د پنجشنبې په ورځ مو سهار وختي ازموینه درلوده، باید رسمي پیل شوې وی، د ازموینې صحنې ته له ورتګ وړاندې مو د کارونو د تنطیم په باب یوه مشورتي ناسته وکړه، مسوولیتونه مو ووېشل، په معمولي وختونو کې داسې ازموینو ته باید له پنځلسو تر شلو استادان حاضر وي، خو اوس موږ څلور استادان او درې تخنیکي کسان وو. په څلورو وختونو کې مو باید ازموینه اخیستې وی، سهار او ماسپښین، دا ډېره عجیبه او د ستاینې وړ وه چې د یوه ولایت په لرې پرته حوزه کې له دوولسمو ټولګیو نږدې ۱۲ سوه نجونې او هلکان فارغ شي. د پوهنې امر ویل چې ټول کارتونه وېشل شوي او هېڅ ناسوب نه لري، یو څو د ګوتو په شمېر ایران ته د مزدورۍ په موخه تللي دي.
د لېسې انګړ ته مو ولسوال، امینه قوماندان، د پوهنې امر، د نظارت امر، یوه ښځینه پولیسه او د لېسې امره هم را غوښتي وو. خپلواک صاحب ته مې وویل چې مخکې له مخکې باید د لېسې یوه ټولګي کې له ځايي مشرانو سره د همغږۍ یوه ناسته تر سره کړو، همداسې مو وکړل، د امریت دفتر بند و، د ملازمینو خونې ته لاړو، هلته له ولسوال سره معرفي شوو، هغه لنډې خبرې وکړې، د ازموینې پر شفافیت یې ټینګار وکړ او امنیه قوماندان ته یې د غوره امنیت نیولو سپارښتنه وکړه، سپینې او بې تشریفاتو خبرې یې وکړې، زموږ مشر خپلواک صاحب هم د ازموینو د ملي ادارې پر کاري دریځ او د ازموینې پر رڼه کړنلاره رڼا واچوله، له دوی یې وغوښتل چې د ولسوال په ګډون هېڅوک هم د ازموینې صحنې یا منځ ته د ورتګ حق نه لري، یوازې ممتحنین او بایومټریک ټیم باید د ازموینې صحنه کې وي. که کومه ستونزه پیدا کېده، بیا به دوی اړیکه نیسي. یوه ښځینه پولیسه او د ښوونکې د نجونو برخې ته ددې لپاره توظیف او اجازه ورکړل شوه چې د نجونو ستونزې او د اړتیا وخت کې د پلټنې کار یوازې دوی ښه کولی شي.
ټول په ګډه ور ووتو، د لېسې لویدیځه دروازه کې مو سټیج کېښود، د پوهنې د نظارت امر ډېره ښه ویندويي وکړه، له تلاوت وروسته ولسوال او استاد خپلواک لنډې خبرې وکړې، د ازموینې پر اصولو، کړنلاره او تخنیکي جوړښت یې رڼا واچوله. ولسوال هم ـ چې د یني عالم او مولوي ووـ د دوی پر دولس کلن زیار او د علم پر ارزښت وغږېده، مننه یې ورڅخه وکړه چې د ځان او هېواد د غوره راتلونکي لپاره ازموینه ورکوي.
د دوو داوطلبانو او ولسوال په لاس مو د ازموینو صندوق پرانېست او ازموینه مو پیل کړه، څوکۍ نه وې، ټول باید پر ځمکه ناست وی. کانکور ازموینه د ریاضي، طبیعي علومو، ټولنیزو علومو او ژبې جیولوژي برخې لري، نږدې درې ساعته وخت نیسي، وروستۍ برخه یې د څانګو ټاکنه ده چې لس دقیقې وخت ورته په کار دی او زده کوونکو یو له بل سره مشوره هم کولی شي، ځکه دا مهال د ځوابونو پاڼه او پوښتنپاڼې ټولې شوې وي وي، هره دقیقه کې باید یوه پوښتنه حل شي، تر ټولو ډېر وخت ریاضي ته ورکړل شوی دی.
د ازموینې لومړی پړاو په خیر تېر شو، غیرحاضران ډېر کم وو او اکثرو پوښتنې ښې حل کولې، نظم او د ازموینې ترتیب ته یې ځانګړې پاملرنه درلوده، بې نظمي یې نه کوله او په خبره پوه او با نزاکته ځوانان وو، څو داسې ښځې هم وې چې واړه او د غېږې بچیان یې لرل او ازموینې ته یې ورسره راوستلي وو، اکثرو لارښوونې ته هم اړتیا نه درلوده او له وړاندې ورباندې پوهېدل. کله مې چې پوښتنه وکړه، نو ټولو ویل چې د ازموینې د چمتو والي کورسونه یې ویلي او له وړاندې ورته لارښوونې شوې دي.
د هلکانو ازموینه مو یوه نیمه پیل کړه، دا هم ښه تېره شوه، مازدیګر مو اسناد او پاڼې وشمېرلې، پوره وې، د خپلواک صاحب نظارت او کنټرول هم عالي او منظم و، لاندې او باندې منزل ته یې په وخت رسېدنه کوله، امنیتي کسانو ته مو له وړاندې سپارښتنه کړې وه چې هېڅوک هم صحنې ته د ننوتلو حق نه لري، یوازې ممتحنین، زموږ د پلاوي امنیتي مسوول او بایومټریک ټیم به هلته وي، کور یې ودان، همداسې یې وکړل، یوازې له استاد خپلواک سره اړیکه کې وو.
مازدیګر زه او خپلواک وختي ووتو، د شغنان بازار کې ټولو شغناني ځانګړې ژبه ویله، یوې صرافۍ ته مې پام شو چې څو هېوادونه ته یې حواله کوله، نیازي صرافي نومېده، استاد زاهد ویل چې حتمی پښتون او کوم لغمانی دی، ما ورته ویل چې بدخشان کې هم نیازی قوم شته چې شخص او سیمي ته منصوب دی، خو پښتانه نه دي، دی بیا هم ورغی، روغبړ یې ورسره وکړ او زما خبره سمه وخته.
له یوه هټیوال مو پښتو واورېده، له خپل مشتري سره په پښتو لګیا و، ور وګرځېدو، کلکه غاړه یې راکړه او وویل: جوړ پخیر، زه خبر وم چې استادان شغنان ته راغلي، ازموینه اخلي، ښه شوی چې دلته مې ولیدی. دا کس ښایسته میر نومیده، له خپل تېره او ورور واحدالله جان سره دلته اوسېده او د هټۍ شاته یې اتاق درلود، مجلس مو وکړ، ټینګ شول چې سبا به زموږ سره مېله کوی، موږ ورته وویل چې نه، موږ سبا جمعه هم ازموینه لرو، سخت بوخت یوو، خو هغه ویل چې یوه چاره کوو، د امو سیند کبان درباندې خورو.
د استوګنځي پر لور پلي روان شوو، لارې کوڅې بیا هم د کانکور له داوطلبانو ډکې وې، ځینې نني او ځينې هم د سبا ورځې وو، موږ ته یې سلام او درناوی کاوه، عجیبه وه، هېڅ نارینه په نجونو او ښځو په نرانو پسې نه کتل، هر څوک په بشپړ درناوي روان وو، په یوه کلیوالي ساحه کې کلیوالي سپېڅلتیا لیدل کېده.
د شپې مو پر ازموینه تبصرې او اوږدې غورې وکړې، د پوهنې د نظارت امر هم د شپې راسره پاتې شو، هغه پخوا د خپل ولایت ولایتي شورا کیل وکیل هم تېر شوی و، درې ښځې او ګڼ اولادونه یې لرل، د پوهنې په خدمت کې یې سابقه لرله، ویل چې یوازې شغنان کې ۹ لېسې، پنځلس منځني ښوونځي او لسګونه لومړني ښوونځي فعال دي. له زاهد عابد سره یې مجلس ګرم، د سیمې د دود دستور په اړه غږېدل، ددې ولسوالۍ د اسماعلیه وروڼو مذهبي روایتونه او رواجونه یې راته بیانول، د اغا خان دفتر پر مثبتو فعالیتونو وغږېده، دا یې هم راته وویل چې دا دفتر دلته د خلکو په ژوند کې څومره رغنده رول لوبوي او څنګه خدمتونه ورته وړاندې کوي، ددې ښه بېلګه د اغاخان کونسل مېلمستون کې زموږ کوربه توب او مېلمه پالنه وه.
د ډوډۍ د تیارېدو غږ وشو، شوروا او غوښه تیار وو، خوندور سوپ خو به هر وخت چمتو وو، درېیم منزل ته روان شوو، کوم چا د برق پوښتنه وکړه، د دوی برقونه هم له تاجکستان څخه وو، هېڅ وخت نه پرې کېده، مېلمستون ځانګړی وای پای انټرنټ درلود، د ای ټي مسوول ټول ورسره وصل کړو، له دې پرته د هرې دروازې شاته د وای پای کوډ لیکل شوی و. یوازې سلام مخابراتي شبکې سم کار کاوه، له استاد خپلواک مې موبایل واخیست او له خپل کور سره مې اړیکه ونیوله، د حال او احوال پوښتنه مې وکړه، نورو دوستانو او ملګرو ته مې د واټسپ او مسینجر له لارې پیغامونه واستول او د شمېرو بندېدو لامل مې ورته وویل.
ناوخته ویده شوو، خپلواک صاحب ویل چې که امکان وي سبا جمعه ازموینه بې وققې خلاصوو او الوتکه را غواړو چې فیض اباد ته ورسېږو او شنبه له نورو ټیمونو سره روان شو، ځکه که الوتکه ځنډېدلی وی، بیا نو تېرو کلونو کې داسې وخت هم راغلی چې د کانکور ټیمونه له یوې تر دوو اوونیو پورې ځنډېدلي دي.
سبا بیا هم له معمول سره سم ازموینه پیل شوه، سهار هلکان او ماسپښین نجونې وې. د ازموینې صحنه کې وم چې دروازه کې راته زموږ امنیتي مسوول خالد صاحب اشاره وکړه، ورغلم، را څنګ ته شو او وویل: هغه کبان څنګه شول؟ که نه شو ورتللی چې د نه ورتګ ډاډ ورکړو، ما ویل وروسته وقفه کې بازار ته ځو او دواړه یې پوښتنه کوو. ورغلو، واحدالله مو ولیده، ورته ومو ویل چې موږ نه شو راتللی، ځان مه په زحمت کوی، خو هغه ټینګار وکړ چې تازه کبان پیدا کوو او دلته یې راوړو.
د ازموینې د ګډونوالو یوه غوره ځانګړنه دا وه چې ګڼ یې په انګلیسي پوهېدل، ویل یې د اغا خان دفتر په کورسونو کې یې د انګریزي ژبې زده کړه ده، د ولایتونو او پوهنتونونو په اړه یې معلومات درلودل، له کړو وړو او جامو نه بیخي د ښاریانو په څېر منظم وو، په سترګو کې یې هیله او باور تر سترګو کېده.
د دویم ټایم ازموینه کې بوخت وم چې د بایومټریک یو همکار راغی، ویل یې بهر دې یو کس پوښتنه کوي؟ ور ووتم، ګورم چې یو نا اشنا پوخ عمره کس دی؟ ویل یې استاد رحماني یې؟ ما ویل هو، ویې خندل ویل یې ستاسې محصلې را استولی یم، د فهیمې پلار یم، بیا مې غېږه ورکړه، یو څه خبرې مو وکړې، هغه ویل چې باید زما مېلمانه شی، زما کور دلته دی، په موږ حق لری، مننه مې ورڅخه وکړه او په سختۍ مې رخصت کړ.
د جمعې په مازدیګر مو ازموینه پای ته ورسوله، اسناد مو بکسونو کې ځای پر ځای او مهرلاک کړل، را ووتو، ګورو چې واحدالله په دروازه کې ولاړ دی، روغبړ مو وکړ او ویل چې یو ساعت کېږي تاسې ته انتظار یم، کبان چمتو دي، راځئ، یو مازدیګرنی چای به ورسره وڅښو. موږ ډوډۍ خوړلې وه، خو له ځايي امنیتي ټیم او مسوولینو سره د هغوی اتاق ته ورغلو، د هټۍ شاته یوه خټیه خونه یې ښکلې فرش کړې او جوړه کړې وه، د امو سیند کبان، د غوښې کړايي او د شغنان ناک تیار وو، خالد صاحب مې اشاره کې پوه کړ چې قسمت کار وکړ، ویې خندل، مازدیګرنۍ خوږه مېله او مجلس مو وکړ. ښایسته میر صاحب ویل چې پخوا دلته افغانستان – تاجکستان مشترک سرحدي بازار فعال و، ښه سودا مو کېده، ګټه یې درلوده، خو اوس د نظام له بدلون سره دا بازار او تګ راتګ بند شوی، د کاروبار څه خونده نه پاتې نه ده. له چایو څښلو وروسته مو ورڅخه مننه وکړه، په سختۍ مو ورڅخه ځان خلاص کړ.
موټر نه و، له بکسونو سره پلي روان شوو، استاد خپلواک او استاد کلیوال د مخه ښې مکتوب پسې ولسووالۍ ته لاړل، موږ ماښام ناوخته مېلمستون ته ورسېدو، ایله مو د ارام ساه واخیسته، خپلواک صاحب مازدیګر ولي وو چې الوتکه بل ځای مصروفه وه، د خواهان ټیم شله ګي کړې او ځان یې ړومبی کړی دی، خو خیر دی سهار وختي شپږ بجې راځي او موږ باید لس دقیقې وړاندې د سرحدي پولیسو کمیسارۍ سره نږدې چمن ته ځان ورسوو.
بله برخه لري
تیره برخه
رحمانی صاحب د راپور په دغه دوهمه برخه کی وپوهیدم چې ذشغنان خلک ډیر هوښیار ،متحد، معارف پروره بانزاکته، مودب صمیمی او روښانه مسلمان میلمه پال خلک دی دنجونو شمیر لا ترهلکانو کم نه و ، دا موږ پښتنو خو هرڅه بایلل نه دمعارف شولو نه د ژوند لابده یی داده چې خلک پیغورونه راکوی او راپوری خاندی دنیا او اخرت مو برباد شو په بی اتفاقی او دیودبل په وژلو اخته یو له ممسلمانی مو چیشی جوړ کړل. کور دی آباد. خو د خوراک دی ډیره یادونه کړی کشکی دی دپښتنو ولایتونو مسولینو ته یو عبرتناک پند لیکلی وی. زموږ اندړ خو بیخی بیسواده شول برق خو بیخی نه پیژنو او کانکور خو لا څه کوی دا به حنګه شی