جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو تر هغه څه چې تصور کېده زیات...

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو تر هغه څه چې تصور کېده زیات کسان وژلي

تاند (چهارشنبه، د حمل ۹ مه) د بخښنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې تر هغه څه چې ګومان کېده طالبانو د پخواني حکومت ډیر غړي په منظم ډول وژلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو په راپور کې د افغانستان په شمول په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور پرون (سې شنبې/ د مارچ ۲۸) خپور کړ.

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو بې محاکمې د مقاومت جبهې غړي، د داعش وسله وال او هر هغه څوک اعدام کړي چې د دوی اطاعت نه کوي.

په دې راپور کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو حضور سخت محدود شوی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان د راپور له مخې، طالبانو د خپل واک په لومړیو ۱۰ میاشتو کې ۲۳۷ تنه بې محاکمې وژلي دي.

طالبانو د بخښنې د نړیوال سازمان د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې دا ډول تورونه یومخ رد کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) پر اساس لیکلي چې د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې په افغانستان کې په تروریستي بریدونو کې ۲۱۰۰ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

8 COMMENTS

  1. دا داګریزانو دشر کڅوړه همیش دمسلمانکشی لپاره خبری کوی.
    دوی ته خپل مزدوران مهم دی او عادی انسانان په انسانانی کی نه شمیری. کنه دداعش بندیان هم انسانان دی چی دغرب لخوا بیرحمانه مړه سول او یا اوس بی وطنه او له انسانی حقوقو محروم دی.
    هغه چی دبشری حقوقو دساتلو ادعا لری هغه باید خپل او دښمن یو وبولی، اندک فرق کول دهغو د منافقت او غرض معنا لری.

  2. ثابته دا ستا پوچ ماغزه او ناولی فکرده هغه څه چی ته په زړه کی لری په هغه یوماشوم هم پوهیږی ته باید منافقت پریږدی او دی ملت دی یوالی لپاره څوچ وکړی نه دی بیلوالی لپاره دا دې ملا ډیزلی ناروا ځامن یا نن یا سبا ختمیژی خو ملت به همدا ملت وی مګر هغه بی همت اوپوچ مازغه چی دی ماشومانو فکر ورسره وی سبا که انګریز یا یهود راشی بیا اول همدغه پوچ مغزی ورته اټن کوی بیا نه اسلام وی نه ملا ډیزلی او نه سمیع الحقی

  3. دا د بښنی سازمان باید صفا پوست کنده ووایی چی طالبان د پښتنو د قتل عام پروژه ده، داعش د اسلام دبدنامی او د اسلامی هیوادو د متلاشی کولو یوه بله پروژه ده، هغه قتلونه چی دوی کړی او کوی یی دوی ته ورسپارل شوی وظیفه ده.

  4. لعنت په د غلامې نړې او په داسې سازمان.
    په دا شل کلن اشغال کې خو داشغالګرو او یا د هغو غلامانو صرف یو جنایت تیروتنه خو راته په ګوته کړه؟؟
    هیڅ کومه غلطی او د هیڅ چا پزه یې هم وینې نکړه؟؟(؟
    ښځې هم طالبانو په سپیو داړلۍ
    او د شپې چاپې هم

  5. دپردو ځیره خورو په دماغ می پښه پیښه سوی. ماغزه یی بیخی خراب سوی.
    ژه دبیلوالی خبری کوم؟ زه دشیطانو پردی خلکو مخه نیسم چی افغانان سره جلا نکړی او دښمنی نوره پسی ګرمه نکړی او هغه کسان چی زما په خبرو یی خوا بده سوی دشیطان انګریز په دفاع بوختیږی. داسی مالومیږی چه دا خلک ترافغانانو یی په پردو زړه خوږیږی. دا کسان چی دعمومی عفوی نه وروسته بیا هم دکفر ملاتړ کوی او دمسلمانو په ضد بداورد وایی دتمی خلک ندی، دوی له اسلامه ډیر په کفر خوشاله دی. دداسی خلکو څخه دی خدای افغانستان په امان کی وساتی.

  6. جان تڼی مارچ 29, 2023 At 11:49 pm
    دی کفر ځیره خواره معلوم دی چی دی منافقت علامی یی له ورایه معلومیږی دې هفتی څلویښت میلونه دالر دی ملا دیزلی اولادونه خوری او چاپړوسان بی ولسه ډمانو ته ورته دی چی خپله دی اسلام له پنځه بناو خبر ندی مګر نارو او سورویی هڅی دنیا نیولی همدا ړانده مسلمانان دې او خپل کور کښی له مور او پلار څخه دی لمانځه پوښتنه وکړې که مکمل لمونځ زده وه نو مونږ ورته تابع یو هغه څوک چی پخپله له دین نه خبر نوی اوبل ته لاری ښې دا صرف یو حماقت ده او دی هغه لوده توب ښی

  7. ورک د شی داسې تعلیم چه تربیه ورسره نوی.
    لږ خو انسان له ځانه وشرمیږی ای په ځان مینه.
    خیر دۍ که څوک تا سره ستا په فکر نوی نو د خدای ظالمه ښکنځل بد او رد ولې ورته اوراوې؟؟
    که دا ستاسو دموکراسی وی نو اور پورۍ شه په داسۍ دموکراسۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب