرې دي، دا چي بیا د پزې خاوندان شئ امکان نه لري.

خو ډاکټرانو دا هم ورته ویلي، چې د بیا واکمنېدو لپاره امید له لاسه مه ورکوئ، ځکه ستاسې په هیواد کې هر شی امکان لري او له تاسې بدتره هم بیا واک ته رسېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب