عصمت الله صالح ||
ټکی (.) ډېره ساده لیکنښه ده، خو دا چې زموږ پخوانو او د هغو له افکارو څخه په تاثر یې ځینې ځوان لیکوال ناسمه کاروي، نو واقعاً په یوه جنجالي لیکنښه بدلې شوې، چې تر ټولو ښکاره بېلګه یې په پراګراف کې له کامې (،) او سیمکولن (؛) سره په توپیر نه پوهېدل دي.
لومړی یو پراګراف لیکم:
“د فعلونو په منفي کولو کې د «نه» استعمال عام دی. د ستاینوم په جوړولو کې هم پکارېږي، مثلا پلاني د نه منلو خبره وکړه. دغه راز په یوه نیم قیدي عبارت کې یې لیدلای شو، لکه په نه خبره مرور شو یا په نه زړه ورغلم.” [اسدالله غضنفر]
پورته متن د استاد غضنفر د یوې مقالې هغه پراګراف دی چې زه یې له تخنیکي اړخه واقعاً حیران کړی یم، یانې د استاد پر استعداد شک کفر دی. خو که د استاد دا پراګراف یوه بل کس لیکلی، نو حتماً به یې د پراګراف په دننه کې د بشپړو جملو ترمنځ کامه (،) یا سیمکولن (؛)کارولي وای.
تحلیل لیکم:
ټکی (.) هغه لیکنښه ده چې یوه بشپړه جمله پرې پایته رسېږي. یانې هغه بشپړه جمله چې له مخکنۍ جملې سره له ژبپوهنیزه اړخه هېڅ ارتباط ونه لري. که مازې لږ هم سره تړل شوې وه، نو بیا به یې ترمنځ د سیمکولن (؛) کارولو ته اړتیا پېښېږي، مثلاً:
– که دا ځل پخلا شوې، ډېره مینه به درکړم؛ هېڅکله به دې خپه نه کړم؛ همېشه به دې خندوم؛ څه چې غواړې، درته پيدا کوم به یې او…
دلته ممکن پوښتنه وشي، چې په یوه پراګراف کې د بشپړې او نابشړې جملې هغه اساسي نکته چېرې ده؟
ځواب:
لومړی دواړه پراګرافونه (د ټکي او سیمکولن استعمال) پر کاغذ ولیکئ، بیا یې دقیق ولولئ، د بشپړتیا او نابشپرتیا راز به ډېر په اسانۍ پکې پيدا کړئ.
وګورئ، د پورته دواړو پراګرافونو جملې بشپړې ښکاري، خو خبره د اسم/ صفت/ فاعل او… په تکرار، ناتکرار، اړوندولو او نااړوندولو کې ده.
خلاصه، ټکی (.) د هرې بشپړې جملې په پای کې اېښودل کېږي. مهمه نه ده، که دا نښه په یوه پراګراف کې لس ځایه هم وکارېږي.
نو په پښتو متن کې دا ستونزه ځکه د درک وړ ده، چې د ډېرو سترو لیکوالو په پراګرافونو کې د ټکي (.) استعمال خورا کم لیدل کېږي. تاسو همدا اوس یو کتاب را واخلئ، څو پرګرافه پکې ولولئ، خورا لږ به داسې ومومئ چې د پراګراف په دننه کې یې د هرې بشپړې جملې په پای کې (.) کارولی وي. بلکې برعکس به یې ولولئ چې یوازې د پراګراف په پای کې به یې ټکی (.) اېښی وي.
خو که همدا شېبه بحث ورسره پیل کړې، نو لومړی ځواب به یې دا وي، چې دا لیکنښه (.) یوازې د پراګراف په پای کې راځي.