شپه مو له خوږو کیسو او یادونو سره تېره کړه، خوشحاله وو چې یوه ملي پروسه مو په پوره شفافیت او بریالیتوب تر سره کړه، کومه ستونزه او تېروتنه مو نه درلوده، ځايي چارواکي هم زموږ له چلند څخه سخت خوښ وو، زده کوونکو هم کوم شکایت نه درلود او مننه یې کوله.
دوی زموږ د ټیم او خپلواک صاحب مدیریت وستایه چې د نامسوولو کسانو د راتګ بشپړ مخنیوی یې کړی و، ځکه د دوی په خبره چې تېرو کلونو کې داسې مدیریت نه و، لاسوهنې به ډېرې کېدې. همدا مهال دفتر ته د اغاخان ځايي کونسل د دفتر مسوول راغی، سره معرفي شوو، دی دپولتخنیک فارغ التحصیل انجنیر و، یو بل انجینر همکار یې هم ورسره وو، مجلس مو وکړ، ویل یې دلته چې څومره کار زموږ دفترونه کوي، دولت نه دي کړي، خلکو ته خدمات وړاندې کوو، پروژې لرو او د خلکو خدمت د ځان ویاړ بولو، د حال او احوال پوښتنه یې وکړه چې خپه شوي نه یاست، خدای دې وکړي چې مناسب قدر مو شوی وی.
ډوډۍ یې له موږ سره یو ځای وخوړه، تر ناوخته مو خبرې کولې او د خپل پوهنتون وخت کیسې یې وکړې، د خپلو اولادونو یې وویل چې د ماسټرۍ تر کچې یې په هېواد د ننه او بهر روزلي او اوسمهال یې ورته مزار شریف کې کور نیولی چې لا ښه درسونه او فعالیتونه ولري. د اغا خان دفتر کې د استوګنې پر مهال باید هر مېلمه یوه فورمه هم لاسلیک کړي چې ورکړل شوي خواړه او د هغه هویت په کې لیکل کېږي. دا کار مو وکړ او نږدې یوولس بجې د خوب خونو ته ستانه شوو، خالد صاحب اتاق بند کړی او ویده و، ما او خپلواک صاحب بلې خالي خونې ته لاړو چې د جامو د اوتو کولو ځانګړی مېز یې هم درلود، یو څه خبرې مو وکړې، له موقع نه په استفادې مو د ازموینې خبري راپور هم ولیکه چې خپلواک مرکز ته واستوه.
دلته باید یوه خبره هېره نه کړم چې د ازموینې په لومړۍ ورځ مې غوښتل خپل د ممتحنیت کارت لپاره پوښ او بند پر غاړه کړم، د کارت پوښ او بند مې بټوه کې وو، ګورم چې بټوه مې نشته، المارۍ او جیبونه مې وپلټل، نه وه، حیران شوم چې څه شوي، سوچ مې وکړ، را یاد شول چې په فیض اباد کې د لومړۍ شپې پر مهال مې د دېوال څنګ ته تر بستره لاندې کړې وه، ټول کارتونه او نږدې دیارلس زره افغانۍ هم په کې وې، اوس راسره یوه افغانۍ هم نه وه، حیران شوم څه وکړم؟ استاد خپلواک مې خبر کړ، هغه همغه سهار فیض اباد ته زنګ وکړ او وروسته چې بېرته راغی، ویل یې بخت دې بیدار دی، پیسې دې حلالې وې، هملته تر توشکه لاندې وه او د فیض اباد ټیم مشر استاد فیضي ته وسپارل شوه، بیا یې هلته یا کابل کې تر لاسه کولی شې، زړه مې ډاډه شو، خو جیب مې خالي و او بیا مې له استاد خپلواک نه دوه زره افغانۍ پور کړې.
رښتیا له ویده کېدو وړاندې مو له ولسوالۍ څخه بېرته د مکتوب کار نه و خلاص کړی، سهار بیا دا کار نه کېده، استاد خپلواک پرون ماښام تر ناوخته د پوهنې له امر سره سرګردانه و، کارکوونکي یې تللي وو، پرنټر نه و، تر ماښامه یې ټول بازار په کاپي او پرنټ پسې کتلی و، خو د پوهنې د امر او خپلواک له زیاتو هڅو سربېره هم مکتوب د تخنیکي ستونزو په سبب نه و خلاص شوی. بالاخره احمدضیاء روان په خپل کمپیوټر کې له سره مکتوب ولیکه، د اغاخان دفتر مسوول راسره مېلمستون کې و، ویل یې چې پرنټر یې دفتر کې دی چې له دې ځایه شاوخوا دوه سوه متره لرې و، کوم کارکونکي ته یې مسیج وکړ او هغه بېچاره په تیاره کې له پرنټر سره راغی، پرنټ مو کړ او سهار وختي تر ولسوالۍ لاړو، د ولسوال له لوري لاسلیک او پاکټ شو.
سهار وختي پاڅېدلي وو، زه او استاد کلیوال د مڼو بڼ ته ووتو، سپینې مڼې په چمن کې را غورځېدلې وې، یوه یوه مو ووینځله او خوړلو یې خوند وکړ، پخې او یخې شوې وې. بېرته مېلمستون ته راغلو، د شنبې ورځ وه، کالي مو ټول کړل، خپلواک ته پیغام راغی چې الوتکي همدا اوس د فیض اباد نه حرکت درکړی او باید ټاکل شوي ځای ته په شپږو بجو ځان ورسوی، بکسونه مو منظم کړل، د مېلمستون همکارانو ویل چې چای درته وختي تیاروو، خو موږ ورڅخه مننه وکړه، د ازموینو بکسونه مو مهر و لاک کړل، درانه وو، څو ځله داسې وشول چې د ازموینې تر محله مو په دوو تنو پلي لاس په لاس وړي وو، درانه وو او په دې صندوقونو کې د دوولس سوه کسانو د برخلیک خبره تړلې وه.
په دوو موټرونو کې مو کالي ځای پر ځای کړل او حرکت مو وکړ، یو موټر د معارف او بل هم د اغاخان دفتر اړوند و، تازه د لمر وړانګې پر غرونو لګېدلې وې، په شلو دقیقو کې تر ټاکلي ځایه ورسېدو، پنځه دقیقې نه وې تېرې شوې چې د چورلکې غږ مو واورېد، وړاندې د سیند پر سر را ښکاره شوه، پر پخواني ځای کېناسته، له موټرو مو ټول مواد ورښکته کړل، یو ه بله ناروغه مېرمن هم له خپل نارینه سره راغلې وه او فیض اباد ته یې د تګ هوډ درلودل.
استاد خپلواک راته ویل چې پخوا به د خلکو ځایښت او نوبت نه کېده، عمر خوړلي او ناروغان به ورسره وو، د داسې الوتنې پر مهال به ټول را غونډ وو چې الوتکه کې لاړ شي او ځان له دوولس ساعته ستړي کوونکي ځمکني سفر نه وژغوري، له شغنان نه تر فیض اباد پورې في نفر دوه نیم او درې زره کرایه وه.
الوتکه اوچته شوه، د لمر ځلانده وړانګو مو سترګې برېښولې، د غرونو په څوکو مو مزل پیل کړ، سوړ باد لګېده، نیم ساعت وروسته بیا د شیوا جهیل سر ته ورسېدو، ماته د پوهنې د نظارت مشر ویلي وو چې دا جهیل د بدرۍ جماله په نوم هم شهرت لري. رښتیا له هغه مې پوښتلي وو چې شغنان څه مانا؟ ویل یې خوږه ډوډۍ، شغناني ژبه کې ګڼې کلمې داسې وې چې دري او پښتو کې هم کارېږي، یا په بل عبارت له دري او پښتو اخیستل شوې دي. مثلا پښتو کې موږ د هو کلمه وایوو، هلته هم ځايي اوسېدونکو د بلې پر ځای اوو کلمه کاروله.
څه باندې اووه بجې فیض اباد ته ورسېدو، خو چورلکه له هوايي ډګر تېره شوه، پر ټول فیض اباد یې دوره ووهله، د پیلوټ مرستیال راته ویل چې عکسونه واخلئ، ننداره وکړئ، کپتان صاحب ویل چې پر استادانو د ښار یوه منظره کوم، له ښار سره نابلده دي، کور یې ودان ښار یې راباندې له هوا څخه راباندې ولیده، د دنیا بام له هوټل سره یې را وګرځولو، ښار منظم و، کورونه او واټونه یې ښکلي او معیاري ښکارېدل.
الوتکه ښکته شوه، پر نظامي ډګر کې یوه بله چورلکه هم ولاړه وه، را کوز شوو، د پېلوټ څنګ ته ورغلو، شخصي جامو کې و، روغبړ او مننه مو ورڅخه وکړه. یوه ملګري مو ورته ویل چې سخت ووېرېدو، بیخي ښکته روان وې. پیلوټ وخندل او وویل چې زه د لوګر یم، مزار کې د هوايي ځواک د ښوونې او روزنې مسوولیت هم راسره دی، اوس شپېته یا پنځه شپېته کلن یم، خو له شل کلنۍ مې پیلوټي پیل کړې ده، ما سره به بیخي مطمئن اوسی، دا لارې د لاس د ورغوي په څېر راته معلومې دي.
ځیرک او با شعوره انسان و، زموږ امنیتي مسوول د الوتکې پر لکۍ د پخواني هوايي ځواک پر پاتې لوګو سترګې ګنډلې وې، هغه ورته وویل چې قاري صاحب! «موږ دومره پیسې نه لرو چې هغه پاکه کړو او نوی نشان ولګوو، خو لږ احتیاط هم په کار دی، نظامونه او بیرغونه بدلېږي، واضح ده، مهمه خبره ولس او هېواد ته کار او خدمت دی، که نشانونه او لوګو یا بیرغونه بدلېږي، ښه دا ده چې د یوې شورا او لویې جرګې له لارې بدل شي، چې داسې به ټولو ته د منلو او قناعت وړ وي.»
له هوايي ډګره له بکسونو سره روان شوو، ځینو ملګرو د شغنان بازار کې توت، چامغز، رانجه او نور توکي پېرلي وو، بیکونه یې درانه وو، روان او خموش خو شغناني بالاپوشونه هم اخیستي او اغوستي وو، ښکلي ورسره ښکارېدل. هوايي ډګر کې کومه ټکسي نه وه، تر عمومي سړکه نږدې سل متره پلي لاړو، له بدخشان پوهنتون څخه هم کوم موټر راپسې نه و راغلی، موږ د بدخشان تر ټولو وروستۍ ټیم وو. خپلواک ویل چې کانکور خلاص شي بیا نو ځايي چارواکي د چا غږ نه اوري، مستقیم دوه موټره نیسو او د کابل اډې ته ځو، که اوس موټر برابر شو، اوس ځو که نه انتظار کوو، خو په لوی موټر کې ځو او واړه مو په عذابوي، لګښت هم لوړ راځي.
له بده مرغه چې بدخشان پوهنتون کوم موټر رانه کړ، نه یې احوال واخیست، په شخصي پیسو مو دوه موټر ونیول او شل دقیقې وروسته کابل اډې ته ورسېدو، د کابل خواته لومړی موټر په دوو بجو روانېده، زموږ لپاره فرصت و چې فیض اباد ښار کې وګرځو، استاد کلیوال او استاد زاهد ویل چې موږ ځو، دوی مو د کندوز او پلخمري په نیت رخصت کړل، زه، خپلواک او خالد د ازموینو له موادو سره بدخشان پوهنتون ته روان شوو، هغه ځای د اسنادو لپاره خوندي وو، بکسونه مو هلته په یوه خاص اتاق کې ځای پر ځای کړل او مهرلاک کړل، بېرته مخ په ښار روان شوو، زاړه ښار ته لاړو، ځینې توکي مو وپېرل، یو شی چې ټولو اخیستي وو، مملايي وه، د درد او تسکین لپاره ښه بلل کېده.
په ښار کې مو د بایومټریک ملګري هم پیدا کړل، له هغه ځایه بام دنیا ته روان شوو، دا هوټل د سیند پر غاړه پر یوه لوړه په شپږو که اوو پوړونو کې جوړ شوی دی، ښکلې طبیعي ډوله لارې او سیند لري. د دروازې ساتونکو ویل چې هوټل یوه واده ته بوک شوی، څوک د ننوتلو اجازه نه لري. ورته ویل مو چې د همدې لپاره له کابله راغلي یوو او باید ویې وینو، اخر یې خپل امنیتي مسوول ته زنګ وکړ، هغه ته مو چې د ځان په اړه وویل، کور یې ودان، اجازه یې راکړه چې فقط بیرونیو پارکونو کې ګرځېدلی شی.
کوم ملګري مې ویل چې پانګونه دې ته وايي، که وطن کې څوک د کاروبار فکر لري، نو دا شخصي هوټل یې ښه بېلګه ده، دلته اکثره کورنۍ او بهرنۍ موسسې ورکشاپونه او ترینینګونه نیسي او د استوګنې خونې ورکوي چې د هوټل کار ورسره روان دی. نیم ساعت وګرځېدو، عکسونه مو واخیستل، هسې هم د ډوډۍ اجازه نه وه، د تلو هوډ مو وکړ، دروازه کې مو خپلې اېښې کڅوړې راسره واخیستې او نږدې رسټورانټ ته پلي لاړو، ډوډۍ مو وخوړه، پاک او منظم هوټل و، ډوډۍ په ځانګړي ډول قابلي يې ښایسته وه.
دا مهال نو د ټولو په خوله کابل و، نیم ساعت کې مو ځانونه چمتو کړل، زه، خپلواک صاحب او خالد صاحب جلا شوو، موټر مو ونیوه، بدخشان پوهنتون ته لاړو، دا پوهنتون ښکلی انګړ لري، د رڼو اوبو لښتي په کې روان دي، شین او سمسور دی. د ریاست ودانۍ کې مو له مهر لاک شوې خونې د ازموینې مواد تر لاسه کړل، ټکټونه مو کړي وو، ترانسپورټي شرکت ته ورغلو او کالي مو ځای پر ځای کړل، مسوول کس د بکسونو کرایه جلا غوښته، خو د ټکټونو د راکړې پر مهال یې هېڅ نه وو ویلي چې دا کرایه هم درنه غواړو، جنجالي بحث مو ورسره وکړ او مجبور شوو چې یو څه پیسې ورکړو.
دوه نیمې بجې روان شوو، زه او خپلواک څنګ په څنګ وو، اوږدې کیسې مو وکړې، په بدخشان، تخار او کندوز کې تالاشۍ روانې وې، د مرکزي بغلان ګرداب ساحه کې یو ځای سخته تالاشي وه، یوه سرتېري خپل قوماندان ته غږ کړ: دلته راشه، څه مې وموندل. ویل یې څه دي؟ څو بوجۍ قېمتي ډبرې، په موټر وان یې غږ وکړ، دا څه دي؟ هغه له خپلو اسنادو یو مکتوب ور وښود، د شاوخوا اووه سوه کیلو بار یادونه په کې شوې وه، دواړو یو بل ته وکتل او د تګ اجازه یې ورکړه. نور نو د لارې او شپې لوړې ژورې وې، خوبونه او خبرې مو کولې، سهار څلور نیمې بجې کابل کې ښکته شوو. د ازموینې ملي ادارې موټر ولاړ و، د ازموینې بکسونه مو ور اوچت کړل، مو یو له بل سره مخه ښه وکړه او سره جلا شوو.
د شغنان په اړه څو ټکو ته لنډه اشاره کوم:
د دې لویې او لرې پرتې ولسوالۍ خلکو د ژوند په خورا سختو شرایطو کې د خپلو اولادونو د راتلونکي په باب فکر کړی، په نجونو او هلکانو یې درس ویلی، ځوانان یې هم له اوږدو او سختو پلو لارو تېر شوي او د ښوونځي انګړونه یې په خپل شتون ښکلی کړی دی. دا کانکور یې ښه ثبوت و، ګڼ داسې ولایتونه شته چې ټول فارغان یې څلور پنځه سوه دي، داسې ولایتونه هم شته چې له شلو زیاتې نجونې یې کانکور کې ګډون نه کوي، خو دلته د یوې وړې ولایتي حوزې په کچه ۱۲ سوه فارغانو کانکور ته نوم لیکنه کړې او حاضر شوي وو.
په شغنان کې د اغاخان ځايي دفتر د معارف څانګې زده کوونکو ته د کورسونو د ترتیب، ښوونځیو او کتابونو په برخه کې کار کړی، خلک یې د تعلیم په اهمیت ښه پوهولي دي، د انجنیري او کرنې په برخه کې هم دوی ځانګړی صندوق لري او په لوړه کچه ورته کار کوي، هر ډول مېلمانه چې د ولسوالۍ د خیر ښېګڼې او خلکو لپاره کار کوي، د اغاخان مېلمستون کې ښاغلي مېلمانه دي، په لوړه کچه یې درناوی کوي او ټول لګښت یې د دوی پر غاړه دي.
ځايي خلکو کې یو عجیبه حس و، د پوهنې د نظارت مسوول راته ویل چې له تېرو دریېو ورځو راهیسې هر کور د شلو او دېرشو زده کوونکو کوربه دی، که یې خپلوان دي یا نه، خو هغوی چې د لرې سیمو لپاره کانکور ته راغلي، موږ د خپل مذهبي او ځايي تعهد له مخې د دوی کوربانه یوو او د ازموینې تر پایه یې خپلو کورونو کې خدمت کوو، ځکه دلته کوم هوټل یا بله ودانۍ نشته چې هغوی اتاق ونیسي.
د هغه لېسې ودانۍ چې موږ په کې ازموینه اخیسته، خورا منظمه او بیخي د یوه خصوصي ښوونځي په څېر وه، حتی پر دېوالونو مو د ځینو ولایتونو د ښوونځيو د ودانیو او ټولګیو غوندې یو خط هم ونه لیده.
بل مهم ټکی دا چې د شغنان خلکو له تاجکستان هېواد سره ښه ګاونډیتوب پاللی و او پالي یې، هېڅکله یې تر منځ شخړه نه ده شوې، دوی دومره سره نږدې چې یو بل ته یې غږ هم رسېږي، حتی ګڼو یې انټرنټ او سیم کارټونه هم له تاجکستان تر لاسه کړي دي، د دوی ترمنځ مشترک بازار چې د سرحدي کمېسارۍ او مشترک پله سره نږدې و، د دوی د راکړې ورکړې ښه مرکز و، خو اوس بند شوی دی.
د شغنان بازار کې مو د خلکو په سترګو کې خپل درناوی حس کړ، دوی پوهېدل چې پلاوی زموږ د خدمت لپاره راغلی، مودب او شریف انسانان وو، د کانکور ټولو ګډونوالو سخت اصول رعایتول، وخت او ورکړو لارښوونو ته تر دې حده پابند و چې یوه استاد د دوه یا درې سوه زده کوونکو صحنه کنټرولولی شوی، خو یو څه بیا عجیبه و، ځايي بازار کې چې موږ ځینې وچې مېوې او توکي بیه کړل، بیې یې دوه چند وې، وروسته پوه شوو چې موږ ته یې اوچتې وایې، کنه دومره نه دي.
په پای کې باید ووایم چې سږ کال به د کانکور ازموینې مثبتو پایلو او لوړو نومرو کې یوه برخه خامخا د شغنان د ځوانانو وي، ځکه دوی زحمت اېستلی و، په اصولو پوهېدل او کم داسې زده کوونکو وو چې د پوښتنو پر کتابچه دې تمرین او عملي کار ونه وکړي. زه دوی ته ژوندي خلک وایم، ځکه چې په کمو امکاناتو او سختو شرایطو کې ورسره د نېکمرغه ژوند هیلې شته، کتاب او قلم ته یې اهمیت ورکړی، سترګې او زړونه یې د غوره او روښانه سبا له هیلو ډک دي. د شغنان ټیم په مدیریت کې د استاد خپلواک رول او کانکور کې د هغه تجربه د ستاینې وړ ده، د هغه ستړې، منډې ترړې او د اصولو رعایت ته ژمنیتا د نوموړي د ژمنتیا او سپېڅلیتا څرګندویه ده. هغه د غوره استاد او مدرس تر څنګ د پیاوړي همغږي کوونکي او مدیریت وړتیا هم لري.
همدارنګه د روان کال د کانکور سراسري ازموینه کې د ازموینو د ملي ادارې پلان او کړنلاره د ځانګړې ستاینې وړ ده، ځکه چې پخوا به دا ازموینه دوو درېیو میاشتو کې اخیستل کېده، خو دا ځل یې له پنځلسو ورځو زیات وخت ونه نیوه او له کابل پرته هم مهاله په ټولو ولایتونو کې تر سره شوه، د ازموینې لپاره د بېلابېلو پوهنتونونو د استادانو په تنظیم کې هم دقت شوی وی، ګڼ داسې پلاوي وو چې حتی د یوه پوهنتون دوه استادان په کې نه وو.
خدای پامان
تیره برخه