جمعه, اپریل 19, 2024
Home+انسان د بې دینۍ او دین پر دوه لارې

انسان د بې دینۍ او دین پر دوه لارې

زبیر افغان

له موره د ماشوم ناقص پيدا کېدل، د خدای له عدالت سره ټکر نه دی؟

دا سوال هم ځينې کسان کوي چې که خدای عادل ذات وي، نو ولې یو انسان سالم الاعضا او بل ناقص الاعضا پيدا کوي؟ په دې ناقص کې ټول هغه ماشومان یادولای شو چې په یو نه یو ډول يې په تخلیق کې نقص وي، حتا که په اعضاؤ کې نه وي خو وړتیاوې يې د نورو په نسبت کمې وي، لکه: د سترګو کمزوری ديد، په غوږو دروندوالی، حماقت او داسې نور.

که په سطحي توګه ورته نظر وشي، دا سوال پر ځای دی، که حقیقت ته ونه کتل شي او علمي لرلید ونه لرو، نو دا خبره سهي ده چې دا د خدای له عدالت سره ټکر کارونه دي، مګر انسان د دې پر ځای چې د یوه شي په حقیقت ځان پوه کړي، یوازې نیوکه ښه کولای شي.

دا ډېره جالبه ده چې انسان د خپل ځان په نسبت پر یوه ډېر لوی او عظیم جهت د نیوکې جسارت کوي، موږ تر اوسه ځان هم سم نه دی درک کړی، بیخي ډېر اړخونه دي چې لا هم د انسان په وجود کې دننه ګوښه پاته دي، د جهان په اړه زموږ معلومات ډېر سطحي دي، تر اوسه يې بیخ په ډېرو رازونو نه پوهېږو، مګر له دې هر څه سره زموږ د نیوکو خورا لویه برخه د خدای پر وجود او عدالت و پرېکړو را څرخي.

د انسان په اړه که څېړنو ته نظر وکړو، نو پوهېږو چې د سالم انسان د پيدايښت لپاره خورا ډېر اړین ټکي شته چې باید انسانان ورته لازمي پاملرنه وکړي، مګر موږ له دې موضوع سره څومره سرسري چلند کوو؟

دا اصلن طبي موضوع ده چې د انسان پيدايښت ولې ناقص کېږي؟ یو څوک ولې کوږ وي، څوک ړوند وي، څوک شل وي، څوک کوڼ وي، بل ګونګی او داسې نور هم؟

صفا خبره داده چې پر دې ټولو شیانو یا د انسانانو ارثي ځانګړتیاوې، یا د هغوی افعال و کارونه یا هم چاپېریال تاثیر کوي، په خپل ذات کې د نر سپرم او د ښځې هګۍ سره یوځای شي، انسان ځنې پيدا کېږي، د دې لپاره وخت، محل، د حمل وروسته يې دوامدره څارنه او … ټولو ته په دقت محاسبه وشي، ځينې وختونه محیط هم پر دې ناوړه تاثیر کوي، کله د انسان مریضي هم د دې د نقص سبب کېږي، کله د نژدو خپلوانو له هلکانو او نجونو سره ودونو هم د نقص سبب جوړېږي، نو د الهي عدالت له مخې هغه په انسان سپرم او د ښځینه هګۍ کې دا وړتیا يې ايښې ده چې په ښه توګه یو بل سالم انسان ځنې پيدا شي، مګر کله چې په دې پروسه کې انسان اعمالو ته د مداخلې چانس پيدا شي، نو هغوی يې په بدرنګیو ولړي، انسانان دلته حاکمو اصولو ته د نه پاملرنې له کبله په دغسې ستونزو اوړي او دغه پيغام موږ ته د خدای راغلي کتابونه په وار وار راکوي.

انسان ته ویل شوي دي چې دلته نظام د قوانینو په رڼا کې مسخر دی، تاته واک در کول شوی او تاسو کولای شئ چې دغه مسخر کایناتو د خپلو ګټو لپاره استعمال کړئ، دغه قوانین لکه په کایناتو کې چې جاري دي دغه ډول د انسان په دننه بدن او خارج کې هم جاري دي، لهذا دلته ژوند کول به هغه وخت ډېر ګټور وي چې دغه قوانین کشف شي او له هغو سره په هماهنګي ژوند وشي، که هر وخت انسان له دې سره ټکر وکړي، نو تباهي به يې برخلیک وي چې څوک يې د بدلولو توان نه لري.

د هر بد کار له بدو نتیجو هغه وخت انسان ځان ساتلای شي چې په وړاندې يې ډېر ښه تعمیري کارونه وشي، ځو د ښو کارونو نتایج د بدو کارونو نتیجه خنثی کړي، یا يې هم زیان دومره نه وي چې پر انساني ژوند يې ډېر تاثیر وشي، دلته هر وخت یا ښه وي یا هم بد، که بد زیات شي نتیجه يې هم حتمي بده وي او د انسانیت لپاره تباهي راولي، د دې لپاره باید تعمیري کارونه ډېر شي چې د بدو له نتایجو ځان په وساتل شي او د تباهي مخه ډب کړي.

لکه زیات جنګونه هوا ګرموي، فضا خرابوي، مرضونه ډېروي، ډېر نور بد تاثیرات لري، د مخنیوي لپاره يې باید ځنګلونه زیات شي چې د ګرمي مخه ونیسي، اوکسیجن تولید کړي چې فضا صفا کړي، خلکو ته د تنفس پاکه هوا تولید کړي، د فضا په صفا کولو د مرضونه ګراف کم کړي، د دې ترڅنګ باید د سولې لپاره کار وشي او د جنګونو مخه ونیوله شي چې سراسر بشر ته زیان رسوي او هيڅ ډول ګټه يې نه ده رسولې.

وچکالي هم تر ډېره د انساني عمل نتیجه وي، نو باید اوبه را وګرځول شي، څنګلونه زیات شي، د ځمکې له نس څخه د اوبو ایستلو ته لازمه پاملرنه وشي، د باران اوبه پرېنږدي چې سمندر ته توی شي، بلکې په ډیمونو کې ودرېږي څو هم ځمکه ځنې خپلې ذخیرې ډکې کړي او هم فضا تره شي او د وريځې په جوړولو کې مرسته وکړي.

د انسان د ناقص پيدايښت مسله عیني لکه دغه لوړې مسلې له انساني اعمالو سره کار لري، که په یو ځای کې ډېر جنګونه وشي، نو هلته ښايي مرضونه ورسره زیات شي، که فقر وي، نو د ماشومانو خوراځواکي به ورسره حتمي وي او د هغوی سو تغذي کېدل په لوی لاس مرض ته دعوت ور کول دي چې هغه لاندې کړي او مور يې هم کمزورې کړي، چې نتیجه کې به يې د هغه بدن ته ښايي زیان ورسوي. ډېره ځله د مور لوړ فشار د ماشوم د مړینې سبب کېږي، سخت کار يې د خرابۍ سبب کېږي، پر نس وهل او بد پرېوتل يې ماشوم ته زیان رسوي.

لنډه دا چې د ماشومانو هر ډول ناقص پيدايښت  زموږ له اعمالو سره تړاو لري، انسان کولای شي چې نور د مور پر ځای په لیباټري کې دغه پروسه ترسره کړي، په دې توګه به هم مور د حمل او زېږون له مشکلاتو خلاصه کړي او هم به په ښه توګه د ماشوم پالنه او ساتنه کولای شي، که ناسم لور ته يې مخه وه، نو تر ژوند مخکې به يې یا له منځه وړي یا هم به يې تر ممکنه حده د مرض یا ناقصتوب مخه نیسي.

که واقعن د انسانانو پيدايښت په لیباټري کې بریالی شي، دا به د بشر په تکاملي سییر کې یو بل لوی ګام وي، بیا ښايي ډېرو مرضونو مخه ونیوله شي چې د مور په نس کې به ماشوم ته ور پېښېدل، مګر د ارثي امراضو مخنیوی به بیا هم د بشر لپاره سرخوږی وي. ځکه د ښځې او مېړه په نطفو کې له دواړو څخه د هغوی خواص په میراثي توګه يې ماشوم ته هم نقل کېږي او د دغه چاره کول به د انسانانو لپاره د ډېر وخت لپاره د چیلنج میدان وي.

۲۰۲۲/۱۰/۱۱

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    زما په فکر، انسان لمړی خپل ځان په جسمي،رواني ،ټولنیز ا.د.ن. اړخونو وپېژني ،همدارنګه د قرآن عظيم الشاءن او د اسلام مبارک دين د جییدو علماوو + د خپل خداداد عقل نه په کار اخیستلو سره کولای شي چې د کومو پوښتنو جراءت ځانته ورکړي او د کومو نه؟!
    آیا انسان په دې فاني دنیا کښې له یو پاچا ،امیر یا قمندان څخه داسې پوښتنې کولای شي؟؟؟ ؛ چې بیا راپاڅیږي د خپل خالق، د مخلوقاتو خالق ، دي پاچایانو او امیرانو او … له مالک الملک ذوالجلال والاکرام نه د داسې شیطاني شبهاتو آن سوچ هم وکړي؟ سبحان الله !
    — بل په لابراتوار کې د جنین او ماشوم روزل او وده ورکول؟؟ .تر اوسه خو کومې تجربې چه سوي دي پوره نتیجه ې نه ده ورکړې ،که یو څه وخت زوندی پاتې وي بیا له منځه تللی!. لامل ې دا دی چ ،هېڅ ماشین یا لابراتوار د مور د رحِم ځای نشي نیولای ،لکه هر ډول پوډري یا د غوا،بزې … شودې د مور د شيدو ځایناستې نه شي کیدای! .او ڼن ماډرنه نړۍ کې یو د ماشومانو د ناروغیو دلیل د میندو تی نه ورکول دي چې البته هغه هم نور عوامل لري .خو یو علت ې مخصوصاََ ښارونو کې د الله تعالا د قرآني امر نه پرځای کول دي چې ،ژباړه( ..او میندې دې خپلو اولادونو ته پوره دوه کاله شودې ورکړي(یرضعن ..) او رضاعت او له تي جلاکول به ټول ټال دیرش میاستې شي).
    نو همدا د زبیر افغان ورور خبره، بنی آدمان باید لمړی خپل ځانونه او چاپیریال اصلاح کړي او له علم او عقل کار واخلي ؛،او بې مورده او بېځایه سوچونو او بې منطقه پوشتنو نه ځانونه وساتي. او دو کښې د کفر او اسلام تر منځ نازکه باریکي هم شتون لري.
    واتقوا الله لعلکم تفلحون. صدق الله مولانا العظيم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب