پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهاستانبول کې درنه چاودنه شوې

استانبول کې درنه چاودنه شوې

تاند:( چارشنبه، د عقرب پینځه ويشتمه) د ترکیې په انقره کې د څو ورځې مخکې چاودنې په دواکژ تېره شپه د استانبول ښار په فاتح سيمه کې د یوې ويجاړونکې چاودنې خبر ورکړل شوی.

ترکي چارواکو د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي، خو خپاره شوي عکسونه او ویډیو ګانې څرګندوي، چې چاودنه درنه وه او پراخ زيانونه يې اړولي.

د چاودنې په اړه همدومره معلومات ترلاسه شوي، چې په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.

د چاودنې اړوند عکسونه او ویډیو ګانې په سيمه کې د درنې اور لګیدنې صحنې هم څرګندوي.

د انقرې د تېرې اونۍ پېښه، چې تر ۶ تنو پکې وژل شوي او ۸۱ نور ټپيان شوي وو، په تور ېې یوه ښځه نیول شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب