که په لغوي اعتبار که دغو دوو الفاظو ته وکتل شي، نو لومړی يې د خبرې یا نوي شي معنا ور کوي او دویم يې سیرت او تګلارې ته ویل کېږي، البته په علوم الحدیث کې دواړه یوې معنا ته کار شوي دي، د دواړو پر خپلو ځانګړتیاو او هغو بریدونو يې بحث نه دی کړی چې د هر یوه خپله پوله پیلېږي.
وأما السنة: فهي لغة السيرة والطريقة المعتادة حسنة كانت أو قبيحة.(۱)
او سنت په لغت کې سیرت او هغه عادت شوی عمل دی ښه وي که بد.
د سنت تعریف کې يې هغه څه ویلي دي چې د حدیث په تریف کې وايي:
“ما أضيف إلى النبي صلى الله عليه وسلم من قول أو فعل أو تقرير”.(۲)
سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوب قول، کار او د بل د کړنې تایید دی.
په دې ځای کې صفت نه دی ذکر شوی، د حدیث په تعریف کې صفت هم ذکر کوي، کله ناکله د صحابي او تابعي لور ته منسوب قول، فعل، تقریر او صفت هم پکې شاملوي، چې دا ډېر نیمګړی او ناسم تعریف دی. د یاد کتاب لیکوال پر همدې لار تللی دی. هغه دا یادونه هم کړې ده چې خبر، اثر او حدیث په یوه معنا کار شوي دي، نو د متقدمینو په نظر هغه د دې واړو لپاره دغه تعریف راوړی دی:
“ما أضيف إلى النبي صلى الله عليه وسلم قولا أو فعلا أو تقريرا أو صفة خلقية أو خلقية أو أضيف إلى الصحابي أو التابعي”.(3)
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوب، قول، فعل، تقریر، اخلاقي و تخلیقي صفت او صحابي یا تابعي ته منسوب.
له سنت سره يې یوازې د صفت یادونه نه ده کړې، لیکوال وايي چې صفت ځکه نه ور داخلوي چې سنت د شریعت یوه سرچینه ده، نو صفت د سرچینې کار نه شي ور کولای، بیا وايي: ځينې محدثین سنت یوازې تر رسول الله ص خاص ګڼي او زیاتره يې صحابي او تابعي ته منسوب هم سنت بولي.
ما چې څومره د مصطلح الحدیث کتابونه کتلي دي، نو سنت او حدیث هغه ډول توپير چې باید شوی وای یا اوس مروج دی، هغه يې نه دی کړی، بلکې ډېر توپير يې د صفت نه ذکر دی، نور خاص بحث يې نه دی پر کړی او نه يې د هر یوه خاصو بریدونو ته ګوته نیولې ده، دا یوه نیمګړتیا ده چې باید د اوس وخت پوهان ورته جدي پاملرنه وکړي.
اصلن سنت تر محمدي شریعت یا که ووایم د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ذاته محدود نه دي، بلکې سنت د دیني احکامو هغې عملي بڼې ته ویل کېږي چې له رسول څخه يې د خپل وخت مسلمانان عملن زده کړي، بیا يې په عملي تواتر همداسې تر نورو نسلونو ورسوي، دغه طریقه په دین کې ډېر لوړ مقام لري، یوازې زموږ د دین برخه نه ده، بلکې سنت د هر دین برخه وي، ځکه هر دین عملي احکام لري او د عملي احکامو عملي تواتر ته سنت ویل کېږي، نو سنت په دې معنا هم له حدیث سره فرق لري، یو بل توپير يې د عمومیت او خصوصیت دی، سنت یوازې د نبوي اعمالو عملي تواتر دی، په داسې حال کې چې حدیث تر سنت عام دی، قول، تقریر، صفت او کړنې ټولو ته يې دوی شاملوي، یو بل فرق يې د رتبې په اعتبار هم شته، هغه عمل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په عملي تواتر نقل وي، هغه تر هغه حدیث ډېره لوړه رتبه لري چې یو کس یا دوه و درې کسان يې د حافظې په مټ له یوه نسله بل ته بالمعنا روایت کړي، ځکه په عملي سنت کې د خطا دومره امکان نه شته لکه په روایت کې، روایت پر حافظه کېږي او په حافظه کې دا امکان ډېر دی چې کمي و بیشي دې پکې وشي، یوه برخه دې یاده او بله دې هېره شي، استاد دې یو مطلب ولري او شاګرد دې د هغه له الفاظو بل مطلب واخلي، کله ناکله د نه پوهاوي خبره هم پکې راځي، مګر سنت له دغو ستونزو خلاص دي، یو کار دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی دی، نسل پر نسل عملن پاته دی، نه يې د هېرې امکان شته، نه د تبدیلۍ، نه روایت بالمعنا پکې احتمال لري، نو سنت په دغه اعتبار تر حدیث لوړه رتبه لري، خو دوی پر دې مهمو نکتو بحث نه دی کړی.
که د دې فن پوهانو له وخته د حدیث او سنت ترمنځ توپير ته پاملرنه کړې وای، سنت يې تر حدیث لوړ بللي وای، د حدیثو د اختلاف په صورت کې د مدینې عملي تواتر ته اعتبار ور کول شوی وای، نو نن به یوازې د لمانځه د برخې دومره ډېر مشکلات حل وای، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې زرګونه لمنځونه کړي دي او دغه طریقه په زرګونو نه بلکې په لکونو کسانو په هر نسل کې نقل کړې ده، که د یوه قولي حدیث پر ځای محدثینو همدې متواتر عمل ته اعتبار ور کړی وای، نن به د ټول جهان لمنځونه په هغه بڼه کېدای چې په مدینه کې کېدل، دغه د لمانځه اختلافات، په روژه کې، د حج په احکامو کې او داسې نور خو زیاتره د قولي احادیثو له الفاظو څخه را پيدا دي چې یا ګڼ احادیث نقل شوي دي چې حتمي خبره ده یو پکې صحیح دی او نور يې ناسم، مګر اوس يې صحیح او سقیم په چا سره جلا کوې، دویمه دا چې که صحیح حدیث هم وي، بیا ور څخه ناسم برداشت اخیستل شوی دی، که په دې صورت کې قران او سنت ورته معیار بلل شوي وای، د خورا ډېرو اختلافاتو مخه به يې نیولې وای، مګر له بده مرغه چې دې لوی باب ته هيڅ لازمه توجو نه ده شوې او احاد اخبارو د امت بېړه ور غرقه کړه.
د همدې غریبو احادیثو له امله امت په سونو ډلو ته وېشل شوی دی، یوازې د لمانځه په برخه کې دومره اختلاف دی چې ان یو په بل پسې لمونځ نه کوي، یوه ډله د بلې ډلې لمونځ سهي نه بولي، هره ډله يې ځان ته حدیث لري او د هغو په استناد هڅه کوي خپل لمونځ سهي ثابت کړي او د نورو لمنځونه باندې چليپا کش کړي. اوس هم ناوخته نه دی، له دې اختلافاتو د حل یوه لار د مدینې تعامل دی، تر اوسه هم په مدینه کې د ډېرو احکامو عملي بڼه داسې پاته ده چې تر ډېره حده همدې غریبو او احادو اخبار پرې ډېر تاثیر نه دی کړی، په سنت کې د اهل تسنن او اهل تشیع برخې نه دي بېلي شوې لکه په قولي احادیثو کې چې دواړه ځان ته مستقل د حدیثو کتابونه او رجال لري.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د سنت ډېر تاکید نقل شوی دی، خپله د قولي احادیثو په کتابونو کې د دې ګڼ مثالونه شته:
«تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا: كِتَابَ اللهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ (۴)».
ما تاسو ته دوه شیان ایله کړل که تاسو ټینګ پر ودرېږئ، د دین لار به در څخه ورکه نه شي، د الله کتاب او د نبي سنت يې.
دغه حدیث د مالک په موطا له سند پرته راغلی دی، خو نورو کتابونو په سند هم نقل کړی دی، که څه هم ځينو محدثینو د سند له مخې ضعیف بللی دی، مګر خبره یوازې د سند هم نه ده، کله په قوي سند کمزوري شیان راوړل کېږي او کله په کمزوري سند قوي، دغه حدیث که د سند له مخې کمزوری دی، مګر محتوا يې له دین سره توافق لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتیا هم تر هر څه مخکې قران کریم وړاندې باله او بیا يې په عملي توګه د هغه احکام تشریح کول، نو دا نه ده ځنې لرې چې همدغه ډول یوه توصیه امت ته وکړي، که عمل په وشي، ښه نتایج به يې نور هم د دې شواهد شي چې واقعن تر ډېرو باسنده روایاتو دغه قوي او پياوړی حدیث دی.
په ځینو کتابونو کې د سنت پر ځای عترتي، یا نسبي یا اهل بیتي الفاظ دي، د الفاظو او معنا رکیک والي ته که وګورو، داسې ځينې ښکاري چې د صدر اسلام د هغو اختلافاتو ګردونه پر پرېوتلي دي چې د اهل بیتو د حق غوښتلو لپاره پاڅونونه کېدل، ځکه له قران کریم سره يې په یوه درجه کې راوړل، خورا ناسم لور ته د امت رهبري کول دي، بیا قران کریم د دین کتاب دی، اهل بیت خو دیني سرچینه نه ده چې د الله له کتاب سره يې یو ځای ذکر کړي دي، که داسې شوي وي چې دغه حدیث له یوه اوږده حدیث څخه لنډ شوی وي، نو ښايي رسول الله صلی الله علیه وسلم د قران کریم تر اهمیت وروسته د خپلې کورنۍ یادونه د دې لپاره کړې وي چې تر ما وروسته واک تاسو ته پاتېږي، زه يې خپلې کورنۍ ته نه سپارم، نو زما له کورنۍ سره مینه وکړئ، حقوق يې ور کړئ، زیان مه ور رسوئ، دا خبره ځکه ورسره لګېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو په اړه هم توصیه کړې ده، د انصارو په اړه يې هم کړې ده، د نورو کسانو په اړه هم شواهد شته، بیا نو په دغه بڼه صحت نه لري، بلکې د یوه اوږده حدیث مختصره بڼه ده، که داسې تعبیر ونه کړو، نو دغه بڼه يې هم د الفاظو او سیاق و سباق له مخې ناسمه ده او هم د معنا و تعبیر له مخې، نه اهل بیت په دین کې حق لري چې د حرمت او حلت پرېکړه وکړي او نه دومره مقام چې د قران کریم وروسته يې تذکره وشي، نه په دین کې معیار بلل کېدای شي او نه دیني سرچینه دي، نو بیا يې ولې دلته یاد کړي دي؟
په ځینو روایاتو کې یوازې د قران کریم یادونه راغلې ده: وَإِنِّي قَدْ تَرَكْتُ فِيكُمْ مَا لَنْ تَضِلُّوا بَعْدَهُ إِنِ اعْتَصَمْتُمْ بِهِ: كِتَابَ اللَّهِ، او زه تر ځان وروسته تاسو ته داسې یو څه پرېږدم که تاسو عمل په وکړئ، لار ورکي به نه شئ، هغه د الله کتاب دی. زما په نظر دغه بڼه او یا هغه اوله بڼه يې اصلي بڼې دي، د اهل بیتي او عترتي الفاظ د هغو کسانو له لوري پکې ښکاره لاسوهنه ده چې د همدې اهل بیتو په نوم يې ځانو ته خلافتونه غوښتل او تر ننه له همدې لارې خپل جیبونه ډکوي، واک غواړي او بې خبره انسانان يې ناسم لوري ته ورسره روان کړي دي.
بل مثال:
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو چا د لمانځه د وختونو پوښتنه وکړه، هغه دوې ورځې انتظار کړ، یوه ورځ يې ټول لمنځونه په اول وخت کې ادا کړل، دویمه ورځ يې ټول لمنځونه په اخیر وخت کې ادا کړل، بیا يې ورته وویل:
ثُمَّ قَالَ: «أَيْنَ السَّائِلُ عَنْ وَقْتِ الصَّلَاةِ الْوَقْتُ فِيمَا بَيْنَ هَذَيْنِ».(۵)
بیا يې وویل: د لمانځه د وخت په اړه پوښتونکی چېرې دی؟ د لمانځه وخت د همدې دوو وختونو(چې ما پکې لمونځ ادا کړ) ترمنځ دی.
دلته موږ وینو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو چا ته د لمانځه وختونه عملن ښودلي دي، که نه په خوله يې څو دقیقو کې هم ورته بیانولای شوای، ډېر کسان يې د عملي احکامو لپاره ګڼې ورځې ورسره پاته کړي دي، کله چې په پوه شوی دی، عملن يې احکام زده کړل، بیا يې ورته اجازه ور کړې ده او لارښوونه يې ورته کړې ده چې خلکو ته دغه ډول د احکامو تعلیم ور کړئ.
درېيم مثال:
عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَمْرٍو وَهُوَ ابْنُ الْحَسَنِ بْنِ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ قَالَ: سَأَلْنَا جَابِرًا عَنْ وَقْتِ صَلَاةِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «كَانَ يُصَلِّي الظُّهْرَ بِالْهَاجِرَةِ، وَالْعَصْرَ وَالشَّمْسُ حَيَّةٌ، وَالْمَغْرِبَ إِذَا غَرَبَتِ الشَّمْسُ، وَالْعِشَاءَ إِذَا كَثُرَ النَّاسُ عَجَّلَ، وَإِذَا قَلُّوا أَخَّرَ، وَالصُّبْحَ بِغَلَسٍ».(۶)
محمد بن عمرو وايي چې موږ له جابر رض څخه د رسول الله ص د لمانځه وخت وپوښت، هغه ویل: ده به د ماپښين لمونځ غرمه کاوه، د مازیګر لمونځ يې لمر ولاړ کاوه، د ماښام لمونځ يې تر لمر لوېدو وروسته کاوه، ماخستن که به خلک ول، ژر يې کاوه، که نه تاخیر يې پکې کاوه او د سهار لمونځ يې په تاريکه کې کاوه.
دلته موږ وینو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه قولي حدیث جوړ شوی دی، که څه هم دا بیان دی، مګر له خلکو يې عملي تواتر په قولي بیان بدل کړی دی، که په دې برخه کې خلکو د بیان پر ځای د مدینې تعامل کتلی وای، بیا يې په خپلو سیمو کې د هماغه تواتر اتباع کړې وای، نه به دومره اختلافات وای او نه به دومره قولي احادیث.
دې ته ورته مثالونه بیخي ډېر دي، غم دادی چې له سنت څخه بېرته حدیث جوړ شوی دی، د دې پر ځای چې عملي اتباع يې وکړي، خلک يې پوښتنه له یوه کس څخه کوي، هغه يې په خوله بیانوي، له ده څخه بل کس بیا په خوله بیان کوي، په دې سره هغه سنت پاته شي، ځای يې قولي حدیث ونیسي، چې له دې څخه ګڼې طریقې ایجاد شي، د وخت په تېرېدو سره خلک له الفاظو څخه هم نوي اجتهادونه پیل کړي او په دې سره امت پر شل و سلو لارو روان کړي.
هیله ده په دې اړه له هر ډول تعصب پرته فکر وشي، له ستونزو د وتو لپاره زما پر وړاندیز غور وشي، که ګټور وي، امید دی چې خلک ورته نوره هم توجو وکړي، بحث ور باندې وشي او په اړه يې لازم پوهاوی رامنځته شي، سوء تفاهم ته لار جوړه نه کړي، ناسم فکرونه ور څخه وانخلي، زموږ هدف د حدیثو له خپل مقامه غورځول نه دي، بلکې د یوې تېروتنې اصلاح ده چې یوازې د سمون لپاره يې کوو او په دې سره غواړو سنت ته خپل هغه مقام ور کړل شي چې ځنې اخیستل شوی دی، حدیث هغه مقام ته راوستل شي چې اصولن يې حق دی، نه باید یو له خپله ځایه وشړل شي او نه يې باید ځای بل ته ور کړل شي، چې د همدې نقل مکاني مهال بیا ورسره ګڼې تېروتنې هم ملې وي او امت ته له اختلاف او تفرقې بل څه په میراث نه پرېږدي، خدای دې وکړي چې زموږ خبرې د خلکو د خپګان سبب نه شي او په دې لار کې د نورو بحثونو لپاره لازمه مقدمه شي.
۲۰۲۲/۱۱/۴
۱) منهج النقد في علوم الحديث (ص: ۲۷)
۲) منهج النقد في علوم الحديث (ص: ۲۸)
3) منهج النقد في علوم الحديث (ص: 29)
۴)موطا امام مالک کتاب القدر، باب النهي عن القول بالقدر
۵)ابوداؤد کتاب الصلاة باب مواقیت الصلاة ح: ۳۹۵
۶)ابوداؤد، کتاب الصلاة باب وقت صلاة النبي ص و کیف کان یصلیها ح: ۳۹۷