پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونههرات کې د داعش خلاف عمليات شوي

هرات کې د داعش خلاف عمليات شوي

 تاند:( چارشنبه، د عقرب پینځه ويشتمه) ‏د ‎هرات ښار په ۱۲ مه ناحیه کې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د داعش ډلې پر یوه پټنځي د عملیاتو خبر ورکړی.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي،چې د یادو عملیاتو په پایله کې یې پنځه تنه داعشيان وژلي دي.

سرچېنې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

تېره اونۍ د کابل په خيرخانې سیمه کې هم د داعش ډلې پرضد د عملیاتو خبر ورکړل شوی و.

طالبانو له څه باندې يو کال راهیسې په پرله پسې ډول د داعش ډلې د نابودۍ خبر ورکړی، خو وروسته بيا د دې ډلې د فعالیتونو خبر ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب