چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبمد و جزر اسلام؛ د مولوي محمد سرور واصف قندهاري لږ پېژندل...

مد و جزر اسلام؛ د مولوي محمد سرور واصف قندهاري لږ پېژندل سوی اثر

(تکمله)

استاد محمدمعصوم هوتک

د دې لیکني په لومړۍ برخه کي مو د شهید مولوي محمد سرور واصف له خولې د اعدام پر وخت دیوې څلوریځي د لوستلو ( یا لیکلو) یادونه کړې  او داسي مو ضبط کړې ده:

روزیکه شــــــوداذالسماء فطرت

وندرپی آن اذالنجـــــــــوم کدرت

من دامن توبگیرم اندرعرصات

گـــــــــــویم صنما بای ذنب قتلت

یو دوست مي راته ولیکل چي که ددې څلوریځي په باب یوه توضیحي یادونه وسي، ښه به وي. ددوی دغي مشورې زه د تېري لیکني تکملې ته وهڅولم.

د مولوي محمد سرورخان واصف د اعدام د صحنې لنډ جریان مي واردواره د میر غلام محمد غبار (۱۸۹۷ ـ ۱۹۷۸ع) په ” افغانستان در مسیرتاریخ ــ صـ ۷۱۸ ــ اول چاپ” کي لوستی وو. په دغه تاریخ کي ئې لیکلي دي :” … این شخص در نزدیک توپ قلم خواست و وصیت نامه ئې در نهایت آرامی و خوشخطی بنوشت که در عنوان آن این بیت مرقوم بود: 

ترک مال و ترک جان و ترک سر

در رهِ مشروطه اول منزل است”

وروستی بیت ماته داسي ښکاري چي د سلمان ساوجی (۱۳۰۹ ـ  ۱۳۷۶ع) ددغه لاندي قطعې په اقتفاء به انشاء سوی وي چي ویلي ئې دي :

گر سر ترکِ کلاه فقر داری ای فقیر

چار ترکت باید اول تا روَد کارت زِ پیش

ترک اول ترک مال و ترک ثانی ترک جاه

ترک ثالث ترک راحت ترک رابع ترک خویش

(دیوان ــ قطعه شماره ۱۱۱ ــ گنجور)

ارواښاد غبار زموږ تر بحث لاندي څلوریځي یادونه نه ده کړې.

تر دغي یادوني وروسته علامه عبدالحي حبیبي (۱۹۱۰ ـ ۱۹۸۴ع) په “جنبش مشروطیت در افغانستان ـ صـ ۱۵ چاپ اول” کي د مرحوم غبار ددغي یادوني پر څنگ داسي ولیکل : ” هنگامیکه واصف را به توپ می بستند، وی بر پارۀ کاغذی نوشت : در حالیکه به آمنت بالله و ملائکته … ایمان کامل داشتم، به حکم امیر کشته شدم.”

علامه حبیبي تر دې یادوني وروسته هماغه پورتنۍ څلوریځه را وړې ده او د” ترک مال و ترک ….” بیت ئې هم ور سره مل لیکلی دئ. دعلامه مرحوم دغه اثر ددوی تر وفات وروسته له چاپه راوووت.

د” جنبش مشروطیت ….” تر خپرېدو وروسته زموږ تر بحث لاندي څلوريځي نورو آثارو ته هم لار وکړه او بیا بیا خپره سوه.

دا څلوریځه د مشهورشاعر، فیلسوف، نجومي او حکیم غیاث الدین عُمَر بن ابراهیم خیام نیشابوري (۱۰۴۸ ـ ۱۱۳۱ع) ده چي نړۍ والو ته د عُمر خیام په نامه مشهور دئ او” رباعیات” ئې د نړۍ په تقریباً ټولو ژوندیو ژبو ژباړل سوي دي. یوځای مي لوستي ول چي یوازي په انگرېزي ژبه ۳۲ واره ترجمه سوي دي.

دعمر خیام څلوریځي پښتنو شاعرانو هم خپلي ژبي پښتو ته رااړولي دي چي ما ته معلوم ژباړونکي ئې د کوټي بلوچستان شاعر ابوالخیر ځلاند، ښاغلي عبدالباري جهاني، انجنیر سلطان جان کلیوال او ارواښاد محمد صدیق پسرلی دئ. د ابوالخیر ځلاند ترجمه په کتابي بڼه په ۱۹۸۴ع کال د پښتو اکیډمي بلوچستان کوئټه له خوا” د عمر خیام څلوریځي” په نامه چاپ سوې ده. د ښاغلي جهاني ژباړه د نارنج خپرندویي ټولني ــ کندهار له خوا په ۲۰۰۶ ع = ۱۳۸۴ش کال په ښکلې قطع او صحافت د” د خیام سُرونه د پښتو په تال کي” تر نامه لاندي خپره سوې ده. په دغه چاپ کي د خیام ټولي څلوریځي راغونډي سوي نه دي خو جهاني صاحب د هغو ترجمې ته ادامه ورکړې او په ویبپاڼو کي ئې د خپرېدو پرله پسې لړۍ همدا اوس هم روانه ده.

د انجنیر سلطان جان کلیوال ژباړه په ۱۳۹۱ش = ۲۰۱۳ع کال چاپ سوې ده.

زموږ تر بحث لاندي څلوریځي ثبت مي په  څوډوله تر نظر تېر سوی دئ :

علامه حبیبي په هغه بڼه ثبت کړې ده چي تاسي پورته ولوستله. یعني

روزیکه شــــــوداذالسماء فطرت

وندرپی آن اذالنجـــــــــوم کدرت

من دامن توبگیرم اندرعرصات

گـــــــــــویم صنما بای ذنب قتلت

استاد محمد آصف فکرت په ” یادی از استاد عبدالحی حبیبی” کي کښلي دي چي استاد حبیبي په هغه نړیوال سیمینار کي چي په ۱۳۵۸ش کال په کابل کي دائرسوی وو، د سیمینار د پریکړه لیک پر وخت په ژړاندو سترگو او غرېو نیولي ږغ سره دا څلوریځه ولوستله. دغه وخت د افغانستان واکدارانو د پوهانو او لیکوالو د زندۍ کولو او وژلو لړۍ رانښلولې وه او علامه مرحوم ددغي قصابۍ په اعتراض کي دا څلوریځه ولوستله. د څلوریځي ثبت ئې د استاد فکرت په لیکنه کي داسي دئ :

روزیکه رســـــداذالسماء فطرت

واندم که شود اذالنجــوم کدرت

من دامن تــــــوبگیرم اندرسُئِلَت 

گـــــــــــویم صنما بای ذنب قتِلت

(وگ : دانشنامه ی آریانا)

ابوالخیر ځلاند د خپلي ترجمې په ۹۹ مخ کي داسي راوړې ده :

روزیکه شـــوداذالسماء ُ النشقت

واندم که بود اذالنجــوم انکدرت

من دامن تـــوبگیرم اندرعرصات 

گـــــــــــویم صنما بای ذنب قتِلت

او ښاغلي جهاني د نوو خپرېدونکو ترجمه سوو ژباړو په شلمه برخه کي داسي لیکلې ده.

روزیکه شـــوداذالسماء کُشِطت

واندم که بود اذالنجوم انکدرت

من دامن تــوبگیرم اندرعرصات 

گـــــــــــویم صنما بای ذنب قتِلت

ددې څلوریځي د هري مصرع د پای برخه د قرآن عظیم الشان یومبارک آیت دئ.” إِذَا ٱلسَّمَاءُ ٱنفَطَرَت” د الانفطار سورة لومړی آیة ،” إِذَا ٱلسَّمَاءُ ٱنشَقَّت” دسورة الانشقاق لومړی آیة  ،” وَإِذَا ٱلسَّمَاءُ كُشِطَت”د سورة التکویر یوولسم آیة ،”وَإِذَا ٱلنُّجُومُ ٱنكَدَرَت”د سورة التکویر دوهم آیة ،”بِأَىِّ ذَنبٍ قُتِلَت” دسورة التکویر نهم آیة  او “وَإِذَا ٱلمَوءُ ۥدَةُ سُئِلَت” دسورة التکویر اتم آیة دئ.

زما سره د عمر خیام کومه زړه د اعتماد وړ خطي نسخه نسته چي په دې رنگارنگ ثبتونو کي د سموالي نظر ورکړم.

د ابوالخیر ځلاند ترجمه داسي ده :

کومه ورځ چي سي ټوک ټوک شینکی اسمان

سي په خوپ ددې زلزل ستوري پنهان

په آ ورځ به د قیامت ستا لمن نیسم

چي دي ووژلم په څه تور، مهربان

د جهاني ترجمه داسي ده :

په هغه ورځ چي اسمان وي له نقابه راوتلی

چي تیاره سي راڼه ستوري پر نړۍ تورتم ختلی

زه به ستا لمنه نیسم په میدان د عرصات کي

درته وایم به صنمه! په کوم جرم دي وژلی

د ښاغلي کلیوال ژباړه راسره نسته چي تاسي ته ئې وړاندي کړم. د سمي او اصل ته نزدې ژباړي قضاوت به تاسي درنو لوستونکو ته درپرېږدم او زه به در څخه رخصت واخلم. هیله ده په دغه توضیح مي د خپل دوست مشوره عملي کړې وي.

آشاوا ــ کاناډا

۲۸ مارچ ۲۰۲۰ع

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب