شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا «تروریزم» د افغانستان او نړۍ لپاره تر ټولو لوی خطر...

امنیت شورا «تروریزم» د افغانستان او نړۍ لپاره تر ټولو لوی خطر وباله

تاند (چهارشنبه، د حمل ۹ مه) د ملګروملتو امنیت شورا په کابل کې د وروستۍ انتحاري حملې په غبرګون کې تروریزم په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت تر ټولو جدي ګواښ وباله.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخته په انتحاري برید کې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل شول او نامعلوم شمېر نور ژوبل شول.

د ملګروملتو د امنیت شورا غړیو د کابل د انتحاري برید په غبرګون کې په خپله ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې تروریزم نه یوازې افغانستان بلکې درستې نړۍ ته جدي خطر دی.

طالبانو د دوشنبې د حملې بشپړ جزییات څرګند نه کړل خو ویې ویل چې انتحاري بریدګر د طالبانو یوې امنیتي پوستې ته تر رسیدو مخکې ووژل شو.

د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ په عین حال کې ویلي چې له انتحاري حمله کوونکي سره موجود چاودېدونکي مواد وچاودېدل او په نتیجه کې یې «تر ۶ تنو پورې وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي. په ټپیانو کې ۳ طالبان هم شامل دي.»

د دغه برید مسوولیت ساعتونه وروسته داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست او ویې ویل چې د خراساني په نوم د دوی یوه غړي دا برید کړی دی.

د امنیت شورا غړیو په خپله اعلامیه کې دا برید وحشیانه بللی او هغه یې په کلکه غندلی دی.

دوی یو وار بیا ټینګار کړی چې هر ډول تروریزم په افغانستان او نړۍ کې د سولې لپاره تر ټولو لوی خطر دی. دوی د تروریستي اقداماتو له ملاتړو، تمویلوونکو، تنطیموونکو او عاملانو سره د حساب کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د امنیت شورا غړیو د تروریزم پر ضد د ټولو غړیو ترمنځ د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

1 COMMENT

  1. دی کفر ځیره خواره معلوم دی چی دی منافقت علامی یی له ورایه معلومیږی دې هفتی څلویښت میلونه دالر دی ملا دیزلی اولادونه خوری او چاپړوسان بی ولسه ډمانو ته ورته دی چی خپله دی اسلام له پنځه بناو خبر ندی مګر نارو او سورویی هڅی دنیا نیولی همدا ړانده مسلمانان دې او خپل کور کښی له مور او پلار څخه دی لمانځه پوښتنه وکړې که مکمل لمونځ زده وه نو مونږ ورته تابع یو هغه څوک چی پخپله له دین نه خبر نوی اوبل ته لاری ښې دا صرف یو حماقت ده او دی هغه لوده توب ښی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب