سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهپه امریکا کې له قتل او افغانستان ته له تېښتې وروسته قاتل...

په امریکا کې له قتل او افغانستان ته له تېښتې وروسته قاتل په اروپا کې ونیول شو

خبریال: جبارخېل

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۹ مه) د واشنګټن په ختیځ کې د سپوکان ښار پولیسو تیره ورځ اعلان وکړ چې د وحید کاشفي په نوم یو افغان وګړی، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې خپله مېرمن آرزو کاشفي په بې رحمانه ډول وژلې او جسد یې په یخچال کې ایښی و، په یوه اروپايي هېواد کې نیولی دی.

کاشفي د خپلې مېرمنې له وژلو وروسته افغانستان ته تښتېدلی و.

د سپوکان د پولیسو د راپور له مخې، وحید کاشفي په دې وروستیو کې له ایران څخه ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته تللی و خو هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې په اروپا کې د والیبال په یوه سیالۍ کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې له قانوني مراحلو وروسته د امریکا حکومت ته وسپارل شي او هلته د قتل په تور محاکمه شي.

کاشفي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترجمان و چې په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې (SIV) له ترلاسه کولو وروسته له خپلې مېرمنې آرزو او ماشوم سره امریکا ته ولاړ او د واشنګټن په ختیځ کې د سپوکان په ښار کې اوسېده.

کاشفي د خپلې مېرمنې ارزو له وژلو یوه ورځ وروسته د امریکا د تابعیت غوښتنه کړې وه.

د ۲۰۱۹ کال د مې په ۳۰مه د ارزو کاشفي یوې ملګرې د سپوکان پولیسو ته د هغې د ورکېدو خبر ورکړ. د ارزو دغه ملګري ادعا کړې وه چې وروستی ځل یې آرزو د مې په ۲۶مه لیدلې وه.

د جون په څلورمه، پولیسو د ارزو د جسد پاتې شونې د هغې د کور په فریزر کې وموندل.

وحید کاشفي خپله مېرمن په خپل اپارتمان کې له وژلو وروسته د هغې جسد ټوټې ټوټې کړ او په فریزر کې یې واچاوه. پولیسو وموندله چې کاشفي خپل دوه ماشومان چې یو کلن او پنځه کلن وو، د مې د میاشتې په 26 نیمه شپه د یوه ملګري په کور کې پریښودل.

پولیسو د سپوکان په هوايي ډګر کې دکاشفي موټر وموند. هغه دوبۍ ته یو طرفه ټکټ اخیستی و. د سپوکان پولیسو وویل چې د کاشفي په موټر کې یو نوټ او یو ګرځنده تلیفون موندلي چې د کاشفي اعتراف ویډیو پکې شامله وه. البته د سپوکان پولیسو دا ویډیو نه ده خپره کړې، خو  په اروپا کې د کاشفي له نیول کېدو وروسته دوی په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې کاشفي په عامه توګه د خپلې مېرمنې د وژلو اعتراف کړی او په دې ویډیو کې یې لاملونه هم بیان کړي دي.

د پولیسو د راپور له مخې کاشفي په دغه ویډیو کې ویلي چې دا قتل یې کړی او اوس غواړي چې له امریکا ووځي او په بل ځای کې ازاد ژوند وکړي.

په تېرو درې نیمو کلونو کې د امریکا امنیتي ادارو د کاشفي د دوسیې او د هغه د تېښتې په اړه تعقیب ته دوام ورکړ او بالاخره یې نوموړی د اروپا په یوه کونج کې ونیوه.

د امریکايي پولیسو د موندنو له مخې کاشفي له امریکا څخه دوبۍ ته او له هغه ځایه افغانستان ته تللی و. چیرې چې د هغه کورنۍ اوسیدله.

د پولیسو مامور مارک میلویل وویل: «افغانستان داسې هیواد دی چې له امریکا سره د استرداد (د مجرمانو دتبادلې) قانون نه لري او دا زموږ لپاره یوه لویه ننګونه وه. خو د ایف بي آی یو ایجنټ افغانستان ته د کاشفي له رسیدو راهیسې په افغانستان کې د نوموړي پهلټه کې و.»

د دغه ایجنټ په وینا کاشفي په افغانستان کې د ځان لپاره نوی نوم غوره کړی او نوی پاسپورت یې ترلاسه کړی دی. بیا ایران او له هغه ځایه ترکیې ته ولاړ. له ترکیې څخه یوه اروپايي هیواد ته ولاړ او بالاخره هلته ونیول شو.

د سپوکان ښار د پولیسو په وینا، کاشفي د والیبال مینه وال و او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۹ نېټه په یو اروپايي ښار کې د والیبال په سیالۍ کې ګډون وکړي، چې پولیسو د لوبغالي په تالار کې وپیژانده او ونیوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب