(دوولسمه برخه)
دیوبندیان، سلفیان او برېلویان:
مخکي مو وویل چي محمد بن عبدالوهاب خپل تحریک په اسلام کي د بدعتونو او د ده په عقیده کُفري عقایدو او د شِرک د اعمالو پر ضد پیل کړ؛ او د ده له وفات څخه څه باندي ۱۳۰ کاله وروسته، د ده د عقایدو په اساس، سعودي عربستان منځته راغی، چي په هغه کي نجد او حجاز دواړه شامل ول. د ابن عبدالوهاب د تحریک په اهدافو کي د خارجي دښمن سره مقابله چنداني مطرح نه وه او د هغه ستونزه یوازي له هغو مسلمانانو سره وه چي د اسلام له دین څخه یې، پرته له دې چي وپوهیږي، انحراف کړی وو.
په نونسمه پېړۍ کي سید جمال الدین افغاني او محمد عبدُه د اسلام د وروسته پاته والي اساسي علت د اسلامي ملکونو او د هغوی د اوسېدونکو ترمنځ بې اتفاقي او پر هغوی باندي د استعماري قوتونو، لکه برټانیه او روسیه، تسلط تشخیص کړ. هغوی خپله مبارزه زیاتره د مسلمانانو د یو کولو او پان اسلامیزم Pan Islamism تر نامه لاندي پر مخ بېوله.
له دوی څخه وروسته، په شلمه پېړۍ کي، اخوان المسلمین او د هغوی لو مړي لارښود او موسس حسن البناء د اسلامي امت د وروسته پاته والي اصلي علت په اسلامي هیوادو نو کي د فاسدو او مستبدو رژیمونو قدرت تشخیص کړ او د هغوی د نسکورولو شعار یې ورکړ. له حسن البناء څخه روسته سید قطب د خپلي مبارزې د توجیه کولو لپاره د قرآن شریف په آیتونو تمسک وکړ او د« فی ظلال القرآن» په نوم یې داسي تفسیر ولیکی چي په اسلامی دولتونو کي یې د فاسدو او مستبدو واکمنانو پر ضد پاڅون ته شرعي او قرآني رنګ ورکاوه او زیاترو دیني علماوو یې، قرآن شریف ته د نویو تعبیرونو د پیداکولو له امله، د کفر فتوا صادره کړه. په عربي ملکونو کي د اخوان المسلمین تحریک یو وخت دونه زور واخیست چي یوازي په مصر کي یې د غړو شمېر نیم میلیون تنو ته رسېدی.
د اخوان المسلمین له تحریک څخه ښه ډېر مخکي، د هند په نیمه وچه کي دیني علماء یوازي د مسلمانانو له خرافی عقایدو د اصلاح کولو له ستونزي سره مخامخ نه ول بلکه هم د بریټانوي استعمار تسلط، هم په ۱۸۵۷ کال کي د مغولو د تش په نامه سلطنت سقوط او پر ډهلي باندي د انګرېزانو مستقیمه سلطه او هم د هندو اکثریت له خوا د مسلمانانو مذهبي موسسو او عقایدو ته تهدید او ضمناً د انګرېزانو تر غیر مستقیمی او مستقیمی ادارې لاندي د مسلمانانو د فاسدو خودمختارو نوابانو وجود له هغوی څخه د یوه اقدام غوښتنه کوله.
په ۱۸۵۷ کال کي د ډهلي د پاڅون ماتي او برما ته د مغولو د وروستي، تش په نامه، پاچا بهادرشاه ظفر تبعیدېدلو د هند د مسلمانانو ټولنه، چي باید سل کلونه مخکي متوجه سوې وای، ولړزوله. د ډهلي د پاڅون د شکست په مقابل کي دوه ډوله عکس العمل طرح سو. سرسیداحمدخان، چي کلونه یې د برټانوي حکومت په ادارو کي مأموریتونه او خدمت کړی وو، په دې عقیده وو چي تر څو پوري مسلمانان باسواده او تعلیم یافته نه سي او له هغو عصري علومو او تخنیک سره اشنا نه سي چي غربیان کار ورڅخه اخلي او د همدغو عصري علومو په زور پر شرقیانو باندي حکومت کوي؛ مسلمانان هیڅ کار پر مخ نه سي بېولای. سرسید احمدخان خپله توجه د مسلمانانو د باسواده کولو خواته واړوله او چندانی یې د تحریکونو او جمعیتونو سره د پیوستون خواته حرکت ونه کړ. په ۱۸۸۶ کي یې د ټول هند د مسلمانانو یو تعلیمي کنفرانس جوړ کړ چي د هند د مسلمانانو تر منځ په پیوستون کي یې ډېره ښه اغېزه وکړه. د هغه د هر مجلس او هري ورځي دغه یو شعار وو. تعلیم وکړی! تعلیم وکړی! تعلیم وکړی! History of Muslim Philosophy P1581
سرسید احمدخان له دې څخه مخکي، په ۱۸۶۴ کال کي، په مراد آباد کي یوه علمي ټولنه جوړه کړې وه چي وروسته یې مرکز علی ګهړ ته نقل سو. دغه علمي مرکز له انګلیسي ژبي څخه اُردو ته د تاریخ، سیاسي اقتصاد، کرني، ریاضي او نورو علومو په باب ترجمې وکړې او د علي ګهړ د موسسې په مجله کي یې چاپ ته وسپارلې چي د خلکو په راویښولو، تعلیم یافته کولو او عصري علومو ته په متوجه کولو کي یې ډېره مثبته اغېزه وکړه. Ibid P 1592
سره له هغه چي سرسید احمدخان په هره وینا او هره لیکنه کي د اسلام دین ته پر وفاداری باندي ټینګار کاوه او شاګردانو او محصلینو ته به یې ویل چي پر خدای او محمدص باندي عقیده یوازنی ارتباط دی چي زموږ او تاسي تر منځ موجود دی. که د اسلام پر دین باندي عقیده ونه لری تاسي زموږ له ډلي څخه نه یاست. زه غواړم چي تاسي اروپايی علوم او ادبیات په ښه ژوره توګه مطالعه او زده کړی مګر زه په په عین وخت کي ستاسي څخه غواړم چي خپل دین ته وفادار اوسی. Ibid P 1597
مګر دیني علماوو پر هغه باندي هیڅ ډول اعتماد نه درلود او هغه یې د اسلام له دین څخه منحرف او حتی کافرباله. د هغه په مقابل کي د علماوو د مخالف دریځ علت یوازي د عقایدو اختلاف نه وو بلکه بل او مهم علت یې دا وو چي سرسیداحمدخان د برټانیې طرفدار دریځ اختیار کړی او یا لږ ترلږه له هغوی سره یې نرم سلوک کاوه. د سیداحمدخان له دې دریځ سره سید جمال الدین افغاني هم، په ډیرو توندو کلماتو خپل مخالفت ښودلی دی. کله چي سید د دوهم ځل لپاره هند ته سفر وکړ او هلته زیات و کم دوه کاله تم سو؛ تر ټولو زیات وخت یې په حیدارآباد کي تېر کړ او تقریباً شل میاشتي هلته دېره وو. په حیدارآباد کي یې د سرسید احمدخان له ملګرو سره لیدلي وه. سره له هغه چي هغوی یې ښه مېلمه پالنه کړې وه خو سید د سرسیداحمدخان پر پروګرامونو باندي له حملې کولو څخه لاس وانه خیست. Keddie, P 146
سید جمال الدین د سرسیداحمدخان په باره کي وايی: هر هغه څوک چي د خپلو وروڼو د قاتلانو دفاع کوي هغه تر ټولو بد کسان دي. سید حتی سیداحمدخان ته کافر او میټریالیسټ وایه. Ibid P168
دا وخت د پښتونخوا په غرونو په تېره بیا د سوات په علاقه کي د سیداحمدبرېلوي طرفداران، چي انګرېرانو هغوی ته د هندي وهابیانونوم ورکړی وو، په وسله واله مبارزه لګیاول او انګرېزانو ته یې هغه سیمه سره تبۍ کړې وه. د سید احمدبرېلوي د جهادی تحریک طرفداران په هند او د انډیمان په ټاپو ګانو کي په زندانونو کی اوسېدل او جایدادونه او کورونه یې ضبطدېدل؛ خو د هند مسلمانانو او حتی هندوانو هغوی ته پرله پسې پیسې ټولولې او جنګي افراد او ځوانان یې ورلېږل.
د دیوبند د علماوو تحریک زیاتره مذهبي رنګ درلود او تقریباً یوازي د مذهبي علماوو او د هغوی د شاګردانو په منځ کي پاته سو. د مسلمانانو ډېر لوی او مشهور منورین د کانګریس سره یو ځای سوي ول او په وروسته کي لا ډېر مسلمانان، د عثماني امپراطوری څخه د دفاع په منظور د خلافت ګوند ته ولاړل. پخپله د دیوبند د علماوو یوه برخه یوازي د اسلام د د ین د تبلیغ او د اسلامي متونو د خپرولو او تر خلکو پوري د رسولو طرفداران او یوه برخه یې د انګرېزانو پر ضد په عملي ډګرکی د برخي اخیستلو طرفداران ول. البته د مسلمانانو پراخ اکثریت، چي نېستمن او بېسواده ول، په هیڅ ډول تحریک کي د برخي اخیستلو علاقه او فرصت نه درلود او د انګرېزي واکدارانو څخه وېره یې لا په دغه راز تحریکونو کي د برخي نه اخیستلو بل علت وو.
هغسي چي وهابي تحریک د لومړي نړی وال جنګ له ختمېدلو څخه وروسته یوازي د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په خاوره کي محصور پاته سو او نور له خپل پخواني زور څخه ولوېدی دغه راز دیوبندي تحریک هم، د بریټانوي استعمار په شمول، له لومړۍ ورځي، د مختلفو سیاسی او عقیدوي مخالفتونو سره مخامخ سو او د هند له نیمي وچي او افغانستان څخه دباندي یې چنداني اغېزه ونه ښندله. دیوبندي علماء د سیمي د اوسېدونکو په څېر حنفي مذهبه دي؛ او د سیمي د خلکو د عقایدو سره سم یې له زیارتونو، خُرافاتو او پیرانو سره چنداني غرض ونه کړ او له دغه امله د سیمي د مسلمانانو د احترام وړ دي.
دیوبند:
دیوبند دارالعلوم په هند کي یوه مدرسه ده چي دیوبندي تحریک له همدغه ځای څخه پیل سوی دی. د دیوبند د مدرسې د تاءسیسېدلو یو مهم او حتی اساسي عامل په ۱۸۵۷ کال کي د ډهلي د پاڅون ناکامي او د مغولو د سلطنت ناکامي او سقوط وو. په هند کي مسلمانو دیني علماوو فیصله وکړه چي په هغه هیواد کي هغو بدعتونو، رواجونو، خُرافاتو او عقایدو ته توجه وکړي چي د اسلام له دین څخه د انحراف سبب ګرځېدلي دي او د اسلام دین بیرته خپل اصلي او کتابي حالت ته وګرځوي. که څه هم چي د دیوبند د مدرسې یا دارالعلوم د منځته راتللو د مفکورې اساس په هغه هیواد کي د مسلمانانو د تش په نوم سلطنت ړنګېدل او پر ډهلی باندي د انګرېزانو د مستقیمي واکمنۍ ټینګېدل وه مګر د دارالعلوم موسسینو تر یوه وخته پوري ځانونه له سیاست څخه په څنګ وساتل او یوازي یې خپلو مذهبي چارو او پر دیني اساساتو باندي ولاړ تعلیمي نصاب ته توجه واړوله. د هغوی لومړنی ابتکار دا وو چي د تدریس لپاره یې د عربي پر ځای چي د علماوو ژبه وه او د فارسي پر ځای چي د ادب او اشرافو ژبه وه اُردو ژبه وټاکله چي د هند د عوامو مسلمانانو ژبه وه.
د دیوبند د دارالعلوم موسسینو په ۱۸۶۶ کال کي خپل علمي فعالیت پیل کړ. لومړنی مدرس یې محمود دیوبندي وو چي په ۱۸۸۶ کال کي وفات سو او له هغه څخه وروسته نوبت د هغه شاګرد محمودحسن دیوبندي یا شیخ الهند ( ۱۸۵۱-۱۹۲۰) ته ورسېدی چي د مدرسې په اداري چارو کی یې مهم رول درلودی. نور مهم غړي یې رشید احمد ګنګوهي، یعقوب نناتوي، رفیع الدین دیوبندي، سید محمدعابد، ذوالفقار علي، فضل الرحمن عثماني او محمدقاسم نناتوي وو. دوی د ۱۸۸۰ د لسیزي تر پایه پوري لږترلږه ۱۵ مدرسې جوړي او فعاله کړی؛ چي ټولي یې اکثراً له عوامو څخه د پیسو جمع کولو له لاري جوړي کړي وې.
دیوبندي علماو غوښتل چي د اسلام په دین کي د را پیدا سویو انحرافاتو مخه ونیسی او اسلام دین بیرته هغه پخواني عظمت ته وګرځوي. که د اسلام له نظره ورته وکتل سي، دا ډېر پر ځای او معقول حرکت او تصمیم وو. مګر دوی باید دې حقیقت ته توجه کړې وای چي نړۍ له پخوا څخه ډېر زیات تغییر کړی دی او د هند په ټولنه کي له ډیري پخوا زمانې راهیسي داسي تغییرات روان وه چي نه یوازي د دیوبند د علماوو لپاره بلکه د هر قدرت لپاره یې بیرته پر شا ګرځول غیر ممکن وه.
په هند کي یوګا، دروېشی، د دنیا ترک وهلو، صوفیګری، خُرافات پرستی او ګورو یا مرشد پرستی له سوونو کلونو راهیسي رواج درلود او اسلامي تصوف ته یې هم په پرانیستې غېږه هرکلی ووایه. د اسلامی تصوف په طریقو کي تر هر څه چشتیه طریقې ډېر او پراخ نفوذ وکړ؛ ځکه چي په چشتیه طریقه کي نه یوازي ساز او آواز، قوالي او د ذکر په وخت او په زیارتونو کي عُرسونو او نڅاوو ته اجازه وه بلکه د چشتیه طریقې یوه نه بېلېدونکې برخه ګڼله کېده.
د شیخ نظام الدین اولیاء د پیر او مرشد شیخ فریدالدین ګنج شکر ۱۱۷۳-۱۲۶۵ په محفلونو کي د هندو جوګیانو هرکلی کېدی او هغوی به شعرونه پکښي ویل. په دې شعرونو کي، چی له ساز سره به ویل کېدل د هندوانو د خدای ویشنو او راما او کریشنا صفتونه کېدل. له دیوبندیانو څخه څه باندي سل کاله مخکي د شاه ولی الله دهلوي ۱۷۰۳-۱۷۶۲ لپاره، چي په هند کي د اسلام د دین د لویو رهبرانو څخه وو، ګرانه او حتی غیر ممکنه خبره وه چي د دغو رواجونو پر ضد مبارزې څخه دي څه جوړه کړي. سره له هغه چي په هغه وخت کي د چشتیه طریقې کوم داسي مهم پیر او مرشد موجود نه وو چي د شاه ولی الله سره دي سیالي وکړای سي مګر دې طریقې په هغه ټولنه کي داسي ریښې ځغلولي وې او له هندو مذهب او هندو کلتور سره یې دونه ژور ارتباط ټینګ کړی وو چي بیرته شاته ګرځول یې د هر چا تر وس تېره خبره وه. Rizvi. Shah Wali-Allah P358
البته د دې معنا دا نه ده چي دیوبند دارالعلوم په خپلو اهدافو کي ناکام وو. هغوی، په ټولنه کي له ټولو ستونزو او د انګرېزانو د حکومت له ټولو مخالفتونو او دسیسو سره سره نه یوازي خپل ژوند ته دوام ورکړ بلکه نفوذ یې ورځ تر بلي پراخ کړ او د هند د نیمي وچي او افغانستان څخه یې شاګردان جلب کړل. حتی د مولوی عبدالوفاء په نوم یو افغان یې د څه مودې لپاره د رییس په حیث هم کار وکړ.
په هند کي له ډیرو پخوا زمانو څخه دیني مدرسې د مغولي پاچاهانو او محلي واکمنانو له خوا تمویلېدلې. البته د دې کار نقص په دې کي وو چي مدرسو باید د واکمنانو له ارادې او پلان سره سم حرکت کړی وای او علماء له دربارونو سره په دایمي ارتباط کي ساتل کېدل. دیوبندیانو دغي عنعنې ته تغییر ورکړ او د دارالعلوم لپاره یې له لومړي سره د ټولني د عوامو له طبقې څخه اعانې ټولي کړې او له لومړۍ ورځي یې مستقل حرکت پیل کړ او تر نني ورځي پوري یې دوام ورکړی دی.
د دیوبند دارالعلوم پر دیني پروګرامونو برسېره، له لومړۍ ورځي، د برټانوي استعمار پر ضد مبارزه کوله. په افغانستان کي یې د هند لپاره د موقتي حکومت له صدراعظم مولوي عبیدالله سندهي او نورو فعالانو سره ارتباط ساتلی وو او مولوي عبیدالله سندهی د دارالعلوم له رییس مولنامحمودالحسن سره مستقیم اړېکي ساتل. دغه راز یې د جمعیت علمای هند په نوم یو سیاسي ګوند تاءسیس کړ او د شرق الهند د کمپنی پر ضد یې، د هند له ملي کانګریس سره همکاري کوله.
د دیوبند د دارالعلوم د تاءسیسېدلو اصلي علت، تر ډېره ځایه، په ۱۸۵۷ کال کي د ډهلي د پاڅون ځپل کېدل او د مسلمانانو د تش په نامه حکومت ختمېدل وه. په دې اساس باید دارلعلوم، د خپلو دیني پروګرامونو تر څنګ، سیاسي پروګرامونه هم مخته بېولي وای؛ مګر د سیاست میدان داسي ګوندونواشغال کړی وو چي هغوی یوازي سیاسي پروګرامونه درلودل او هغو مسلمانانو چي له هند څخه یې د انګرېزانو د ایستلو لپاره حرکت کاوه زیاتره په دغو ګوندونو کي جذب سوي ول. په دې حساب نو ګواکي دارالعلوم ته یوازي دیني پروګرامونه پاته سول او په سیاست کي چنداني ونه ځلېدی.
د پاکستان له تقریباً درې سوه میایونه نفوس څخه تقریباً ۸۰ میلیونه ځانونه دیوبندیان بولي . د دیوبندیانو اکثریت پیروان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کي دي او تقریبا ۶۵ فیصده مدرسې په دیوبندیانو پوري اړه لري.
مولنا عبدالحق په ۱۹۴۷ کال کي، د دیوبند د دیني پروګرامونو سره سم، د حقانیه مدرسې د تأسیسولو حرکت پیل کړ. البته حقانیه مدرسو، د دیوبند د دارالعلوم په خلاف، چي یوازي په دیني پروګرامونو پوری منحصر پاته سو، د پاکستان او سیمي په سیاست کي فعاله ونډه واخیستله. د هند پر ضد یې ځان مرګي او ټروریسټان وروزل او پر افغانستان باندي د شوروي له یرغل څخه بیا تر نن ورځي پوري د هغه هیواد په سیاسي تحولاتو کي فعاله ونډه لري. په ۲۰۰۱ کال کي پر افغانستان باندي د امریکا او ناټو د یرغل او اشغال په شل کلنه دوره کي ټول ځانمرګي ځوانان په همدغه حقانیه مدرسو کي روزل سوي او د ۲۰۲۲ کال د آګست په میاشت کي پر کابل باندي د طالبانو د واکمن نظام ډېر زیات مشران په همدغه حقانیه مدرسو کي، چي ویل کیږي شمېر یې زرګوو ته رسیږي، روزل سوي دي.
مولنا محمدالیاس الکندلوي په ۱۹۲۶ کال کي، په هند کي د تبلیغی جماعت په نوم یو حرکت پیل کړ چي په لږ وخت کی یې ډېر زیات پیروان پیدا کړل. دا حرکت اصلاً د هندوانو د مذهبي تبلیغ د حرکت او تنظیمونو په مقابل کي، چي په هند کي یې د مسلمانانو د جلبولو او له مذهبه اړولو لپاره ضمني فعالیتونه کول، منځته راغی. تبلیغی جماعت په هیڅ ډول سیاسی فعالیت کي برخه نه اخلي. په سیاسی بحثونو او حتی په فقهی مسایلو کي له بحثونو څخه ځانونه ژغوري او یوازي د اسلام د ارکانو په باره کي تبلیغ کوي. خلک لمونځونو او د اسلامي فرایضو اداکولو ته رابولي او د حرام او نواهیو پر ضد تبلیغ کوي. دا ډله اوس حاضر په جنوب ختیځه اسیا، جنوب لوېدیځه اسیا، اروپا، افریقا او شمالي امریکا کي فعالیت کوي او په دې ټولو هیوادونو کي څانګي لري.
که څه هم چي دیوبند دارالعلوم، په اساس کي، د یوه لوی سیاسی هدف لپاره چي، د هند په نیمه وچه کي، د اسلام د عظمت بیرته را ژوندي کول وه، جوړ سو؛ مګر خپله ټوله توجه یې د اسلام د دین تبلیغ او خُرافاتو او مضرو عقایدو پر ضد مبارزې ته متوجه کړه . دیوبندي علماء، په تېره بیا د افغانستان دیوبندي علماء، له طریقت او تصوف سره مخالفت نه لري بلکه زیاتره یې تصوف ته معتقد خلک دي. دیوبندي علماء ځان وژنه لکه د بل بې ګناه مسلمان وژل قتل نفس او ناروا بولي؛ په داسي حال کي چي د حقانیه مدرسو استادان او مبلغین نه یوازي ځان وژنه ناروا نه بولي بلکه د دې ناوړه عمل د تشویقولو لپاره یې مبلغین او مولویان استخدام کړي وي. څرنګه چي حقانیه مدرسې، له لومړي سره، د سیاسي اهدافو لپاره، په تېره بیا د هند سره د دښمنۍ د پاللو لپاره، جوړي سوي دي نو خپل هدف ته د رسېدلو لپاره هر عمل جایز او حتی جهاد بولي. دغه علت دی چي د طالبانو په منځ کي دیوبندي ملایان نسته بلکه تقریباً ټولو یې په حقانیه مدرسو کي تعلیمونه کړي دي او له لومړي سره، په تېره بیا د امریکایانو او ناټو د اشغال له کلونو څخه، یې د ځان مرګو حملو څخه کار اخیستی او د ځان مرګو ترڅنګ د زرهاوو بې ګناه انسانانو د قتلېدلو سبب سوي دي. طالبانو، ځانمرګو حملو ته، چي د قرآن او احادیثو په حکم ناروا عمل او قتل نفس بلل سوی دی، د جهاد رنګ ورکړ او مرتکبینو ته یې د حتمي جنت وعدې ورکولې.
په طالبانو کي د دیوبند له دارالعلوم څخه د فارغانو د نه موجودیت یو عمده علت دا هم دی چي د افغان مهاجرینولپاره ، په تېره بیا ماشومانو او ځوانانو ته، حقانیه مدرسې هم نیژدې او هم یې، هند ته د داخلېدلو په څېر، سرحدي ستونزي نه درلودلې. پاکستان د افغانانو او افغان مهاجرینو له دې ستونزو څخه ښه ګټه پورته کړه او په خپلو حقانیه مدرسو کي یې په لس هاوو زره کسان وروزل چي ښايی د کشمیر په جنګونو کي به یې هم کار ورڅخه اخیستی وي.
سلفي یا سلفیه:
لکه له نامه څخه چي یې څرګندیږي سلفي د پخوانیو یا اسلافو، چي سلفیانو سلف صالح ورته ویل، لاره تعقیبول دي. له سلف صالح څخه د دوی مطلب صُحابة، تابعین او تبِ تابعین دي. سلفیان په خپلو اصولو او عقایدو کي د اسلام تر ټولو اصلاحات غوښتونکو ټینګ او جدي دی. د دې تحریک اساس په شمالي افریقا کي، چی مسلمانان یې د فرانسې او هسپانیې تر تسلط لاندی ول، پیل سو.
د سید جمال الدین افغاني شاګرد او ملګری محمدعبدُه د ۱۸۸۵ کال د جنوري په میاشت کي ټونس ته ولاړ او غوښتل یې چي د « عروةالوثقی» د یوې پټي څانګي اساس کښیږدي. د مالکي مذهب شیخانو د هغه چنداني تود هرکلی ونه کړ خو د دغه مذهب ځوانو عالمانو او د حنفی مذهب پیروانو د هغه هرکلی وکړ. کله چي محمدعبدُه په ۱۹۰۳ کال کي، د دوهم ځل لپاره، ټونس ته ولاړ؛ دا ځل یې تود هرکلی ونه سو او ډیرو علماوو هغه ته د وهابي نوم ورکړ او محمدعبدُه ګواکي له ټونس څخه په ناکامي ستون سو.
محمدعبدُه وروسته الجزایر ته ولاړ او هلته یې ځکه تود هرکلی وسو چي د الجزایر خلک، منورین او علماء د فرانسې له استعمار څخه کړېدل او علماوو ته دا حقیقت څرګند سوی وو چي د فرانسویانو د تبلیغاتو او نفوذ له امله اسلامی عقاید له خطر سره مخامخ دي. که څه هم چی عبدُه په الجزایر کي د ډیري لنډي مودې لپاره تم سو خو د هغه هیواد پر منورینو باندي یې ډېره ژوره اغېزه وکړه او د تل لپاره یې د سلفي عقایدو اساس کښېښود. له همدغه ځایه څخه سلفي عقاید المغرب یا مراکش ته ورسېدل خو د الجزایر په څېر زور یې نه په ټونس او نه په المغرب کي ولیده سو. Encyclopadia of Islam, Salafi.
سلفي عقایدو د ودي او انکشاف او د یوه سیاسي هویت او اغېزمن رهبریت لپاره د یوه دولت یا یوه قوت ملاتړ ته اړتیا درلوده. که څه هم چي ځینو مذهبي علماوو د سلفي عقایدو پیروي کوله او د همدغو عقایدو لپاره یې دلته هلته تبلیغات کول خو د سلفي مکتب په حیث چنداني چا نه وه پېژندلي. تر څو چي په ۱۹۶۱ کال کي د مدینې اسلامي پوهنتون پرانیستل سو.
دا وخت د سعودي عربستان وهابي رژیم هم له خپل پخواني زور او توندروی څخه لوېدلی وو. د دربار په سل ګونو شهزادګانو او د اشرافو او شته منو کسانو زامنو په لوېدیځ کي تحصیلات کړي او له نویو تجربو او افکارو سره هیواد ته ستانه سوي ول؛ او د سعودي دربار هم له لوېدیځي نړۍ سره پراخ اړیکي ټینګ کړي وه او د وهابي عقایدو تر څنګ د نورو عقایدو نسبي تحمل ته تیار وو.
په دغه وخت کي د سوریې یو محدث، چي په البانیه کي زېږېدلی وو، شیخ نصیرالدین الالباني زیات شهرت ترلاسه کړی وو. شیخ نصیرالدین د دمشق په جوماتونو کي د هغه هیواد د علماوو ابن الوقت دریځونه غندل او یوازي هغه څه یې ویل او تبلیغول چي د اسلام له دین سره یې بشپړ مطابقت درلود. شیخ د مدینې اسلامي پوهنتون ته ورغی او هغوی په ورین تندي ومانه. شیخ، که څه هم چي د اخوان المسلمین سره یې زاړه اړیکي درلودل، د هغه ګوند او د هغوی د طرفدارانو بشپړ ملاتړ نه درلود؛ ځکه چي اخوانیانو هم د ورځني سیاست په رڼا کي د وهابیانو ډېري هغه پالیسی تاییدولې چي د شیخ نصیرالدین له نظره یې د اسلام له دین سره بشپړ مطابقت نه درلود. ځکه چۍ ده یوازي هغه څه منل چي د قرآن او حدیث له متونو سره به برابر وه او که به نه وه مستقیم انتقاد یې کاوه. له دغه امله د شیخ نصیرالدین او د سعودي عربستان د وهابیانو ترمنځ اختلاف راغی.
مثلاً الباني ویله چي که خبره د دین او الاهیاتو سي نو وهابیان پر سمه لاره روان دي مګر که د فقهي له نظره ورته وکتل سي نو دوی پر غلطه دي ځکه چي دوی د حنبلي مذهب پیروي کوي او مذهبي مکتبونه ټول وروسته منځته راغلي او بدعتونه دي. مسلمانان باید یوازي قرآن او د پیغمبرص احادیثو ته مراجعه وکړي. یوه مشخصه مسله چي شیخ، په دغه اړه، مطرح کوله هغه دا وه چي ویل یې نه په قرآن او نه په حدیث کي راغلي دي چي ښځي دي خپل مخونه پټ کړي. د ده شاګردانو نه یوازي په عقایدو کي د ده خبري منلې بلکه لمونځونه یې هم د ده له هدایت سره، چي له وهابي طریقې سره یې مغایرت درلود، ادا کول. ده لمونځ په داسي طریقه کاوه چي حسن البناء هغه انحراف بللی وو مګر شیخ حتی پرحسن البناء او اخوان المسلمین باندي هم له دې امله انتقادونه کول چي ځانونه یې ډېر زیات په سیاسي لوبو کي اخته کړي او سمه لاره ورڅخه پاته سوې وه. شیخ پر اخوان المسلمین باندي له دې امله خصوصاً انتقاد کاوه چي صوفي عقاید یې منلي او تحمل کړي وه.
ډېر زیات ځوان محصلین د شیخ د پوهي او زیات علمیت تر اغېزې لاندي راغلل او ځانونه یې اهل حدیث وبلل او په دې توګه یې له حنبلي مذهب او اخوان السملین څخه لاره بېله کړه. کله چي سعودي حکومت، څو کاله وروسته، د شیخ د استادی قرارداد فسخ کړ او شیخ بیرته سوریې ته ستون سو نو تر شا یې ډېر زیات داسي شاګردان پرېښودل چي لمونځ یې د شیخ پرطریقه کاوه او د مذهب په برخه کي یې یوازي د قرآن او حدیث احکام منل. یوه ډله ځوانانو په ۱۹۶۵ کال کي په مدینه کي پر یوه مغازه باندي حمله وکړه او هغه ښځینه ډمي یې ماتي کړې چي په کړکیو کي کښېنول سوي وې. یوې بلي ډلي له حکومت څخه وغوښتل چي د دوی مذهبي طریقه په رسمیت وپېژني. دوی له مفتی اعظم شیخ عبدالعزیز بن باز سره وکتل او هغه د دوی دا ابتکار ورسره ومانه چي دوی به د سلفیانو، یا د سلف صالح د پیروانو، په نوم پېژندل کیږي.
په ۱۹۷۷ کال کي شیخ ابن باز خپل یو استازی سلفیانو ته ولېږی چي د هغوی له مشر شیخ جُهیمن العتیبي سره وګوري. کله چي د ابن باز استازي د سلفیانو له شیخ څخه وغوښتل چي د وهابیانو پر طریقه لمونځ ورسره وکړي او جُهیمن د هغه خبره ونه منله نو په دغه وخت کي د دواړو خواوو ترمنځ ډیري ترخې خبري وسوې او د ابن باز او سلفي ډلي اختلاف نور هم زور واخیست.
جُهیمن په هغه ماښام د سعودي عربستان پر شاهي کورنۍ باندي انتقادونه وکړل چي څرنګه یې په ۱۹۲۰ کال کي جهاد پرېښود او دغه راز یې په هیواد کي بانکي سسټم ته، چي په شریعت کي ناروا دی، اجازه ورکړې ده. شیخ جهیمن د ابن باز استازي ته وویل چي سعودي کورنۍ د هیواد د تېلو له خرڅلاو څخه لاسته راغلي پیسې خپلو جېبونو ته اچوي او هیواد لوټي. څو ورځي وروسته، د سعودي عربستان حکومت د شیخ جهیمن د نیولو کوښښ وکړ خو هغه د عربستان لیري صحراوو ته تښتېدلی وو.له دغي نېټې څخه وروسته د سلفیانو او وهابیانو اختلافات داسي سرحد ته ورسېدل چي نور یې د پخلاکېدلو امکانات له منځه ولاړل. Commins, PP 138-40
د ۱۹۷۹ کال د نومبر په میاشت کي، سهاروختي د لمانځه پر مهال، شیخ جهیمن د تقریباً ۳۰۰ وسله والو پیروانو سره، د کعبې په جومات ننووت. د جومات ملا امام یې له منبره را کښته کړ او شیخ جهیمن خلکو ته وینا وکړه. هغه آل سعود له اسلام سره په خیانت تورن کړل او وې ویل چي هغوی خپله خاوره او مقدسات پر کافرانو باندي پلورلې دي. سعودي پولیسو او عسکرو مداخله وکړه خو د شیخ جهیمن ملګري ورباندي غالب سول. دې نښتو دوې هفتې دوام وکړ او تقریباً ۲۰۰ تنه پکښي ووژل سول. سعودي حکومت بالآخره، د فرانسویانو په مرسته، شیخ جهیمن او د هغه ملګرو ته ماته ورکړه. شیخ جهیمن یې ونیوی او له ۶۲ نورو ملګرو سره یې اعدام کړ. هغه کتاب ص ص ۱۲۹-۱۳۰
سعودي کورنۍ له لومړیو ورځو، چي یو څو کلي به یې په لاس کي وه، د حجاز تر نیولو او پر ټول سعودي عربستان باندي د کنټرول تر ټینګولو پوري ټول عمر په مطلقه دیکتاتوري تېر کړی وو او پرته له خپلي کورنۍ یې بل هیڅ چا ته د نظر د څرګندولو حق نه وو ورکړی. مګر د شلمي پېړۍ په پای او د یوویشتمي پېړۍ په لومړیو کلونو کي شرایطو تغییر کړی وو او دوی مجبورسول چي ملت ته هم یو څه حقوق ورکړي. ګواکي دیکتاتوري که هر څونه مطلقه هم وي تر ابده دوام نه سي کولای او د قدرت خاوندان بالاخره د خپلو خلکو د غوښتنو منلو ته مجبوریږي.
د ۲۰۰۳ کال د جنوري په میاشت کي تقریباً سلو منورینو، لیکوالانو او د کاروبار څښتنانو ولیعهد عبدالله ته یوه عریضه واستوله او د خلکو او شاهي کورنۍ ترمنځ د اړېکو د بهترولو لپاره یې په مذهبي او اجتماعي چارو کي د یوې شورا غوښتنه وکړه.
په سعودي عربستان کي اثناعشریه شیعه ګان، اسماعیلیه شیعه، غیروهابي سنیان لکه مالکي او شافعي مذهبه کسان او د صوفیانو ډلي ژوند کوي؛ او د سعودي کورنۍ مجبور سول چي که له خلکو سره خبري کوي نو باید چي د دې ټولو ډلو استازي برخه پکښې ولري. د ۲۰۰۳ کال د جون په میاشت کي د ملي خبرواترو یوه غونډه جوړه سوه او دا چي وهابي رژیم شیعه ګانو او صوفیانو ته د مسلمانو وروڼو په توګه بلنه ورکوله دا پخپله یو لوی ګام وو. په دې توګه پر مذهبي چارو باندي د سعودي کورنۍ انحصار پای ته ورسېدی او ولیعهد دوې میاشتي وروسته د ملک عبدالعزیز په نوم مرکز د راتلونکو خبرو اترو لپاره پرانیست. په دې غونډو کي د صحوة ( ویښوالی، بیداري) په نوم ناراض وهابي شیخانو او د هغوی پیروانو، چي له وهابیانو پرته یې ټولو مسلمانانو، په تېره بیا صوفیانو او شیعه ګانو ته کفار ویل برخه واخیستله. هغه کتاب ص ص ۹۸-۹۹
وهابي اسلام له زوره لوېدلی وو. هغه وهابیان، او د هغوی په سر کي د آل سعود کورنۍ، چي مسلمانان به یې زیارتونو ته د تللو له کبله مشرکین بلل او شیعه ګانو ته یې د کفارو په سترګه کتل او د کفارو ملکونو حتی ترکیې ته یې سفر کول ناروا بلل د کفارو عسکرو ته په خپله خاوره کي د پوځي اډو د جوړولو اجازه ورکړې وه. شهزاده ګانو ږیري وخریلې او د سر وېښته یې اوږده کړل. د غربیانو په ډول لباسونه یې په ځان کړل او بالاخره یې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه. په همدغه توګه د عبدالرب رسول سیاف په مشری سلفیانو، چي کفارو ته یې د لاس ورکول، له هغوی سره خبري کول او حتی هغوی ته د لاري رهنمايی کول ناروا بلل له کفارو سره پر یوه مېز کښېنستل. نه یوازي پر یوه مېز ورسره کښېنستل بلکه د طالبانو د اسلامي نظام په نسکورولو او د افغانستان په اشغالولو کي یې مرسته ورسره وکړه. د سیاست او سیاسي لوبو په میدان کي یوازي اصلي هدف، چي قدرت نیول او د قدرت ساتل دي، پر خپل حال پاتیږي نور نو په هر څه کي تغییر ممکن دی.
برېلویان:
برېلوي تحریک د ۱۸۸۰ په لسیزه کي د هند په شمال کي د روهیلکنډ د بریلي په ښارګوټی کي مولنااحمدرضاخان (۱۸۵۶-۱۹۲۱) تاءسیس کړ. دوی ځانونه اهل سنت والجماعة بولي او وايی چي دوی په جنوبی اسیا کي تر ټولو مسلمانانو د حضرت پیغمبرص او د هغه د اصحابو بهتر پیروان دي. دغه تحریک هم، د دیوبند د دارالعلوم په څېر، په ۱۸۵۷ کال کي د هند د مغولي سلطنت د سقوط په مقابل کي د یوه عکس العمل په څېر منځته راغی. د دې تحریک مشرانو هم ویل چي په هند کي ملسلمانانو ځکه قدرت له لاسه ورکړ چي مسلمانانو د خپل دین څخه مخ اړولی او په عقیدوي لحاظ کمزوري سوي دي. خو دا چي مسلمانان باید د راغلي مصیبت څخه د ژغورلو لپاره څه وکړي بریلویانو او نورو ډلو چي هغوی هم د یوه تجدید د ضرورت شعار ورکاوه په عقیده او عمل کي توپیر درلود.
مولنا احمدرضاخان او هغه هغه پیروان شیخان او پیران او اکثر یې د قادریه طریقې پیروان ول. مولنا ویل چي یو ښه مسلمان باید پیغمبر د یوه محبوب لارښود په حیث وپېژني او پر دې باور ولري چي هغه د قیامت په ورځ د خپلو بنده ګانو شفاعت، د یوې سلسلې په توګه کوي. د لویو پیرانو پر سلسله باندي تر ژوندي پیر پوري راځي او پر هر فرد باندي واجب دي چي د دغه ژوندي پیر سره بیعت وکړي. Esposito, John L. The Oxford Encyclopedia of the Islamic Word. Barelwis.
د بریلویانو او د دیوبند د دارالعلوم ترمنځ لومړنی اختلاف، حضرت پیغمبر ته د ځینو صفاتو د ورکولو پر سر راغی. برېلویانو ویل چي پیغمبر آینده ویني او علم غیب لري او که پیغمبرص وغواړي هم په روحي او هم په جسماني لحاظ په یوه وخت کي په څو ځایونو کی حاضرېلای سي. احمدرضاخان ویل دا صفات پیغمبرص ته حق متعال ځکه ورکړي دي چي له هغه سره یې د یوه محبوب په حیث ارتباط درلود. احمدرضاخان خپل ټول مخالفین لکه سیداحمدبرېلوي، چي د سیکهانو سره په جنګ کي وژل سوی وو، او ده وهابي باله، سرسیداحمدخان او دیوبندیان کافران بلل. هغه منبع.
احمد رضاخان په ۱۹۰۶ میلادي کي د حج په وخت کي د مکې او مدینې له علماوو څخه د دیوبندیانو پر ضد یوه فتوا راوړه او هغوی یې له دین څخه منحرفین معرفي کړل. په مقابل کي دېوبندیانو هم د برېلویانو پر ضد فتواوي صادري کړې. بالآخره د پاکستان دیوبندیانو د سپاه صحابه او وروسته د لشکرجنګوي په نوم ملېشې جوړي کړې چي هم یې شیعه ګان او هم یې برېلویان وژل. یوه مستقله څېړنه ښيي چي د ۲۰۰۵ کال د مارچ له میاشتي څخه د ۲۰۱۱ کال د اپرېل تر میاشتي پوري دیوبندیانو پر برېلویانو باندي ۲۹ حملې کړي دي او په ۲۰۰۹ کال کي په دیوبندیانو پوري مربوط « تحریک طالبان» پر برېلویانو باندي یوه ځانمرګې حمله وکړه او د هغوی یو مشر مفتی سرفراز نعیمي یې، چي د تحریک طالبان پر ضد په مبارزه او تبلیغ مشهور وو، وواژه. د دې سني ډلو ترمنځ نښتي، چي اکثر وختونه قتلونه پکښی کیږي، له څه باندي ۶۰ کلونو راهیسي رواني دي. د دېوبندیانو پیروان زیاتره د پاکستان په پښتني سیمو او د برېلویانو پیروان په پنجاب کي نفوذ لري.
د دېوبندیانو او برېلویانو د نظر د اختلاف یو مهم ټکی دادی چي دیوبندیان د شریعت ظاهري احکامو ته اهمیت ورکوي او برېلویان باطني مسایلو ته متوجه دي. مثلاً برېلویان د پیغمبرص په باره کي وايي چي هغه« نور» وو خو دېوبندیان وايي چي هغه بشر وو. برېلویان وايی چي محمدص له آدم ع څخه مخکي پیدا سوی وو. دېوبندیان د قرآن د آیتونو په استناد وايی چي هغه د نورو انسانانو په څېر مځکی ته راغلی او د نورو انسانانو په څېر یې رحلت کړی دی. دیوبندیان وايي چي مسلمان باید د پیغمبرص سره د عشق رابطه ولري او هغه خپل معشوق فرض کړي. دېوبندیان دا رابطه ناروا بولي او پیغمبرص ته د خدای د استازي او رسول په حیثیت قایل دي. دغه راز برېلویان د زیارتونو په لمانځلو او د مختلفو پیرانو د زېږېدني د ورځي او د مړیني د ورځي په مناسبت عُرسونه او مراسم جوړوي خو دېوبندیان دغه راز مراسم د شرک سره معادل بولي.
په هر صورت د دې دوو ډلو او نورو مذهبي ډلو ترمنځ اختلافات د پیدا کېدلو له ورځي مخ پر زیاتېدلو دي او داسي نه ښکاري چي دا به کومه ورځ د حل لاره ولري. په داسي حال کي چي هره ډله ځانونه اصلي سُنی مسلمانان بولي.
مأخذونه
۱: تفسیرکابلي، عربي فارسي.
۲: تفسیر یوسف علي، عربی فارسي.
۳: د سعودي عربستان تفسیر، عربي پښتو.
۴: د سعودي عربستان تفسیر، عربي انګلیسي.
۵: صحیح بخاري، عربي انګلیسی.
۶: صحیح مسلم، عربي انګلیسی.
۷: جامع ترمذي، عربي انګلیسی.
۸: سنن ابوداوود، عربي انګلیسی.
۹: سنن ابن ماجه، عربي انګلیسی.
۱۰: النسایی، عربی انګلیسی.
۱۱: شهرستانی، محمدبن عبدالکریم بن احمد. ترجمه سید محمدرضا جلالی نایینی. توضېح الملل، ترجمه الملل والنحل، جلد اول. تهران چاپ چهارم ۱۳۷۳.
۱۲: طبری، محمدبن جریر. تاریخ طبری یا تاریخ الرسل والملوک. ایران، چاپ سوم ۱۳۶۹ هجری شمسی.
۱۳: میهنی، محمدبن منور بن ابی سعیدبن ابی طاهر بن ابی سعید. اسرارالتوحید.تهران چاپ یازدهم ۱۳۹۳ هجری شمسی.
۱۴: سید علوی، سید ابراهیم. ترجمه و نګارش. تاریخچه و نقد و بررسی عقاید وهابی ها. تهران چاپ ۱۳۶۵ هجری شمسی.
۱۵:درویزه، اخند. ارشادالطالبین. چاپ پشاور سال ۱۹۰۴ میلادی.
۱۶: درویزه اخند. تذکرة الابرار والاشرار. چاپ پشاور ۱۳۰۹ هجری شمسی.
۱۷: سبحانی، استادجعفر. آیین وهابیت. تهران ۱۳۶۴ هجری شمسی.
۱۸: شهید، مولنا شاه اسماعیل. صراط مستقیم. چاپ دهلی ۱۹۹۹.
۱۹: مسعودي، علی بن حسین. مروج الذهب و معادن الجوهر. مترجم ابوالقاسم پاینده. چاپ هشتم تهران ۱۳۸۷.
۲۰: زیدان، جرجي. تاریخ تمدن اسلام. ترجمه و نګارش علی جواهرکلام. تهران چاپ پانزدهم ۱۳۶۵.
۲۱: حسین، علامه طه. آشوب بزرګ. ترجمه م. شفیق وجدان. چاپ کابل ۱۳۵۰.
۲۲: کسروي، احمد. شیعه ګری.
۲۳: بن باز، عبدالعزیز بن عبدالله. العقیدة الصحیحة و یُضادها و نواقص الاسلام. عربستان سعودي ۱۴۱۴ هـ ق.
۲۴: بن باز، عبدالعزیز بن عبدالله. اِقامة البراهین. سعودی عربستان الریاض. ۱۴۱۴ هـ ق.
25: Al Imam Alnawawi. Forty Hadith. International Islamic Federation of Student Organization. 1992.
26: Ibn Abdul Wahab, Shaykh Muhammad. Kitab Al Tawhid. International Islamic Publishing House. Kingdom of Saudi Arabia 1992.
27: At Tamimi, Muhammad bin Salman. The Fundamentals of Islam. Kingdom of Saudi Arabia 1997.
28: Al-Omar, Abdurrahman Ben Hammad. The Religion of Truth. Kingdom of Saudi Arabia 1997.
29: Sharif, M.M. A History of Muslim Philosophy. Published in India. 1989.
30: Dreyfuss, Robert. Devil’s Game. New York 20.
31: Keddie, Nikki R. Sayyid Jamal Ad-Din Al Afghani. A Political Biography. U.S. University of California 1972.
32: Loyn, David. In Afghanistan. U.S.A 2009.
33: Roy, Olivier. Islam and Resistance in Afghanistayn. London 1985.
34: Rizvi, Saiyid Akhtar Abbas. Shah Wali-Allah and His Times. Australia 1980.
35: Philby, Harry St. John Bridger. Arabia of the Wahabis. U.K 1977.
36: Lawrence, T.E. Seven Pillars of Wisdom. U.S.A 1991.
37: Delong-Bas, Natana J. Wahhabi Islam. Oxford University 2004.
38: Kohlmann, Evan F. Al-Qaida’s Jihad in Europe. U.S.A 2005.
39: Tomsen, Peter. The War of Afghanistan. U.S.A 2011.
40: Commins, David. Islam in Saudi Arabia. U.S.A 2015.
41: Coll, Steve. Ghost Wars. New York 2005.
42: Coll, Steve. Directorate. New York 2018.
43: Shorter Encyclopedia of Islam. London 1961.
44: The Oxford Encyclopedia of the Modern Islamic World. Oxford University Press 1995.
45: Encyclopedia of Islam.
46: Barr, James. Setting the Desert on Fire. U.S.A. 2008.
47: Internet.