جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهډنډ پټان کې نښته؛‌ سوداګرۍ خونه پاکستان سره ناندرۍ د هېواد اقتصاد...

ډنډ پټان کې نښته؛‌ سوداګرۍ خونه پاکستان سره ناندرۍ د هېواد اقتصاد ته په زيان بولي

تاند:( چارشنبه، د عقرب پینځه ويشتمه) ‏د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له پرونۍ وسله والې نښتې وروسته د افغانستان د سوداګرۍ خونې دا ډول نښتې او د پاکستان او افغانستان ترمنځ په راشه درشه کې ستونزې د هېواد اقتصاد ته په زيان بولي.

طالبانو او پاکستاني چارواکو د ډنډ پټان د پرونۍ نښتې په اړه څه نه دي ويلي.

له دې سره نن په درېيمه ورځ هم د دواړو لوريو له نښتې وروسته د سپین بولدک -چمن لاره د مسافرو او سوداګرو پر مخ تړلې ده.

د سوداګرۍ خونې مرستيال خانجان الکوزی وايي، چې د لارو تړل به د دواړو هېوادونو او په خاص ډول د افغانستان د اقتصاد په تاوان تمام شي.

نوموړی دغه راز په هېواد کې د خوراکي توکيو د بيو په لوړيدو هم انديښمن دی.

د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد پرون وویل چې د سپین بولدک نښته کې یوه نا معلوم کس د پاکستان يو سرتيری وژلی چې دوی پرې خواشيني دي او د پلټنې تر څنګ یې د نورو داسې پېښو د مخنيوي هڅې کوي.

يوه پاکستاني مقام بيا دوی ته د پاکستاني سرتېري د وژونکي د سپارلو غوښتنه کړې او ویلي چې تر نه سپارلو به یې د بولدک -چمن لاره خلاصه نه کړي.

1 COMMENT

  1. هغه د دوکتور محمد اشرف غني د واکمنۍ وخت وو چې پنجابیانو د داسې کړنو له امله د تورخم او سپین بولدک لارې بندې کړې . هغوی فکر کاوو چې اشرف غني به عذر او زارۍ ورته وکړۍ ، خو تر ډېرو د افغانستان لوري د پنجابي مالونو پروا ونه کړه . د هغوی په مقابل کې له شمالي ګاونډیو او ایران سره د سوداګرۍ او هوایی دهلیزونو په خلاصون سره د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړه.
    په هر حال سره سیاسي اړیکې باید د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکو باندې تاثیر ونکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب