دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهپاکستان ۱۲۲ نور افغان کډوال بندیان کړي

پاکستان ۱۲۲ نور افغان کډوال بندیان کړي

تاند:(شنبه ،د عقرب یو ویشتمه)‏‌ افغان کډوالو سره د پاکستان پر ناوړه چلند له نیوکو سره هم مهاله، دغه هېواد ۱۲۲ نور افغان کډوال بندیان کړي.

د راپورونو له مخې، دغه افغان کډوال هم په سند ایالت کې نیول شوي.

د‌ سما په نوم پاکستاني تلويزون د يادو کډوالو د نیولو دلیل په ناقانونه توګه سند ته د افغان کډوالو ورتګ ښودل شوی.

په نیول شویو کې ۱۳ ښځې او ۲۰ ماشومان هم شامل دي.

څه موده مخکې په کراچۍ کې طالبانو کونسلګرۍ د پاکستاني پولیسو له لوري د شاوخوا ۱۳ سوه افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی و.

د طالبانو حاکمې ادارې اوړمه ورځ د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې افغان کډوالو سره ناوړه چلند پای ته ورسوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملګرو ملتونو او نړيوالو بشري بنسټونو غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د حقونو دفاع وکړي.

2 COMMENTS

  1. مذهبی جاهلان او لیونیان ديغو غریبانو او مظلومو مخه دفاع وکړي او بیرته یې خپل هیوادته زمینه برابره کړي په ځاي ددې چې پ ښځو فشار راولي او انساني حقوق یې واخلي ! نالت پر دې مذهبي لېونیانو دا لېونیان بیا هیڅ عقل او منطق نه مني او ډير وحشي عمل کوي .

  2. غیرتیان مو ټول مړه شول ، مونږ په خپله مړه کړل ، اوس یی نو نتیجو ته کښینی ، چه څه کیږی ، یواځی دومره غیرت پکار دی چه پاکستان ته لاړ نشو ، له پاکستان څخه خپلی سرمایی او کورونه و با سو ، او پاکستانی اجناسو اخسیتلو ته نه ووایو او وایی نخلو ، نو ته بیا ګوره چه پنجاب ستا پښو ته بیا څنګه غورځی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب