پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+غروب/ اجمل پسرلی

غروب/ اجمل پسرلی

نه پوهیږم چې لمر د خړو تورو وریځو ترمنځ د لویدو لور ته منډې وهلې که سمندر خوله ورته پرانیستې وه چې ویې زبیښي. سترګې مې ښکته کړې په زړه کې راتیره شوه چې کاشکي د شګو کوټنۍ واي چې د بالښت غوندې مې سر پرې لګولی وای.

تر لمرلویدو مخته هالته راته وړاندې یو سرخریلی ډنګر سړی له یوې نجلۍ سره چې طلایي ویښته یې پر اوږو شمال رپول، ناست وو. ما دوه درې ځله مخ ورواړاوه دوی خبرې سره کولې، زړونه یې لکه چې یو بل ته تشول، خو زما زړه داسې ډک دی لکه دا څپې چې راځي راځي راځي د ساحل له کاڼو سره سر وهي، پسې ځي ځي ځي او ګومان کوم دوی هم  زړه نه شي تشولی.

د اوبو غږ ته وریږدیدم، خو ورته ایسار وم لکه څه چې راته وایي خو دوی هیڅ نه ویل او زما په خبره به څرنګه پوهیدل؟!

یو وخت چې په وطن کې وم مور راته ویل چې زویه خوبونه اوبو ته تیروه. نن سبا مې خوب نه دی لیدلی هرڅه په ویښه کسم.

په لوړ غږ مې سمندر ته وویل:

« ډاکټر وایي ښه نه یې، په وطن کې پیسې غواړي، مور وایي میلې چړچې مه کوه..»

لکه غږ چې مې شمال تر اوبو نه رساوه، بیرته یې زما د غوږو په لور راغبرګاوه. ساه ساه شوم. په شګو کې مې وهلې څنګلۍ ړنګه شوه. له جیبه مې ټیلفون راوایست ګول و. د اوبو څپې راپورته شوې لکه چې له تیارې سره یې نور هم زور واخیست، زړه مې کیده چې څپي مې ورکش کړي د سمندر تل ته مې یوسي، خو تر تګ مخکې به مور ته ځان سپینوم چې زوی دې په چړچو نه دی سر.

« د ناروغۍ سم حال به څرنګه ورکوم؟ »

« سهار خو یې راته ویل چې غږ خو دې ماشاء الله داسې بیداره دی…»

چیغه مې کړه:

« ښه نه یم »

د سیګل مرغه کغا شوه لکه چې زما له غږه وویریده. ټیلفون مې ولګاوه چې مور ته کیسه وکړم چې ښه نه یم:

« کله دومره پیسې لرې چې په تیلفون زنګ وهې»

« دغومره به وي»

 یو زنګ، بل زنګ دریم زنګ چې تیر شو. غږ شو، موبایل پیسې وخوړې خو پوه نه شوم چې ټیلفون چا واخیست، څه یې وویل. ساعت ته مې پام شو چې په کابل کې د شپې درې بجې دي، موبایل مې بند کړ. د کوټې په لور روان شوم. خوا مې ګرځیده. په غوږونو کې مې داسې جګې انګازې شوې چې په دواړو لاسونو مې سر ونیو…

 چې سترګې مې رڼې کړې په روغتون کې وم، نرسه مې سر ته ولاړه وه، دا ولاړه بیرته راوګرځیده ټیلفون یې راته ونیو:

– زنګونه درته راغلي دي

 له کوره درې مس کالونه و. په پيغام کې یې راته لیکلي و زموږ پیسې نه دې پکار. په ځواب کې مې ورته ولیکل:

«زه ناروغ یم، ډاکټر ځواب راکړی»

پيغام مې بیرته ړنګ کړ. د ورور خبره راپه زړه شوه چې تیره اونۍ یې راته ویل چې د خلکو ځوانان اروپا ته ولاړ شي خپلو خپلوانو ته لا پیسې لیږي. بیرته مې پیغام ولیکه، چې له کیموتراپي سره مې ویښته توی شوې دي، د جوړیدو نه یم. پيغام مې ورولیږه.

نرسي زما پر سر د سیرم په کڅوړه کې پیچکارۍ تیرې کړې، سترګې مې درنې شوې، چې راویښ شوم پښیمانه وم چې ولې مې مور خبروله. موبایل ته مې لاس کړ پيغام نه و استول شوی، په موبایل کې پیسې نه وې.

پراګ

1 COMMENT

  1. آه څومره ددرد اوکړاوه ژوند دى ، اونارينه څومره ستر غمونه اودردونه په زړه کې پټ ساتي په ځانګړي ډول پښتانه نارينه په ريښتيا چې دنارينه و دردونه پخپله نارينه ښه انځورولاى شي چې کيسه مې لوستل زړه مې څړيکې ورسره کولي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب