پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

تاند (چهارشنبه، د حمل ۹ مه) د افغانستنان د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په ۲۶ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.

دې ادارې وړاندوینه کړې چې په ځینو ولایتونو کې به واوره او شدید بارانونه واوري چې له کبله یې د سیلونو د راوتلو احتمال هم شته.

په وروستیو څو ورځو کې لږترلږه ۳ تنه په سیلونو کې مړه شوي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

د هوا پېژندنې د ریاست د راپور له مخې، نن (چهارشنبه) ښايي په نورستان، بدخشان، تخار، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، بغلان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، میدان وردک، غزني، دایکنډي، بامیان، اروزګان، غور، کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې ورښتونه وشي.

په همدې حال کې د افغانستان د ترانسپورت وزارت خبرداری ورکړی چې په سالنګونو کې به واوره واوري.

د هواپېژندنې ادارې له ۲۰ تر ۵۰ میلي مترو پورې د ورښتونو او له ۲۰ تر ۴۰ سانتۍ پورې د واورې اټکل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب