جمعه, اپریل 19, 2024
Home+  د جلان د شعر ښکلاییزه پياوړتیا   

  د جلان د شعر ښکلاییزه پياوړتیا   

  پوهنمل یحیا “همای” د کابل پوهنتون استاد

له کــاڼي جوړه کړي هنداره پوخ کمال هم لري

د غرو شډل بډل شاعر مې داسې خيال هم لري

د پښتو ژبې پياوړی او ځوان شاعر سيد جیلاني جلان صیب د اوسمهالې ځوانې پښتو شاعرۍ د پياوړو اوسترو شاعرانو په ډله کې ولاړ شاعر دی. د نوموړي ادبي او شعري ليکنۍ لاره له داسې هنري نوښت څخه برخمنه ده، چې اوسنی پښتو ادب او پښتانه پرې ویاړي.

 د جلان شاعري د یوه پياړي تخیل زېږنده ده او د ښکلو نوو انځورونو او سمبولونو په ملتیا یې د خپل مهال او چاپېریال د خلکو زړونو ته لاره کړې ده. دا ځانګړنه له شعر سره مرسته کوي، چې د ډېر عمر لرونکی و اوسي او تر ډېرو زمانو د خلکو په ذهنونو کې ځای ونیسي او د ټولنې راتلونکي نسلونه یې هم هنري ارزښت او اهمیت وپالي. د انسان دروني نړۍ له عجیبو معماوو او پېچلو پېښو څخه ډکه نړۍ ده. د انسان ټولنیزې تجربې نورو نسلونو ته په زړه پورې دي. انسان کولای شي د خپل تخییل په مرسته داسې ښکلاوې وپنځوي، چې نورو ته د ذوقي مصرف په زړه پورې زیرمه شي، خو څومره چې دا رواني پېښې، ټولنیزې تجربې او ښکلاییزې پنځوونې له سانسورتیا په امن او ازادې وي، هماغومره لوستونکیو ته په زړه پورې وي. کله چې موږ د جلان د شعر او شاعرۍ نړۍ ته وردننه کېږو، ډېر نوي او پياوړي رمزونه او سمبولونه له موږ سره خبرې کوي. موږ اړ باسي چې په دغه نړۍ کې یوه شیبه تم شو او هره پدیده په ځیر او دقت له نظره تېره کړو، شعریت احساس کړو او خوند ترې واخلو. جلان صیب په خپله د خپل شعر په اړه وايي:

د خيال پر ائينو د شوخ زمان له ټسه اوس هم

جلانه!  ګرځوو د اور د ســـيورو تصویرونه

انسان تل له خپله ځانه سره د فکر، درک، احساس او ذهني غبرګون له کشمکش سره مخ دی، نو تل د همدغه کشمکش له مخې زده کړه کوي او بیا د خپلې پوهې او زده کړې په کچه فکر کوي. فیلسوفان وايي انسان چې کله له موره پیدا شي  په ذهن کې یې هېڅ ډول پوهه او تجربه نه وي، بلکې یوازې د یوه استعداد بڼه لري، چې وروسته د ژوند په اوږدو کې د خپلو حواسو په ذریعه د امورو درک پیدا کوي او په تدریج سره د پوهې او ګروهې خاوند ګرځي. په ادبیاتو کې د مفاهیمو لېږدول او د واقعیتونو انعکاسول لوی ځای لري. دا د ادبیب او شاعر خپل ذوق دی، چې واقعیت په کوم چوکاټ کې وړاندې کوي. له دغې وړاندې کیدنې سره د ادیب او شاعر سلیقه، غوښتنه او ذهني تمایل هم انعکاس مومي. د جلان له شعرونو هم له هیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه، د خلکو، ټولنې او ټولنیزو اړیکو په بیلابیلو برخو کې، احساس، عواطف، جذبات، سپیڅلې هیلې او انساني ارمانونه له ورایه معلومیږي، چې د هر دردمن او با احساسه لوستونکي او اوریدونکي په زړونو اغېز ښېندي.

ادب پوهان وايي، انسان چې د ژوند، طبیعت او هستۍ له رازونو څخه کوم برداشت او اخیستنه کوي، هغه په خپل وار ورو ورو د انسان په ذهني تجربو بدلېږي. د ژوند او نړۍ په باب په ښکلي انداز د ذهني تجربو وړاندې کول د ادیب کار دی. د ادب څېړونکو په اند په یوه رښتني، لوړ او تلپاتې ادب کې ترهرڅه لومړی ادراکي او عقلي توکي شامل وي. د دې مطلب دا دی، چې هر ادیب لومړی د عقل او ادراک په مرسته د یوې موضوع چوکاټ چمتو کوي او د همدغه چوکاټ په بنسټ د ادبي اثر ماڼۍ رغوي.

جلان په خپل کلام کې هغه انځورونه، چې د ده په ذهن کې پیدا کېږي، په هماغه شدت، روڼوالي او صراحت سره لوستونکو او اورېدونکو ته لېږدوي. کابو هر تصویر یې له تخيله سرچینه اخلي. د ادب پوهانو په نظر دا ډول ليد او تصور ته شاعرانه ليد او تصور وايي. جلان په خپل شعر کې د نړۍ او کائناتو د حيرنونکې ښکلا نندارې ته کېنې او زړه وړونکې پدېدې غوره کوي او د هغو له ښکلا او لطافت نه ګټه پورته کوي، له دغې ښکلا سره خپل احساست شريکوي او بيا دغه نفساني پدې د ښکلو غږيزو تورو  په قالب کې ځايوي او هغه زموږ مخې ته ږدي. شاعر د خپل شعر د یادې ځانګړنې په اړه وايي:

د کـــائناتو د ښـــــــکلاوو انځوریز ورغوي

د طبعیت په ائینو کـې مې چې ښوري ژباړم

د درد په سرو پاڼو چې کاږمه جلانه کرښې

ارماني ژوند په احساساتو له هر لوري ژباړم

سره له دې چې د چلان صیب عمر لوړ نه دی، خو په شعر کې د فطرت، انسان او ژوند په اړه ډېر لوړ فکرونه پالي. نور شاعران هم دا هڅه کوي، خو د ډېرو ستونزه یې استتیکي کمزورتیا وي، مانا دا چې که شاعر د فکر ژوروالي ته ځي، نو له هنري او ښکلاییز پلوه یې شعر کمزوری کېږي او د فکر او ښکلا ګډه موزنه پکې نه شي رامنځته کولای. په دې توګه یې د شعر ښکلا کمزورې، زړونو ته د ورکوزيدنې او د ډېر عمر د لرنې له وړتیا برخې کېږي. موږ وینو چې د جلان د شعر یاده برخه خورا پياوړې ده او په داسې حال کې چې ښکلاییزه خوا یې هم ورسره پیاړي او له وړ موازنې برخمنه وي. د نوموړي دغه لاندې بیت زموږ د دې ادعا ښکارندوی دی:

تا په ډېرو ژبو پوی کـــــړم د رنګینو کــائناتو

تا د راز او ناز رڼا کړم تا نګین د سليمان کړم

د ادب پوهانو په باور ژوند، نړۍ او کائنات له رازونو ډک دي، د انسان پوښتنې د همدغو رازونو په وړاندې ځان راښيي، کله چې د بېلابېلو واقعیتونو په باب د انسان دغه ډول پوښتنې ځوابېږي او بیا دغه ځوابونه د هغه د درک له مخې په منطقي توګه نورو ته وړاندې کېږي، له شکه پرته دغه شان پروسه د انساني پوهنو او علومو بنسټونه منځته راوړي.

د ژبې ساده توب، روانوالی او موسیقیت بله هغه ځانګړه ده، چې د جلان د شعر د ښکلاییز اړخ په پياوړتیا کې ونډه لري. کومه موسیقي چې د جلان صیب په شعر کې شتون لري، د نوموړي د شعر له مانا، مضمون او مفهوم سره ژور پیوستون لري او د هغو په لېږد کې ستره ونډه ترسره کوي. له دې خبرې دا مفهوم اخستل کېږي، چې شعر د فکر او خيال يو ګډ ترکيب دی، داسې يو ترکيب چې توازن په کې شتون ولري او تر ډېره زموږ د خپل ژوند او مهال انځور په کې نغښتی وي.

زموږ دغه ځوان شاعر د یوه مفهوم لپاره په نوي شاعرانه انداز د کلیماتو د ټاکنې او کارونې توان او وس لري، په دې مانا چې ژبه یوازې وسیله نه بلکې پخپله هنري هدف دی. د څیړونکو په نظر د شعر ژب ـ اندیزه ځانګړتیا همدا ده، چې ژبه د شاعر د فکر د لېږد بار پرغاړه اخلي او یا په بله وینا د فکر د وړاندې کولو لپاره په کار ګومارل کیږي. خو ژب ـ ښکلاییزه ځانګړتیا یې دا ده، چې ژبه د فکري لېږد ترڅنګ پخپله د یوه هنري ـ ښکلاییز پسول په توګه وکارول شي. د دوی په اند دا ګام د شاعر کار یوه پوړۍ نورهم پیچلی کوي اوهغه د کلیماتو د سمې، دقیقې اوله استیتیکي پلوه د په زړه پورې ټاکنې ربړه ده، چې باید ویې ګالي.

جلان صیب، کړونه(فعلونه) په نوو اصطلاحي ماناوو کاروي، چې د هغه د شعر پر نوښت او ښکلاییز اړخ یې ښکاره اغېز لرلی دی. په دغو لاندې بیتونو کې د ماتېدلو او بهېدلو کړونو کارونې یې د بېلګې په توګه یادولی شو:

قدم قدم کې ترې ماتېږي منظرې د ښـــــکلا

لکه شوخ باد په سر د ګلو را راوان دی هغه

یا دا چې:

لکه شېبه مې له  ژوند و بهېده

لاړه ها لاړه لکه شات او شيدې

ستــــا د هنر په اور پخې غزلې

جـــلانه واړه لکه شات او شيدې

یوه بله هنري ښېګنه یا وړتیا چې ښاغلی جلان صیب یې لري، هغه دا ده چې کلمې ورته له بیا بیا کارونې سره نوې، ښکلې او هنري وي. او تکرار یې له نوي اوډولیزې رنګارنګۍ څخه برخمن وي. په لاندې بیتونو کې د ګلاب د کلېمې هنري اوډون په داسې بڼو شوی دی:

ګلاب یې واخیست اور یې راکړ ما بسنه وکړه

یو مهربان انسان نن داسې پېرزوینه وکړه

یا دا چې:

د بڼو زور ته دې د ټینګې نه یم اور ګلابه

لکه زخمي عسکر له درده په شا مخ اړوم

یا دا چې:

چې در مات شوم ستا پر خوا  ګلابه یاره

واوښـــــــــــــــــــــــتمه په بلا ګلابه یاره

د ګلونو ښـــــــــــــــایستونو قتل عام دی

را الـــــــــــــــــــــــوتې ده وبا ګلابه یاره

شعر مخيل کلام دی او د عادي وينا په پرتله په هغه کې ډېر اثر، نظم، تناسب او د ژبنيو جوړښتونو توپير ته ډېره توجه او پاملرنه كېږي. شاعر په نورو باندې (لوستونکي او اوريدونکي) د يوه ځانګړي اغېز پرېباسلو لپاره پخپله وينا کې يو ځانګړی هدف د ښکلو لفظونو په اوډلو سره رانغاړي او هغوی فکر کولو ته اړباسي.

جلان هم په شعر کې  دا ټول کار د شاعرانه ژبې په وسېله کوي او هڅه کوي د همدغې ژبې په مرسته هغه ښکلې او زړه وړونکې منظره يا کومه ښکلا، چې ليدلې یې ده، په ډېر قوت سره لکه څنګه چې يې پخپله احساس کړې ده، موږ ته بيان کړي. په لاندې بیتونو کې د نوموړي د شعر استتیکي پياوړتیا او ژبنۍ ساده ګي یا سېمپولیزشن په ښه توګه څرګندېږي:

لمبه لمبه زړګی د رانه غواړي

د اوبو د مهینتوب غوندې جــانانه

د  عـقــلونو فلسفې درنه قربان شـه

د ځوانۍ د لېونتوب غـوندې جانانه

اوسمهالي ادب پيژندونکي وايي چې ادب پخپله د ادیب د ټولنې او نړۍ او نورو افرادو د تجربو خلاصه او نچوړ دی، دغه تجربې په اصل کې مړې پېښې وي چې د انسان په ذهن کې پرتې وي. ادیب د ادب په وسېله هغو ته ژوند وربښي. له همدې امله ادب د ځانګړو او ټولنیزو تجربو د لېږدونې ډېره غوره او اغېزمنه وسېله ګڼلی شو.

د افغاني ادب او فرهنګ د بډاینې په هیله

د کابل پوهنتون استاد

پوهنمل یحیا “همای”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب