سه شنبه, مې 21, 2024
Homeداسې هم شتهټیک ټاک له بندیز سره سره په امریکا کې ۱۰ زره تنه...

ټیک ټاک له بندیز سره سره په امریکا کې ۱۰ زره تنه ګوماري

تاند(سې شنبه، د سرطان ۳۰) سره له دې چې ټیک ټاک په امریکا کې له بندیز سره مخامخ دی، دې چینايي کمپنۍ اعلان وکړ چې په متحدو ایالتونو کې ۱۰ زره تنه ګوماري.

د سي این بي سي د راپور له مخې، د ټیک ټاک د شهرت له زیاتېدو سره په امریکا کې د دې کمپنۍ د کارکوونکو شمېر، چې تر ۵۰۰ لږ وو، اوس شاوخوا ۱۴۰۰ ته رسېدلی دی.

د ټیک ټاک ویندوی سي این بي سي ته وویل، په روان ۲۰۲۰ کې ټیک ټاک په امریکا کې د خپلو کارکوونکو شمېر دوه برابره کړ او وايي چې په راتلونکو درو کلونو کې ۱۰ زره نور ګوماري.

خو دا په داسې حال کې ده چې د امریکا حکومت غواړي پر دې چینايي کمپنۍ بندیز ولګوي. دې او ځینو نورو مسلو د امریکا او چین ترمنځ اختلاف زیات کړی دی.

د امریکا حکومت وايي، د چین کمونیستي حکومت له دې ټکنالوژۍ څخه د جاسوسۍ او نورو غیرقانوني کړنو لپاره کار اخلي.

تر دې وړاندې ولسمشر ټرمپ د چین په هووايي کمپنۍ بندیز لګولی و.

د ټیک ټاک تر ټولو لوی دفتر اوس د امریکا په لاس انجلس کې دی خو اوس باید پرېکړه وکړي چې بل مرکزي دفتر په لندن، ډبلین او که سینګاپور کې پرانیزي.ټیک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب