Homeخبرونهيوناما پر افغان ښځو د ورزش او عمومي حمامونو بندیز د اندیښنې...

يوناما پر افغان ښځو د ورزش او عمومي حمامونو بندیز د اندیښنې وړ وباله

تاند:( چارشنبه، د عقرب پینځه ويشتمه)په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دفتر یوناما د طالبانو د چارواکو وروستیو څرګندونو او د پارکونو، جیمونو او حمامونو له کارولو څخه د ښځو د مخنیوي په اړه پريکړو ته ژوره اندیښنه ښودلې.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي:«د ټولو افغانانو حقونه باید وساتل شي، په ځانګړې توګه د عامه ژوند ټولو بڼو ته د ښځو لاسرسی او زده کړې ته د نجونو حق.»

د طالبانو دغه پریکړه په پراخه کچه د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

 ياده پرېکړه د طالبانو امر بالمعروف وزارت کړې او ویلي، چې پارکونو او عمومي حمامونو ته د ښځو ورتګ د اسلامي شریعت خلاف دي.

طالبانو له څه باندې یو کال راهیسې سلګونه زره افغان نجونې له زده کړو هم محرومې کړي او له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو دروازې ېې ور تړلي.

2 COMMENTS

  1. هیله ده چی ” یوناما ” د مظلومو افغانانو خصوصاً ښځو د اساسی حقوقو د غصب له وجی ډیره اندیښنه او تشویش ونکړی ځکه ډیر تشویش او ګروم به د یوناما د لوږ فشار او اِسهال او حتی قلبی او مغزی سکتې سبب وګرځی. ( په حقیقت کی یوناما او حتی UN = رِیا او تېرایستنه ).

  2. ددې مذهبي ځناورو په اخلاقو حتی حیوانات هم شرمیږي ، خبرې ګټه نکوي اولس باید پورته شي او دغه حیوانات هسې وشړي ! زمونږ په دین کې داسې لېونتوب نشته ، نالت پر دې عقده یې جاهلینو !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...