شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب: د دوحې تړون له مخې نړۍ ته له افغان خاورې...

ملا یعقوب: د دوحې تړون له مخې نړۍ ته له افغان خاورې د خطر نه پېښیدو ډاډ ورکوو

تاند:( چارشنبه، د عقرب پینځه ويشتمه) د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې ټولې نړۍ ته د افغانستان له پولو د ښې ساتنې او چا ته ورڅخه د خطر نه پېښیدو ډاډ ورکوي.

 نوموړي ټینګار کړی، چې د دوحې تړون عملي کیدو ته ژمن دي او د افغانستان له خاورې به هیچا ته د چا خلاف د استفادې اجازه ورنه کړي.

د طالبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د افغانستان د امنيت تامينولو، له نیشه یي توکیو او دغه راز داعش ډلې سره د طالبانو د مبارزې هڅې ستایلي دي.

د طالبانو يادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د دوی له ادارې افغانان د دوحې تړون په اساس د ټولو ژمنو عملي کول غواړي.

طالبانو په ياد شوي تړون کې د افغانستان له خاورې چا ته د ناوړه استفادې د مخنيوي تر څنګ د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په هېواد کې له ټول شموله حکومت جوړيدو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د خوندي وتو، د ښځو او بشري حقونو د تامين او نورو مهمو مسايلو په اړه ژمنې کړې وې.

له دې سره دوی ادعا کوي، چې خپلې ټولې ژمنې ېې امريکا او متحدينو سره ېې عملي کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب