چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهد تخار ۸ پخواني سیمه ییز پولیس ایران نه بیرته هېواد ته...

د تخار ۸ پخواني سیمه ییز پولیس ایران نه بیرته هېواد ته ستانه شول

تاند:(شنبه ،د عقرب یو ویشتمه)‏‌ ‏د تخار د نمک آب ولسوالۍ د یک باغ کلي اته سیمه ییز پولیس چې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته ایران ته تللي وو، بېرته هېواد ته ستانه او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

د تخار لپاره د طالبانو والي مولوي ضياءالرحمن مدني د هغوی هر کلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې دوی حاکمه اداره به یې د مال، پت او عزت ساتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې سیاسي شخصیتونو سره د طالبانو د اړيکو کميسيون هېواد ته د شاوخوا ۴ سوه تنو بهر ته تللو پخوانيو چارواکو او حکومتي منسوبينو د ستنیدو خبرونه ورکړي.

د طالبانو منتقدین دوی تورنوي، چې دوی بهر مېشتو افغانانو ته د هېواد ستنیدو بلنې ورکوي، خو په هېواد کې دننه پخواني حکومتي منسوبين او خپل منتقدین نيسي، شکنجه کوي او د پخوانيو اختلافاتو حساب ترې غواړي.

طالبانو په دې اړه تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب