چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبکره کتنهد فیل او طوطي کیسې ته لنډه کتنه | اسدالله بلهار جلالزی 

د فیل او طوطي کیسې ته لنډه کتنه | اسدالله بلهار جلالزی 

څو ورځي وړاندې مې یو ناروغ زوی کابل ښار ته د درملنې لپاره له ځان سره بیولی و. د هغه د درملنې له چارو وروسته مې  د ماشومانو لپاره یو – دوه کتابونه تر ګوتو شول. چې یو هم په کې د ګران دوست او لیکوال اسمعیل (څپه) د فیل او  طوطي کیسه) کتاب و. کتاب مې ولوست، زما په اند د کتاب منځپانګه د ماشومانو لپاره ډیر څه لري او په زړه پورې هم ده. تر ټولو مهم دا چې زښته زیات مثبت پیغامونه لري. ښايي ځینې دوستان به پرې انتقادې نظر هم ولري. هغوئ دې بیا خپل نظر ولیکی.

خو هغه څه چې زه غواړم (د فیل او طوطی کیسه) په اړه څه وکاږم. زما خپل نظر دی. دوستان که زما په نظر هم نیوکه لري کولای یی شي.

 په هرحال اوریدلي مې دي چې څپه صاحب د طوطي او فیل کیسه په ډیره لنډه موده کې د ماشومانو له پاره لیکله. د فیل او طوطی کیسه شاوخوا (۸۶) مخه دی. د چاپ پرله پسي شمیره (۴۰۸) کچه یی هم ۱۳.۵×۲۱ سانتی متره او د چاپ شمیر يي (۴۰۰۰) ټوکه دی. ځای ځای په زړه پورې تصویرونه هم لري. چې دا تصویرونه هم د کیسې د پیغام رسولو په برخه هم له ماشومانو سره زیاته مرسته کوي. خو دریغه چې دا تصویرونه رنګین وای. د فیل او طوطی کېسه په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز له لوري پرو سږ کال چاپ شوي. یعني دا چې لومړی چاپ يي په ۱۳۹۸ ل کال کې شوی. د فیل او طوطي کیسه د ادبي سیالۍ د دوهم پړاو په لسو داستاني کتابونو کې راغلي ده. او ښه مقام يي خپل کړی دی. په پیل کې د ( یادونه) تر نوم لاندې د ادبي چشنوارې ادارې د توانا پروګرام یادښت او د سیالۍ د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شوي دي. په هرحال د ماشومانو له پاره  لیکله شوې دا کېسه، له یوه داسې ټکې را پیلیږي. چې تر ډیره يي ماشومان اوریدو ته تلوسه لري. د فیل او طوطي کیسه خورا روانه او په ساده ژبه لیکله شوي. یعني له ژبني اړخه پیچلتیا نه لري. د موضوعاتو تسلسل هم په کې خورا جوت دی. په کیسه کې کرکټر فیلو او ورسره نور ملګري په خپلو کې له یوبل سره هیڅ مخالفت نه کوي. په کیسه کې یوځل بیزو خپه کیږي. چې بیا ژر پخلا کیږي. په یوه خبره په کې د تاریخ، ریاضي، جغرافیي، تاریخي روایاتو او… له اړخه هم د معلومات پراخ څرک وینو.

په دغې په زړه پورې کیسه کې دومره زیات مثبت پیغامونه را ټول کړل شوي دي. چې ډیرو کمو لیکوالو به دې موضوع ته دومره پام کړی وي. ګران ورور څپه په لومړي سر کې هغوو ماشومانو ته چې زموږ په جګړه ځپلي هیواد کې ژوند کوي. لومړی د یوې داسې لوبي او نندارې په اړه معلومات وړاندې کوي چې تر ډیره زموږ ماشومانو دا لوبې او نندارې نه دي لیدلي. خو دی هڅه کوي چې ماشومان ورسره اشنا کړي. دی په دې اړه لومړی د سرکس د ډولونو په اړه په زړه پورې معلومات ورکوي. دبیلګې په ډول دی وایي: ( سرکس په دولس ډوله دی: یو ډول يي د ماشومانو سرکس دی چې د ماشومانو له لوري پکې نورو ماشومانو ته لوبې وړاندې کیږي. تاسې خو پوه شوئ چې په دې دولس ډوله سرکسونو کې یو ډول د حیواناتو سرکس هم راځي)

 سرکس هغه ننداره چې زموږ ماشومان ورسره اشنا نه دي څپه صاحب هڅه کوي چې باید ورسره اشنا شي. په دغې ننداره کې د حیواناتو د برخې اخیستنې په اړه معلومات، خورا په زړه پورې دي. څپه صاحب  بیا کوښښ کړي. ماشوم وهڅوي چې له کوم توپیر پرته هرڅوک د هر کار د ترسره کولو وړتیا لري. که څه هم په ټوله کې په انسانۍ ټولنه کې تر ډیره پورې د وړتیاوو لرونکي نارینه بلل شوي دي. خو په دغې کیسه کې تر ډیره هڅه شوي چې ماشوم  وپوهول شي چې نارینه او ښځینه دواړه د وړتیاوو لرونکي دي. آن په ځنګلي ژویو کې هم دا وړتیا شته. کله چې د فیل او طوطي کیسه کې دوهمه موضوع پیلیږي نو د ماشوم تلوسه لا ورسره زیاتیږي. هغه هم د ( زیړه زرغونه به څنګه وي؟) موضوع ده چې په طبیعي توګه ماشومان د زیړې زرغونې په لیدو سره هغې ته خوشالیږي. د دغې کیسې په ترڅ کې په روایتي کیسو باندې استناد شوی. هغه څه او باور چې لا هم زموږ په کلیوالو سیمو او ماشومانو کې ژوندی دی. هغه تر شنې زرغونې اوښتل او بیا په نارینه او یا هم ښځینه جنس بدلیدل دی. کیسه تر پایه هم همدې را چورلي. په کیسه کې فیلو چې له ښځینه  جنس نه دی. هڅه کوي په سیالۍ کې د برخې اخیستو په تمه نارینه شي. دا خبره د فیلو له پاره د زغم وړ نه ده چې په سیالیو کې له دې امله چې ښځینه ده ایستله کیږي. فیلو لومړی له هرچا نه پوښتنه کوي چې زیړه زغونه څنګه او څه شی دی.؟

 په کیسه کې خوندوره خبره داده چې هرڅوک په کې را څرګندیږي. د بیلګې په ډول ډاکټر جان، د فیلو پلار دهغې مور او انا، طوطي او تر خوا یی مچ، بیزو، میږی او خر هم په کې برخه لري… 

یو ځای په کې داسې لولو( فیلو د سرکس تجیر ته لاړه او په فکرونو ډوبه شوه. یو مچ راغی، د فیلو په شا باندې کیناست. فیلو خپل خرطوم په مچ پسي اوږد کړ. مچ د فیلو له شا پورته شو، فیلو ته يي خندل او پورته خواته  دوه درې مترو په اندازه چې د فیلو خرطوم نه ورسیده، فیلو دسترګو پر وړاندې تاویده را تاویده) خو فیلو په هر ځای کې د زیړې زرغونې په لټون ده. د تجیر په لیکو کې پر سړک کې لیکې او… 

موږ له دې وړاندې لولو چې په ناڅاپي توګه فیلو د پولیسو لاس ته لویږي. په دغه مهال هم فیلو داسې کړنې تر سره کوي چې په کې د سرغړونې هیڅ څرک نه معلومیږي. دلته د فیلانو په اړه پولیسود مشر یا ادم خان حیرانونکي خبرې هم ماشوم د کیسې لوستلو ته اړ باسي. له بله لوري له مهربان شاه سره د فیلو چلند حیرانونکی دی. فیلود خرطوم په پورته کیدو سره په خپله غاړه کې د زیړو مډال  ورته ښکاره کوي. چې په دې سره پولیس بیا په اسانۍ سره کولای شي. هغه خپل ځای ته ورسوي. دلته د ماشوم له پاره یو اهم پیغام پروت دی. هغه دا چې که کله له داسې حالاتو سره مخ کیږي نو باید د ځان په اړه معلومات له مسولو کسانو سره شریک شي. له دې وروسته بیا د فیل په اړه ښه معلومات وړاندې شوي دي ( تاسې پوهیږئ، د ځمکې پرسر په وچه کې تر ټولو لوی حیوان فیل دی. دوی یوازې په ځنګل او دښتو کې ژوند کوي. له ۴ زره کیلو ګرامه تر ۷ زره کیلو ګرامو پورې يې وزن رسیږي. یو نیم فیل بیا تر ۱۰ زره کیلو ګرامو وزن هم لري خو داسې کله کله کیږي)  ددغې کیسې یوه ښه ځانګړنه دا هم ده  چې کله کله  په کې پوښتنې را منځ ته کیږي. یا ښايي لیکوال په شعوري توګه داسې کوي.  دبیلګې په ډول ( ایا تاسې پوهیږئ د یوه لوی فیل خرطوم څومره وزن لري؟ ) خو بیا ورته ژر ځواب وايي 🙂 د یوه لوی پیل خرطوم تر ۱۸۰ کیلو ګرامو رسیږي) په دغې کیسه کې په لسګونو داسې نور په زړه پورې معلومات ماشومانو ته وړاندې شوي. چې د ماشومانو له پاره څه آن د لویانو له پاره هم اړین دي ( انا يي ورته وویل: افریقا زموږ هیواد دی. داسې ښکلې خاوره چې هر لور ته شنه ځنګلونه دي، رواني اوبه او داوبو لوی لوی ډنډونه داسې یوه خاوره چې ټول حیوانات پکې ازاد ګرځي.) او بل ځای هم بیا د طوطي له خولې د افریقا په اړه خوندور معلومات وړاندې کیږي.

(طوطي دواړو ته وویل: دافریقا لویه وچي د شمال لوري ته د مدیتراني له سمندر، شمال شرق لوري ته د سویس له کانال او سره سمندرګي سره  ختیځ لوري ته دعدن له خلیج ، جنوب شرق لوري ته د هند له سمندر اوغرب له لوري له د اطلس له سمندر سره ګډه پوله لري. او ته پوهیږي فیلو چې د افریقا په براعظم کې یعني لویه وچه کې ۶۱ هیوادونه دي) بل ځای هم وینو چې څپه صاحب په لوی لاس د طوطي په ژبه د خپل هیواد لیکوالان او شاعران معرفي کوي. لکه  سبا احمدزۍ او یا هم نصیراحمد احمدی چې دا کار هم له ماشوم سره مرسته کوي. څو د هغوئ د اثارو په لټون پسي شي. په دغه کار څپه صاحب ماشوم ته یوه انګیزه ورکوي. چې د هغوئ د اثارو په مطالعې سره له ادب او هنر سره اشنا شئ.

 په دې کیسه کې د نړۍ  د مشهور ابشار یعني د ویکټوریا د ابشار یادونه کوي.

د عجایبو او حیرانوونکو ځایونو په معلومات وړاندې کوي کله چې فیلو، طوطي، بیزو او خر مصرته رسیږي. نو هالته دوې د مصر د اهرامونو په لیدو اک پک شي. په یو ځای کې بیا لولو( دا اهرامونه د فرعونانو د زماني دي. فرعون یو پاچا نه و؛ بلکې په هغه زمانه کې دلته ۳۲ باچاهانو حکومت کړی او هر پاچا به ځان ته فرعون وایه، یو يي ډیر ظالم و… په دې کیسه  ته ورته نورې ګڼې معلوماتې سکالو ګانې هم راغلي. زه يي په همدومره بسنه کوم. نور يي لوستنه په درنو ماشومانو. په  پای کې غواړم  یو ه خپله خاطره هم درسره شریکه کړم. کله چې موږ محصلین وو. د ماشوم د ادبیاتو په اړه داسې یو چا راته درس راکاوه. چې تل به خپه و. هرکله به ټولګې ته راغی نو لومړۍ خبره به يي دا وه. زامن مې شوخ دي. نن مې یو بل وواهه، داسې کسان نه یوازې ماشوم ته څه نه شي ور زده کولای او لیکلای بلکې زړه توري کوي يي هم، اوس  هم وینم  چې د هغه استاد دوه زامن آن ابتدایی سواد هم نه لري. دلته هغه د خوشال بابا په خبره چې.

هر سړي پیدا دی خپل خپل کار لره کنه… زما په باور څپه صاحب د همدې برخې یو په کار پوه استاد دی. کاشکې د ماشومانو له پاره  نورڅه هم وپنځوي. د داسې کتابونو لیکل نه یوازې د هغوئ  مینه له کیسي، هنر او ادب سره پیاوړي کوي.بلکې د معلوماتو کچه يي هم زیاتوي.

 په درنښت د غزني ښار- البیروني بڼ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب