Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد هرات- خواف د اورپټلۍ ترمیم تر دوه اونيو بشپړيږي

د هرات- خواف د اورپټلۍ ترمیم تر دوه اونيو بشپړيږي

تاند:(شنبه ،د عقرب یو ویشتمه)‏‌ د افغانستان د اورپټلۍ ادارې لپاره د طالبانو چارواکي وايي، چې تر راتلونکو دوو اونیو د هرات- خواف د اورپټلۍ د ترميم چارې بشپړيږي.

د یادې ادارې وياند عبدالسميع دراني ویلي، چې په نیږدې راتلونکي کې به یې د ادارې يو پلاوی د همدې پروژې په اړه ایران ته سفر وکړي.

سرچينه زياتوي، چې پلاوی به ايراني لوري سره پر دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې وکړي.

چارواکي هیله لري، چې د یادې پروژې له بشپړیدو سره به ايران ته د افغان صادراتو سطحه او اسانتياوې زياتې شي.

د هرات- خواف اورپټلۍ چارې د پرزول شوي جمهوري نظام پر مهال بشپړې شوې او پرانيستل شوې وې، خو وروسته يې د وسایلو د لوټ تالان خبر ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...