کره کتنه او د هغې زغمل د درویش دراني د شعر د لیکلو او نقد کولو په اړه د ده خپلې پخې تجربې دي، ځکه چې درویش درانی یو پنځګر دی او د پښتو معاصرې شاعرۍ یو لوی نوم دی، نو دا په دې مانا نه ده، چې ارو مرو به دده څیړنه او کره کتنه هم دده د شعر غوندې عالي وي او یا د هغه نزاکت په حساب یې ښه وګڼو.
زه د یوه نقاد په توګه دا اجازه ځان ته نه ورکوم، چې موږ دې د یو چا د هڅونې او تشویق په موخه ځینو ته ښه او ځینو ته بد ووایو. خو دا خبره یقیني ده، چې زما هڅه دا نه وه، چې زه په دې کتاب خپل نقد او تحلیل وکړم، مګر ځینې کتابونه سړی مجبوروي، چې څه پرې ولیکې. زه په هغه څیړونکو او کره کتونکو زیات خپه کیږم، چې د دوی تحرکات د لوستلو په وخت کې کره کتنې او تحلیل ته جوړو وي، مګر دوی د یوه غرض او په نادانۍ نیولو باندې ځان تیر باسي، چې دا په دوی کې د نوي تحقیق او کره کتنې غریزه وژني، نو په همدې ډول بیا هیڅ نه شي لیکلای. دا د لیکوالۍ یوه ستره ځانګړنه ده، چې څوک څه ولولي او په دوی کې د لیکولو تحرکات را برسیره شي، البته دلته زیات لوستونکي هم نه شته.
اوس خبره دا ده، چې کله د درویش دراني کتاب لولې، نو یقیني ده، چې دده د زیاتو تخلیقي تجربو سره به ملګرې شې. او دا یقیني ده، چې لوستونکي د تخلیق هغه نزاکت ته ورنږدې کوي، کوم چې د پنځکر او پنځول شویو(تخلیق او فنکار) ترمنځ په یو رمز سره پراته وي. یانې کومې شاعرانه تجربې، چې د یوه لوی پنځګر له لورې شوې وي، نو لوستونکی به ډيرو باریکیو ته ورنږدې کړي.
څه موده وړاندې د افغان ادبي بهیر په غونډه کې په همدې کتاب خبرې وې. ما دا کتاب تر هغو نه ولوستی. وحدتیار صیب نه مې په قرض را واخیست.
ما ددې کتاب په اړه په غونډه کې زیاتې ضد او نقیضې خبرې واوریدې. یو شمېر ادیبانو بر ناحقه ویل چې زه ددې کتاب د زیاترو خبرو سره موافق نه یم. خبره دا وه، چې په دې کتاب کې د خبرو د توافق او نه توافق هیڅ مسله نه وه. زموږ ځینې لوستونکي د یوه کتاب په اړه یوه عمومي رایه ورکوي؛ مګر هغه ځای نه شي څرګندوالی، چې په څه موافقت نه شې کولای او په کومو دلایلو؟؟
د نوي نقد د پیل نه وړاندې د یوه ادیب په کتاب دا عمومي خبره ګرځېدلې وه، چې ځینې سم وایي او ځینې ناسم. کوم کس به، چې د مطالعې هاضمه نه درلوده، نو دا ډول نظر په دوی کې معمول و.
مګر کیسه دا ده، چې درویش دراني په دې کتاب کې د شعر په اړه، د کره کتنې په اړه، همدا راز، ازاد شعر، سپین شعر، نظم، سرقه، الهام، توارود په اړه یې ډيرې داخلي تجربې څرګندې کړې دي او دا د شاعرانو او کره کتونکو لپاره یو ډیر غوره کتاب دی، چې د یوه لوی لیکوال تجربې او د خپل تخلیق او د شاعرۍ په اړه خپلې تجربې په ډير معقول او منل شوي شکل باندې در سره شریکوي.
مګر تر ډيره بریده ددې کتاب مثالي برخه د غربي ادیبانو شاعرانه تاثرات دي او ضروري دا و، چې د شرقي ادبیاتو، بلخصوص پښتو شعر مثالي ژبه پیدا کړو؛ ځکه دا علمي برخه ده او په دې برخه کې باید د پښتو شعر ځینې مثالونه تحلیل شوي وای. د پښتو ژبې شاعرانو څخه یې ډیر کم مثالونه وړاندې کړي دي. او په کمو شاعرانو خبرې شوې دي. د ځینو په کمه شاعري ډېرې خبرې شوې دي، ځکه موږ قلندر مومند د حمزه بابا مثال نه شو ګڼلای، نو بایده دا و، چې په حمزه زیاتې خبرې شوې وای.
یانې درویش په دې کتاب کې د زیاتو پیچلو مسایلو د شاربلو هڅه کړې ده او په دې برخه کې یې تجربې ډيرې یقیني راوړې دي. با درایته نظر سنجي یې کړې ده. دا کتاب داسې نه دی، لکه یون صیب چې له همت صیب کټ مټ راوړی دی او همت تر ډيره د ژباړې او نقلي قولونو قرباني پاتې شوی دی.
په دې وروستیو کې پوهاند دوکتور اسماعیل یون د عبدالملک همت کره کتنې او د هغې ډولونو له کتابه بغیر د اخذ ذکر کولو نه یې د هغه د کتاب زیاترو پاڼو پسټ کاپي کړې وه، چې دا ده یوه پوهان لپاره نه ښایي. مګر په جمهوریت کې ځینې داسې پوهاندانان او ستوري لرو، چې پوره پوره یې له نورو کتابونه کاپي رایټ کړی دي. او یایې مکمل کتاب د هغه د نوم په هذب خپور کړی دی، چې دا ډیر ناجایز کار دی.
همت صیب په یوې ویب پاڼې کې اعتراضیه مقاله خپره کړې وه، مګر موږ د یون ځواب تر اوسه ونه لوستو. او همت لیکنه پوره مستنده او حقیقي وه.
زه فکر کوم چې زموږ د اکاډمیک ماحول څخه سیوا په ازاده ساحه کې ډیر د کار کتابونه لیکل شوي دي او د زیاتې مننې وړ دي؛ ځکه په اکاډمیکو ساحو کې له څیړنې زیات د رتبې او معاش بیړه وي.
یانې د اکاډمیکو ساحو څخه بهر لیکل شوي کتابونه ډير اهم وي. دا ځکه چې دوی په اخلاص او مینه لیکل شوي وي، په تلوسې او مطالعې لیکل شوي وي؛ مګر په اکاډمیکو ساحو کې په کاپي پیسټ، نقل قولونو او تعریفونو لیکل شوي وي، د زیږیدو په تاریخونو لیکل شوي وي. یانې محتوا پاتې وي او په شکل یې خبرې وي. دا بیا میخانیک زده کیږي او هیڅ وخت عملي هڅه نه وي؛ نو په دې لحاظ په ازاده ساحه کې لیکل شوي کتابونه د پښتو ادب د بډایینې یوازیني سببونه دي.
څه موده وړاندې د کابل پوهنتون یوې زده کړیالې د لیسانس پایلیک (پښتو شعر کې د ښکلا معیار) یو فهرست راولیږه، دا فهرست ډېره کلیشه او د هیڅ څیړنې نه وه. زه ددې و لارښود استاد ته حیران شوم، چې ایا دا ډول موضوعات د کریکلم ستونزه ده او که د استادانو د کم پوهدنې؟
یانې په اړوندې موضوع کې د شعر لغوي، لفظي مانا د شعر اصطلاحي، عرفي تعریفونه پر زده کوونکې را ټولوي او بیا پر همدې موضوع مونوګراف ته یې مجبوروي. شاګرد فارغ شي او لا یې د تحقیق میتود نه وي زده.
زموږ د پوهنتونونو کریکلمونه د خط کش په څېر وي او دا ضروري وي، چې ته دا خطونه مات نه کړې. او بیا یې شاګرد دې ته مجبور کړی وي، چې اوس یو فصل د ښکلا تعریف ته ځانګړی کړي. معنوي، لفظي، د پوهانو له نظره تعریف شوی، په هنر باندې د ښکلا اغیز، په شعر باندې د ښکلا اغیز. یانې زموږ مونوګرافونه پر ځای ددې چې تحلیلي موضوعات وشاربي؛ اپوټه فرمولونه نقل کوي.
ایا چا تر اوسه دا خبره ثابته کړې ده، چې ښکلا په هنر اغیز لري که هنر په ښکلا اغیز لري؟ دا فلسفي تحلیلي موضوعات دي. ضرور نه ده چې موږ ورته خط کشونه جوړ کړو.
دا څوک ثابتولی شي، چې شعر ښکلا نه لري او یا هنر ښکلی نه دي؟ او بیا دا ډول موضوعات د ښکلا پردي معیارونه، عجیبه لا دا ده، چې هغه به لا څه ښکلا وي، چې پردي وي.