یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهمجاهد: ویسا طالبانو ته له خبر ورکولو پرته غونډې جوړولې

مجاهد: ویسا طالبانو ته له خبر ورکولو پرته غونډې جوړولې

تاند (چهارشنبه، د حمل ۹ مه) له پراخو غبرګونونو وروسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د قلم لار ټولنې د مشر او د تعلیم د خپراوي د مخکښ فعال مطیع الله ویسا پر نیولو اعتراف وکړ خو ادعا یې وکړه چې نوموړي مشکوک فعالیتونه لرل.

طالبان عموماً د خلکو د نیونو په اړه څه نه وايي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، ویسا د طالبانو حکومت ته له خبر ورکولو پرته غونډې دایرولې.

ده په دې اړه چې ویسا څه ډول غونډې جوړولې او یا د دغو غونډو هدف څه و، څه نه دي ویلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ بیا پر مطیع الله ویسا د افغانستان د ارزښتونو او لوړو ګټو د دښمنۍ تور پورې کړی.

ویسا له ډیرو کلونو راهیسې ماشومانو ته قلم او کتاب په لاس کې ورکوي او خلک تعلیم ته هڅوي.

یو شمېر نورو طالب پلوو بیا ویلي چې ویسا په دې خاطر نیول شوی چې له بهرنیانو سره یې کتلي او عکسونه یې ورسره اخیستي دي.

راپورونه وايي چې طالبانو ویسا شکنجه کړی خو مجاهد په دې اړه هم څه نه دي ویلي.

د ښاغلي ویسا د کورنۍ غړیو ویلي چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو له لوري د دوشنبې په ورځ د کابل په خوشالخان مېنه کې ونیول شو.

د ویسا پر نیول کېدو د ګڼ شمېر افغان فعالانو او روښنفکرانو ترڅنګ د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن دیکر غبروګون ښوولی او د نوموړي د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

ویسا د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې هم د تعلیم د خپراوي لپاره هڅې کولې او زیات تمرکز یې د نا امنۍ له امله له تعلیمه د بې برخه شویو سیمو ماشومانو ته و.

3 COMMENTS

  1. ویسا غونډې جوړولی ټول مسلح ځوانان یی پر ځان راغونډول عکس کی یی وګوری. ټولو سره کاشینکوپونه دی خو عکس فوتوشاپ شوی کتابونه ښکاری. بله ګناه یی دا وه چی پیامبر ص فرمایلی چی تعلیم فرض ندی دا بیا ولی بر خلاف ماشومانو ته تعلیم ورکوی. اقراء قرآن راغلی پدی معنی چه مه لولی وبسا بر عکس خلک لوست ته رابولی او باید مجازات شی ټول اعمال ضد د خمارت دی.

  2. رښتیا هم ویسا له دهاتی ماشومانو سره په اولیه بسیطو امکاناتو د لیک ـ لوست غونډی درلودلی، دا
    اوس نه بلکې تر طالبی امارت په کلونو وړاندی هم ، دی کې مشکوک والی څه مفهوم لری ؟ د حماد ، ذبیح ،نعیم او خُستی په تحلیل او الفاظو چي له قاری ، ملا تر دکتورا تعلیم لری په پټو سترګو بغارې
    وهی ، مشکوکې غونډی ؟ دهاتی تعلیم روان وو ـ نوی خو ندی ؟ ډیر شاقه او دروند کار دی نه دفتر یا
    کوټه لری، نه موټر او باډی ګارد او نه کوم خاص معاش ؟
    موږ باید شکر وباسو چي یو څوک شته چي دهاتی مکاتب ایجادوی او چلوی یی او د قلم،کتاب او کتابچو د پیدا کولو لپاره هر چا ته دریږی او د دی ملت د سبا غم ورسره دی الحمد لله ۰
    خو دهاتی مکتبونو سره شکونه او نور تهمتونه تړل څه افاده کوی ؟
    دملت سره بی پروایی ، عدم مسئولیت ، د صادق خادم حاکم قلت ، قانون نشتوالی او هر څه ته غیر له ځانه سپک کتل اوپه ټوله کی تحقیر او کوتک سره لیونۍ مینه بلا تشبیه لکه د خرې ۰
    کار اهل ته نه سپارل فسق دی ، نتیجه یی ظلم او ملت تباهۍ ته سوق کول ۰
    ټوپک او صلاحیت نآاهلو ته سپارل د فساد تجهیزول دی ، او دا ټول قصداََ روان دی او همدی لیونتوب ،ملی او نړیوال مشروعیت یی ناشونی کړی ۰

  3. دغه رئیس الکاذبین ذبیح خو دیر بیشرم سړی دی، دومره درواغ وایي چې والله که یهود و نصارا هم دومره درواغ ویلی شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب