Homeخبرونهد ط-انو مرستيال وزير د اقبال لاهوري ورځ لسګونه نجونو سره په...

د ط-انو مرستيال وزير د اقبال لاهوري ورځ لسګونه نجونو سره په خپل پوهنتون کې ونمانځله

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب نولسمه)‏‌ په داسې حال کې، چې طالبانو پرون حتا د قدم وهلو لپاره د کابل پارکونو ته د ښځينه وو ورتګ منع کړی او ورځ تر بلې د ښځو خلاف نور قيودات په زياتيدو دي، د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر لطيف نظري په خپل شخصي پوهنتون (غرجستان) کې د پاکستان د ملي شاعر اقبال لاهوري ورځ د لسګونه نجونو په ګډون نمانځلې ده.

لطیف نظري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې نمانځونډه کې ېې د اقبال لاهوري د ایډیال دولت په اړه محصلینو ته لیکچړ ورکړی.

يوې باخبره سرچينې تاند ته وويل، چې ياده غونډه( د پاکستان – افغانستان د ځوانانو ټولنې) له لوري جوړه شوې وه.

سرچينه زياتوي، چې دغه ټولنه د پاکستان د استخباراتو له لوري تمويلېږي او اصلي هدف ېې د فرهنګي او رسنیزو فعالیتونو له لارې په افغانستان کې د پاکستان استخباراتي اهدافو ته کار کول دي.

د تاند باوري سرچينو ويلي، چې د اقبال لاهوري د ياد غونډې په اړه د يادې ټولنې استازو د غرجستان پوهنتون مالک او د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر لطيف نظري سره لا له وړاندې لیدلي او د غونډې د جوړولو په اړه ېې د خپلو مشترکو پاکستاني چینلونو پیغام ورسره شریک کړی دی.

لطیف نظري د طالبانو په حاکمه اداره کې د هزاره ګانو تر ټولو مهم مقام دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...