پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د حدیثو تدوین | زبیر افغان

د حدیثو تدوین | زبیر افغان

د حدیثو تدوین ته د اسلام په پيل کې ډېره پاملرنه نه ده شوې، ما د حدیث او سنت په مقاله کې دا خبره روښانه کړې ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د قران کریم بیان په عملي توګه کېدی، تر هغې زمانې را وروسته ځينې سنت هم په قولي احادیثو بدل شول او بیا يې د حدیثو د تدوین مهال په کتابونو کې د حدیث په نوم ځای ونیوی.

مثلا: یو صحابي رسول الله صلی الله علیه وسلم پر یوه کار لیدلی دی، دغه عمل د دې پر ځای په عملي تواتر را نقل شي، هغه یوه کس د خپلو سترګو لیدلی حال نورو ته بیان کړی دی او بیا هغوی له ده څخه قولي حدیث اخیستی دی او بل نسل ته يې نقل کړی دی، په دې سره یوه عملي لارښوونه په قولي لارښوونې بدله شوه چې قولي په راتلونکي وخت کې امت ته د ګڼو برداشتونو زمینه برابره کړه او لوی اختلاف ور څخه پېښ شو.

دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوندی و، نو احکامو ته يې عملي بڼه ور کوله، لمونځ يې په عملي توګه ورته ښودی، حج همداسې، په دې سره د قولي احادیثو لپاره ډېره کمه اړتیا پيدا کېده، نو ځکه په هغه زمانه کې د حدیثو تدوین ته پاملرنه نه ده شوې، که څه هم په انفرادي توګه به یو چا څو احادیث لیکلي وي، اما هغه کار چې تر رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه ډېر کلونه وروسته محدثینو وکړ، په دغه بڼه کار د چا په فکر کې هم نه را ګرځېدی.

حدیث او سنت | ربیر افغان

ځينې کسان دا فکر کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل وخت کې ځکه حدیثونه نه لیکل چې بیا د قران کریم او احادیثو ترمنځ اختلاط پيدا کېدی، دا ډېره سخته کمزورې خبره ده، دغه کسان بل لور ته وايي چې قران کریم معجز دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تل پاتې معجزه ده، نو که د هغه خبرې له قران کریم سره خلط کېدلې، بیا نو اعجاز څنګه شو؟

دا خبره هيڅ امکان نه لري چې له قران کریم سره دې احادیث خلط شوي وای، قران کریم په خپلو اوچتو ادبیاتو، خوندور فصاحت و بلاغت، د تېر وخت د رښتنو خبرونو، د راتلونکي لپاره په زړه پوري وړاندوینو او پر عدل ولاړ اجتماعي نظام په بیا نولو د هر چا له کلامه ممتاز او د هیچا له کلام سره نه خلط کېدی، اصلن رسول الله صلی الله علیه وسلم په اصحابو عملي احکام زده کول، هدف له دین څخه یوازې اقوال او خبرې نه وي، دین ټول سره عمل دی، که څوک عمل کوي، هغه دین په عملي توګه بل نسل ته انتقالوي، د هغه نسل يې له ده څخه په عملي توګه زده کوي او د خولې تر زده کړې دغه عملي تواتر ډېر ګټور، له اختلافه خلاص او باوري دی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو اصحابو عملن هر څه زده کول، له دې امله نو لیکلو ته اړتیا نه وه، عملي زده کړې ته اړتیا وه، اصحاب رضي الله عنهم به راتلل، لمونځ، اودس، روژه نیول، حج کول، جهاد، عبادت او ټول عملي احکام به يې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مخامخ زده کول، که به يې قولي پوښتنه کوله هم به يې د عمل لپاره پاته کېدی چې تر قول وروسته په عمل کې هغه دیني حکم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړي، د حدیثو په اوسنۍ زیرمه کې د دې لپاره بیخي ډېر مثالونه شته چې دلته يې د کتارولو اړتیا نه وینم، د دې برخې کسانو ته ور معلومېږي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شته والي کې پر دین زیاتونې او کمونې نه شوای کېدلای، هره غلط فهمي هغه ایسته کوله، له اصحابو څخه تېروتنې هغه اصلاح کولې، که به یو څوک په عمل کې خطاوتی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته لارښوونه کوله، زموږ د حدیثو په ذخیره کې د دې لپاره هم کافي شواهد شته.

تر رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته د اصحابو په زمانه کې هم پر دین د زیاتونې او کمونې چانس ډېر کم و، له دې امله اصحابو رضي الله عنهم دا اړتیا احساس نه کړه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اقوالو یوه ارزښتناکه مجموعه چمتو کړي او امت ته يې په میراث ایله کړي، ځکه دوی هر څه خلکو ته عملي ور ښودل، دا اړتیا يې نه احساسوله چې له عملي تواتر سره باید نبوي اقوال او اعمال په لیکلې بڼه هم خوندي شي، له دې امله نو د اصحابو په پير کې د لیکلو خاص انتظام نه دی شوی، یوازې څو د ګوتو په شمار کسانو بیخي کم مواد لیکلي دي او هغه هم معلوم نه دي چې تر موږ په سمه توګه را رسېدلي دي که نه؟ ایا اوس وخت په اسلامي او نا اسلامي هیوادونو کې د موزیم خوندې شوې پخوانۍ حدیثي نسخې رښتیا هم د هغوی په لاس لیکل شوې دي او که هسې یوه ادعا ده؟ خو په هر حال دومره ثابته ده چې د اصحابو په زمانه کې ځينو کسانو د لیکلو هڅې کړې دي، خو نه په اجتماعي توګه، بلکې په انفرادي توګه، د یو چا له لوري هڅونه هم نه ده پکې شامله، بلکې د خپل ځان لپاره يې لیکل، په دې توګه دا دور هم تېر شو او د حدیثو د را یوځای کونې لپاره خاص انتظام نه دی شوی.

یوه بله نکته د هغوی په دور کې دا هم وه چې مخامخ اصحابو ته نورو نامسلمان، منافقانو یا دروغجنو کسانو ناسم احادیث نه شوای بیانولای، ځکه دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیثونو خبر ول، د قران کریم په کلي پيغام پوهېدل، عملن يې د همدې احکامو عملي نبوي زندګي لیدلې وه، نو د هغوی په زمانه کې بې بنسټه روایاتو د زیاتوب خطر هم ډېر نه وو، بل خوا هغه په خپل وخت کې له مرتدینو، رومیانو او فارسیانو سره په جنګونو کې داسې ښکېل شول، چې دغه چاره ځنې پاته شوه، خاصه توجو ورته ونه شوه، لویه برخه اصحاب په جهادونو کې شهیدان شول، او له هغوی سره د احادیثو ذخیرې هم وې، دوی که به اړتیا ولیده یو ځای يې بیانول، دغه بیان له دوی څخه بل صحابي یا تابعي اخیستی او دوی بیا بل ځای بیان کاوه، په دې توګه د حدیثو یوه برخه له همدې کسانو څخه را نقل شوه، خو نه په لیکلې بڼه بلکې حافظه پر حافظه او بالمعنا روایت.

د تابعینو له دور څخه د حدیثو لیکلو ته ځکه ډېره توجو وشوه چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د منسوبو احادیثو شمېر تر زرګونو واوښتی لکونو ته ورسېد، سیاسي اختلافاتو مذهبي اختلاف ته هم لار جوړه کړه، داسې کسان هم پيدا شول چې خورا ډېر احادیث به يې له ځانه په سمو سندونو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوبول، دغه وخت مسلمان پوهان متوجې شول چې دغو روایاتو او جوړونکو یې په خپل دې کار سره دین ته ډېر زیان ورساوه، له تاریخ څخه داسې ښکاري چې د مسلمانانو تر پاملرنې وړاندې دښمن خپل کار پيل کړی و، که مسلمانان دې برخې ته متوجې وای، نو ښايي اصحابو په خپل وخت کې معتبرې مجموعې جوړې کړې وای چې هيڅ سند مند ته به يې اړتیا هم نه وه او یوه پېښه به يې له خپل ټول بکراونډ سره یوځای بیان کړې وای چې د حدیث له سیاق و سباق راوړلو سره د یوې موضوع نوعیت او حیثیت په خپله ښکاره کېدی، له بده مرغه چې دا کار نه دی شوی، کله چې دښمن په دې میدان کې ګام ږدي، مسلمانان يې له دې اقدام څخه اسلام ته خطر احساسوي، بیا نو د هغه لپاره دفاعي سنګر نیسي او د خلکو د ثبتونې او احادیثو د روایت او درایت لړۍ پيل کېږي، په لومړي سر کې پر روایت ډېره تکیه کېده، حتا که ووایم اوس هم یوازې روایت ډېر مهم دی، درایت ته مناسبه پاملرنه نه ده شوې، د تابعینو په زمانه کې هم محدثینو خپل کار ته لاس واچاوه او هم د دین دښمنو عناصرو.

په دې وخت کې ځينې صحیفې لیکلې شوې دي، لکه د وهب بن منبه صحیفه، خو ستونزه دا ده چې دغه صحیفې او روایات يې بېرته موږ ته اوس هم په نورو کتابونو لکه بخاري، مسلم، ابوداؤد، ترمذي، نسائي، ابن ماجه، مسند احمد، موطا مالک او داسې نورو کې په سندونو نقل دي، دغه ادعا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هغه حدیث لیکل او هغه نه لیکل، هم یوازې په سند نقل ده په خپله د هغه کتاب نه شته چې دغه شاهدي ور کړي، نو خبره بېرته یوازې روایت ته ودرېده، په روایت کې هر څه شته، ژوندی ثبوت د دې لپاره نه وړاندې کېږي، د حدیثو پر تدوین چې اوس وخت کتابونه لیکل کېږي، دوی دغه ډول پوښتونکي په ډول ډول نومونو یاد کړي دي، د حدیثو تدوین يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زمانې ته رسولی دی، ان له ابو هریره رض یو روایت دی چې عبد الله بن عمرو رض تر هغه زیات احادیث در لودل، ځکه ده لیکل، مګر د حدیثو په کتابونو کې تر ابو هریره رض د هیچا ډېر احادیث نه دي روایت شوي، نو دغه ادعا او هغه عمل به څنګه سره تطبیق شي؟ جالبه د حدیثو پر تدوین بحث کوونکو هغه حدیث راوړی دی چې ابو هریره رض په خپله خوله اقرار کوي چې عبد الله بن عمرو رض تر ما زیات حدیثونه یاد کړل، مګر په عمل کې تر ابو هریره رض هیچا زیات احادیث نه دي روایت کړی، نو ددې بحث کوونکو همدې فاراډوکس ته نه دي پام شوي او یوازې يې په دې برخه کې پر ځينو نیوکه کوونکو په ټاپو لګولو ښه زړه تش کړی دی.

د دې پر ځای چې نورو ته بدې ردې وویل شي، ښه به دا وای چې ځينې حقایق منل شوي وای، لکه: د حدیثو تدوین که په هره زمانه کې شروع شوی دی، خو زموږ زمانې ته را پاته د حدیثو صحیح ترینې مجموعې هغه دي چې تر دوه سوه کاله وروسته لیکلې شوې دي، نو که تر دې ښې مجموعې د لنډې زمانې وای، هغه به صحیح ترینې بلل کېدای، ولې دغه اصح الکتب دي؟

که محدثینو د حدیثو د چاڼ لپاره داسې سخترین اصول وضع کړي وای چې سم حدیث يې له ناسمو داسې جلا کول لکه وېښته له وړو، نو ولې د حدیثو په صحیح ترینو ټولګو کې اوس هم داسې حدیث شته چې نه خپله له نورو صحیح حدیثونو سره لګېږي، نه له قران کریم سره سمون خوري او نه معقول دي؟

د روایت بالمعنا لپاره چې دوی په علوم الحدیث کې کوم قواعد بیانوي، هغه يې په شته مجموعو کې له حدیثونو سره نه دي پرتله کړي، که داسې وای، بیا به يې یوازې د اصولو خبرې نه کولای، دوی وايي چې په روایت بالمعنا کې د حدیث مرکزي مفهوم ته په هيڅ توګه زیان نه رسېږي، بلکې یوازې جزي اختلافات او لږ و ډېر د لفظ اختلاف سره لري، مګر که د همدې لپاره یوازې د بخاري په حدیثونو کې لټه وشي، نو ګڼ مثالونه به يې وموندل شي چې مرکزي مفهوم به يې هم ښه صدمه لېدلې وي. له قران کریم سره ټکر وي، تر خپل منځ نه سره لګېږي، له سنتو سره مخالف وي، له عقله لرې او غیر منطقي مفهوم ادا کوي، که رښتیا هم د دوی اصول عملن دومره کارنده وای، ولې به د حدیثو په دومره مهمترینه مجموعه کې دغه ډول روایات په درځنونو موجود وای؟

د حدیثو په هغه پخوانیو مجموعو کې څومره احادیث نقل دي؟ دغه احادیث چې زموږ په کتابونو کې اوس شته، ایا له هغو مجموعو په لیکلې بڼه روایت شوي دي که بیا هم حافظه پر حافظه؟ د روایاتو سندونه خو په ګوته کوي چې ټول له یوه کس څخه بل ته په حافظه رسېدل، ډېر کم کسان يې داسې ول چې کتابونه يې لرل او له کتابه يې احادیث بیانول، حتا داسې ثبوتونه هم شته چې یو چا ته په لیکلي کتاب کې بل د حدیثو حافظ تېروتنې په ګوته کړې دي، نو دې ته په کتو راجحه دا معلومېږي چې خلکو پر حافظو ډېره تکیه کوله، نسبت لیکلو ته. که هر شی وي، حافظه وي یا کتابت، خو زموږ په وړاندې هغه ډول روایات شته چې نه قران ورسره لګېږي، نه تر خپل منځ سره جوړ دي، نه یې عملي تواتر ملاتړ کوي، که فرض کړو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې لیکل شوي دي، اوس ډېره ارزښتناکه موضوع دا نه ده چې په تشو ادعاؤ ثابته کړو چې د حدیثو تدوین په نبوي دور کې شوی دی، هر وخت چې شوی دی زما پوښتنې د دې شته مجموعو په اړه دي، ولې ترمنځ ټکر حدیثونه پکې شته؟ ولې له قران کریم سره مخالف روایات پکې امبار دي؟ ولې له دې روایاتو سره د عملي تواتر ملاتړ نه شته؟ ولې له مشاهدې، عقل او تجربې سره په لسګونه ټکر احادیث وجود لري؟ ولې داسې احادیث شته چې په قران کریم کې هيڅ اصل نه لري، خو یوازې حدیث احکام بیانوي، اخبار راوړي، راتلونکې وړاندوینې کوي، دا په قران کریم کې د کومې برخې تشریح  او تبین دی؟

دا نه ده مهمه چې تدوین څه وخت وشو، مهمه دغه ده چې موږ ته پرته صحیح ترینه مجموعه تر دوه سوه کاله وروسته لیکل شوې ده، په روایاتو کې يې ګڼې ستونزې شته، د الفاظو اختلاف يې اوج ته رسېدلی دی، په راویانو کې يې مستور، کمزوري او حتا په دورغو متهم کسان لا شته، ان په بخاري کې د اسماعیل بن ابي اویس په نوم راوي په حدیثو جوړولو تورن شوی دی، نو که د حدیثو په تر ټولو معتبرترین لومړی مقام لرونکي کتاب کې دغه حال وي، د نورو به څه حال وي؟

دا خبره د بخاري شاریح کوي چې امام بخاري له لکونو احادیثو څخه دغه مجموعه را انتخاب کړې ده:

قَالَ أَبُو الْهَيْثَم الْكشميهني سَمِعت الْفربرِي يَقُول سَمِعت مُحَمَّد بن إِسْمَاعِيل البُخَارِيّ يَقُول مَا وضعت فِي كتاب الصَّحِيح حَدِيثا إِلَّا اغْتَسَلت قبل ذَلِك وَصليت رَكْعَتَيْنِ وَعَن البُخَارِيّ قَالَ صنفت الْجَامِع من سِتّمائَة ألف حَدِيث فِي سِتّ عشرَة سنة.(۱)

ابو الهیثم الکشمیهني ویل چې د بخاري له شاګرد فربري مې واورېدل چې ویل يې له محمد بن اسماعیل البخاري مې واورېدل ویل يې: په صحیح البخاري کې چې مې هر حدیث لیکلی دی، نو یو ځل مې غسل ورته کړی او بیا مې دوه رکعته لمونځ کړی، او بخاري زياته کړې ده: الجامع (بخاري) مې په شپاړس کاله کې له شپږ لکه احادیثو څخه د را یوځای کړو احادیثو مجموعه ده.

که د تدوین خبره ډېره ګرمه وای، تر بخاري او مسلم مخکې ډېرو کسانو احادیث لیکلي وای، نو د بخاري تر زمانې به کیسه دغه ځای ته نه رسېده چې یوازې صحیح البخاري له شپږ لکو احادیثو څخه انتخابېږي او تر دې دومره دقت وروسته هم په صحیح البخاري کې دغه حال دی، نو که دومره دقت نه وای شوی بیا به څه حال وای؟

یوه خبره واضحه ده چې په مدینه کې کوم راویان اوسېدلي دي یا هم په مدینه کې يې کتاب لیکلی، یا همالته د ژوند تر پایه پاته شوي دي، له هغو کسانو څخه دومره جالب روایات نه شته لکه هغه کسان چې په عراق، شام یا د اسلامي نړۍ په نورو برخو کې اوسېدل، لنډ مثال يې د امام مالک رحمه الله د موطا دی، په دې کتاب کې هغه ډول روایات لکه بخاري چې په خپل صحیح کې ځای ور کړی دی، نه شته، په داسې حال کې چې موطا په صحاح سته کتابونو کې ځای نه لري، مګر د روایاتو دقت ته په کتو تر ډېرو کتابونو غوره او مستند کتاب دی، یوه خبره چې د موطا په اړه کېږي هغه ځينې بې سنده روایات دي، مګر په مدینه کې د هستوګنې او نبوي و د اصحابو دور ته د نژدېکت له امله د بخاري تر مسندو روایاتو د موطا مرسل روایات هم باید معتبر ګڼل شوي وای، البته له دې شرطونو سره چې په قران کریم کې به ورته اصل موجود وای، د مدینې عملي تواتر به يې ملاتړ کولای، نور که يې سند بیخي نه وای، هم باید معتبر ګڼل شوي وای، مګر له بده مرغه چې په بخاري کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جادو حدیث ځکه منل کېږي چې سند لري او په موطا کې هغه حدیث ضعیف بلل کېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې کتاب الله او سنت الرسول ته ترغیب ور کوي، ځکه د موطا حدیث په سند نه دی ذکر شوی او د بخاري حدیث له سند سره راوړل شوی دی. که همدغه موضوع پسې ټینګه کړو نو د بخاري د دغه حدیث محوري راوي هشام دی، هشام د امام مالک له استادان څخه دی، مګر امام مالک په مدینه کې له ده څخه هغه ډول روایات نه دي نقل کړي، لکه بخاري چې د هغه له عراقي او په خاص ډول کوفي شاګردانو څخه نقل کړي دي، هشام تر ۱۳۰ هـ وروسته عراق ته تللی دی، هلته يې هغه نابلدې ږغولې دي چې په خپل ټول تېر ژوند کې يې نه وې بیان کړې، د هشام هغه روایات چې له مدینې يې بهر بیان کړي او هغه چې په مدینه کې يې بیان کړي دي، د ځمکې او اسمان توپير سره لري، دا ډول نو د نورو راویانو خبره هم ده او له مدینې بهر د هر حدیث او سنت حیثیت هم دغه ډول دی.

که په دې برخه کې تر ادعاؤ عمل ته ډېره توجو شوې وای، نن به پر دغه مقام نه وای ولاړ، د حدیثو تدوین که په هره زمانه کې شوی دی، په هره څومره دقت شوی دی، خو نن د امت بېړه د همدې احاد اخبارو په وسیله غرقه ده، یو لمونځ په څومره طریقو کېږي؟ د دې هرې طریقې لپاره په کتابونو کې روایات شته، یوه ډله د بلې حدیث ردوي او بله د بلې، یوه هم د بلې حدیث نه مني، که د حدیثو لپاره له سند سره د امت یا په خاص ډول د اهل مدینې تعامل شرط شوی وای، ایا بیا به هم د شل رقمونه لمنځونو شاهدان وای؟ زه دې ته حیران یم چې کوم کسان د امت له اختلافه سر ټکوي، د اتحاد نارې وهي، مګر په عمل کې همدغه اختلاف ته ور پوکي، په خبر واحد پسې داسې مښلي لکه ډاریکټ چې وحې ورته شوې وي، دا اوس د امت د اتحاد لار ده؟ په دې سره نو امکان لري چې امت دې سره متحد شي او تر منځ دې دغه د نفرت دېوالونه چې احاد اخبارو درولي دي، ختم شي؟ تر هغو چې پر دې ټوله پروسه له سره غور ونه شي، دویم ځل د تدوین، ترتیب، فقاهت، صحیح و سقیم جلا کولو، په قران کریم کې د اصل ورته موندلو او د مدینې له تعامل څخه ورته د ملاتړ موندلو لپاره امت لاس په کار نه شي، دغه اختلاف په دې سره نه ورکېږي چې ستا حدیث ضعیف دی زما حدیث قوي، زما حدیث حسن دی ستا حدیث حسن لغیره، زما حدیث مشهور دی ستا حدیث عزیز، زما په حدیث کې شان ورود ذکر شوی دی او ستا حدیث له بکراونډ پرته نقل شوی، دا د موضوع حل نه دی، موږ باید پر تېر تاریخ د اختلاف، بحث او تحقیق پر ځای عینیت ته توجو وکړو، د تدوین په برخه کې اوسني محققین ګیله کوي چې مستشرقین پر حدیثو دغه نیوکه کوي، نو دلته يې حقایق تر پښو لاندې کړي او هلته يې ځان پر اچولی دی، دلته يې حقیقت مسخه کړی دی او هلته يې دغسې کړي، په دې سره نه د حدیثو دفاع کېږي او نه ګټه کوي، مستشرق زما په کتاب کې یو شی ويني چې هم د عقل مخالف دی، هم د نقل، نه خلک عمل په کولای شي او نه د عمل امکان لري، نو هغه څنګه ستا د تدوین په خبرو قناعت وکړي؟ هغه دا ویني چې ستا په رسول شپږ میاشتې یوه دښمن جادو کړی و، په دې شپږ میاشتې کې هغه داسې مرحلې ته ورسېدی چې ور کړی حکم به يې هېر و، کړی کار به ځنې هېر شو، ښه نو که په دې وخت کې يې ضد و نقیض احکام ور کړي وي، بیا به د اسلام دین حقانیت په څنګه طریقه ثابتوي؟ که موږ په خپلو کتابونو کې د مستشرقینو لپاره خام مواد ایله کړو، او بیا ګیله له دښمن څخه کوو چې ولې حقایق مسخ کوي، نو په دې برخه کې موږ ملامت یو که دښمن؟ خوشي چټي پر ګیلو وخت تېرول د هغه لوګري کانه ده چې له کاره د ځان کښلو لپاره لور پر لوټه تېروي، زموږ خلک بس کتاب کې خبرې کتار کړي، نور يې له نه واقعیت سره ګوري، نه د بل د کړې نیوکې منصفانه ځواب ور کوي، یا په کنځلو او ټاپو غښتلي دي، وروره! په دې توګه خو حقیقت نه بدلېږي، نه ستا په کتاب کې کړې ادعاوې خلک په پټو سترګو در سره مني، د تدوین او نقل و روایت پروسه که رښتیا هم دومره شفافه وای لکه تاسو چې يې ادعا کوئ، نو ولې د حدیثو په کتابونو کې دومره ضد ونقیض مواد دا اوس هم شته؟ له عقله خلاف، له نقل سره ټکر، تر خپل منځ سره ردونکي؟ که څوک له ما څخه د دې مثالونه وغواړي، نو زه په یوه مقاله کې دغه ټول مثالونه په صحیح سندونو ورته راوړم، دلته یوازې اشارې ورته کوم، یوه بله مقاله پر همدې بېلګو ډکه راوړم چې د هرې خبرې لپاره به یو نه یو ثبوت له همدې معتبرترینو کتابونو څخه موجود وي، دلته يې ټول مثالونه راوړل امکان نه لري، زه په دې باور یم چې دغه یاد ټکي به پر خلکو ډېر بد ولګېږي، ښايي ګڼې خبرې وشي، مګر زه د اصلاحاتو غوښتونکی یم، په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده او دغه يې وخت دی، که پر یوه هندۍ ښځه له دې امله نیوکه کېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې د وړې نجلۍ د نکاح پېغور ور کړی و، نو دا خبره خو اول بخاري په خپل صحیح ترین کتاب کې کړې ده، په دې کې هندۍ ملامته ده که موږ ملامت یو چې په خپل رسول پسې دغه ډول خبرې تړو؟

زه نه د حدیثو له حجتیت څخه انکار کوم، نه د سنتو، خو دا وایم چې حدیث خپل مقام لري، سنت خپل او کتاب الله خپل، د هر یوه لپاره دایره باید مشخصه وي، داسې حجتیت يې څوک څنګه ومني چې له قرانه مخالف شیان ثابتوي، له سنتو سره متصادم شیان راوړي، له عقله لرې شیان بیانوي، دغه ډول حجتیت يې هيڅوک هم نه مني، باید د حجتیت لپاره يې چوکاټ تعین شي او په خپله برخه کې يې د حجتوب لپاره دلایل وړاندې شي، هغه مقام ورته تعین شي چې قران کریم ور کړی دی، نه تر هغه زیات او نه کم، په دې توګه بیا د حدیثو دفاع هم امکان لري او حجت يې هم پر خپل ځای صحت موندلای شي.

د اصلاحاتو په هیله!

۲۰۲۲/۱۱/۹

۱) فتح الباري لابن حجر (1/ 489)

1 COMMENT

  1. محترم ورور زبیر افغان صاحب
    السلام علیکم و رحمت الله۰
    که ستاسی پورتنی وړاندیز د کبار علماء امت یا هغه اسلامی عالٙمی علمی مراکزو سره چې علمی ظرفیت او صلاحیت ولری،مطرح شی،نتیجی ته به ژر ورلنډ شی۰
    الله رب العزت مو په قلم او عمر کی خیرونه ډیر کړه۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب