دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+په کرښو کې بندیان / حیات ژوند

په کرښو کې بندیان / حیات ژوند

ورغوي پر پولو په هر متر کې یو موږک د ولاړ دی، سترګې رانه نه اړوي. کله کله برېتونه وښوروي او موږ ته دا پيغام چې باید ژر ژر وښورېږو، رالېږدوي.

چې کله يې په جبر د ورغوي له پولې دلته د ورغوي د کرښو ناو ته ټېله کړو، نو پر لومړۍ ورځ نابلده وو. په غوږونو کې مو د څادر څنډې چې راپرې کړې مو وې، ټومبلې، چې ګوندې د ماتوړ (پلک، لوی څټک) ټنګا نوره وانه ورو، خو دېرش ماتوړه په یو وار پر ډبرینو پولادینو کرښو لګېدل، زموږ د غوږونو پردې داسې لړزولې، چې لا به تېر غږ ختم نه و، چې بل به په غوږونو راننوت. تر څنګ کارګر ته مې د سترګو له کونجونو ور وکتل، د کولنګ لاستي ته یې ځیر و، لاستی نمجن و، کرښه کرښه وینه پرې ښکارېده. ژر مې یې لاس ونیو، د څادر څنډه مې راپرې او پر ورغوي مې يې ورتاو کړه. ورغوی پولۍ اوښتی و. په سترګو يې د مننې پيغام راکړ. ما غوږونو ته اشاره وکړه او په لوړ غږ مې ورته وویل: «د ماتوړ غږونه خو به دې نه په عذابوي؟!»

سړي راغبرګه کړه: «نه نه!! اوس يې له سره اورم نه… عادي خبره ده راته.»

څه شانته خوښ شوم، چې لږ تر لږه د بېخونده غږ له اورېدو خو بېغمه شوي یو. سړي د لاس غوټه ټینګه کړه. ورغوي يې دوه درې ځلې موټي کړل، وینه پکې وغوړېده، پر مخ يې لاس وکاږه. د سترګو دوو اړخونو او د تندي ګونځو يې تر سره لمر لاندې د خولو په سېل اوږدې ډکې درې جوړې کړې وې. ما ترې وپوښتل: «حتماً د ورغوي د کرښو پولې نرمې شوې دي، ځکه خو د ماتوړ غږونه نه اورو؟»

ــ «دوه اوونۍ وشوې، له تکرار غږ سره روږدي شوي یو. تکرار د سترګو تر مخې په اسانۍ تېرېږي، زموږ پام هډو نه وراوړي. غوږونه هم همداسې. پولې نه دي نرمې شوې، کړنګا د پخوا په شان ده؛ خو روږدي شوي یو، انسان له بده مرغه له هر حالت سره روږدی کېږي.» 

ما د دومره اوږد ځواب تمه نه درلوده. ده غوښتل چې خبره وغځوي؛ خو ما سترګې د ماتوړ لاستي ته واړولې، پر لاستي مې لاس کش کړ، ښوی شوی و. ښکارېده، چې د دا دوه اوونۍ مو زښت زیات کار کړی دی. 

د ورغوي پولادینو کرښو ته پاس ګورم، زموږ له ونې څو برابره لوړې کرښې، موږ لکه مورزادي وګړي ترمنځ يې کوچني او واړه ښکارېږو. سترګې مې تورېږي او له دې بې ګټې کاره غواړو لاس په سر شو. 

د کرښې بېخ ته چې هر ماتوړ وراچوو، باک هم نه پرې راوړي. د ماتوړ څنډې راوښتي دي، یو نیم په منځ کې درز کړی دی، خو دا کرښې لا هم پر خپل ځای په لږ توپير، پاتې دي. د سړي تندي ته مې وکتل، غوټه خولې پرې راماتې وې، د تندي ګونځې يې کړاو کړاو نارې وهلې، خو له دغه کړاوه د خلاصون لپاره یې ماتوړ په لاس نیولی و. صبر مې ونه شو، خوله مې پوښتنې ته جوړه کړه؛ خو په همدې سره مې په لومړي سر کې نرۍ سونګېدا تر غوږو شوه، نوي اوازونه یو په بل پسې زیات شول او په یودم، لکه د موسیقۍ نوټونونه چې د ارکستر له غړو یوه ثانیه هم د موسیقۍ ریتم نه خطا وځي، غږ شو: «کار!!!»

ټول دېرش کسان چې دا کرښې مو ړنګولې، هيښ شو او د هیبتناکو غږونو له کبله مو ماتوړ د کرښو ناوونو ته داسې اړم کړل، چې ګوندې دا کرښې چې زموږ له تنه څو برابره لوړې دي، نابودې کړو.

ماتوړ په زحمت د کرښې بېخ ته اړم کوم، د ماتوړ خښېدو ته کوچنی ځای جوړېږي، پر لاستي زور کوم، خو د کرښو مقاومت زموږ تر زیار خورا غښتلی دی. ماتوړ یو ځل بیا پورته کوم، د کرښې پر بېخ لګي، له خولې يې راوتلې سپرغۍ جوتې ښکارېږي. پاس اسمان ته ګورم، ورځ اوښتې ده، د دغه ستر ورغوي پولو ته سترګې اړوم، موږکان په سینه ناست دي، غوږونه يې بې اختیاره خوځي، برېتونه يې باد یوه خوا او بلخوا خوځوي. زه د کرښې اړخ ته ډډه وهم، پاس کرښې ته ګورم، له ځان سره وایم، خدایزده که دا وړۍ شړۍ شي. د سپرغۍ رڼا مې لا هم سترګو ته کېږي. فکر کوم په یوه مړه اورتون کې یم. سترګې د ورغوي مخامخ کرښې ته راټيټوم، پلن پولادین دېوال ته ورته یو په بل کې ننوتلې جړې کرښې. نظر مې په پولادینو کرښو کې ننوځي، د کرښو ذرات وینم او له ځانه پردی کېږم. په همدې سره د نیکه څېره مخې ته راشنه کېږي. کټ مټ د درې زرو کالو پخوانۍ څېره، د وړیو په شان سپینه ږیره، په رانجو تورې کړې سترګې، عمر يې د وجود پوټکی نری کړی و. نیکه راګوري، زما پر حال يې سترګې نمجنې وي؛ خو خپل خپګان پټوي. فکر کوم زما د ډاډګیرنې لپاره دلته د لاس کرښو ته راپسې راکوز شوی دی. په نرم غږ راته وايي، چې د نیکونو درې اصوله هېر نه کړم. بیا پاس د ورغوي پر پولو موږکانو ته ګوري، د موږګانو په پنجو کې ناریه وسلې ته مخ اړوي، سر د افسوس په نښه څنډي. زما د ماتوړ نوکې ته سترګې نیسي او فکر کوم، چې څو شېبې مخکې سپرغیو اور وریاد کړی او له ډېر پخوا راهیسې – بې له دې چې زما ورپام شي – دلته زما نندارې ته ولاړ و. ورغوي ټینګوي، د لاس کرښو ته مې يې پام کېږي، زما د ورغوي په شان جړې نه وي، د دغه ورغوي په شان چې اوس يې په تل کې د کرښو د هواري په نیت راکوز شوي یو، هم یو په بل کې نه دي ننوتلې. هوارې، موازي د شهادت تر ګوتې تللې کرښې. پاړ نیولې شونډې خوځوي: «هر اور اور نه وي. اوس اور د ژوندانه د سوځېدا نښه ده، پخوا د ژوندانه د زرغونېدا.»

فکر کوم، زما په تن کې هم درې زره کلن پخوانۍ لاره راژوندۍ کېږي. ګومان کوم یوې سپرغۍ ته سترګې په لاره وه. د نیکه خبرې په زړه راننوځي. نیکه کوچنۍ شان دمه کوي، وايي: «خو موږ يې په اور د اور له کبله ووژلو، خو محوه نه شو کړای، اوس هم ژوند کوو، په دې خاوره کې، د خلکو په اراوو او د ژوندانه په تګلارو کې.»

لکه درسته پخوانۍ زمانه چې مې په ذهن کې ژوندۍ شوې وي. ونه پوهېدم چې ما پوښتنه وکړه که د ده خبره مې بشپړه کړه: «او دوی موږ په هغه اور کې چې د ژوندانه نښه وه، وسوځولو او زموږ له جسدونو يې انبار او له ککرو يې دېوالونه ساز کړل. د ژوندانه اور يې په موږ کې واژه؛ خو اور نه وژل کېده، سرونه يې رېبل.»

په دغه وخت کې ما د څادر کنډو برخې ته کتل. سترګې مې راپورته کړې، نیکه تری تم شوی و؛ خو احساسوله مې چې نیکه د پخوانۍ لارې د ژوندي کولو لپاره دلته راغلی و او اوس زما په هډوکو او روح کې ځغلي.

له خپله ځایه راپورته، نېغ ودرېدم، شپه اوښتې وه، نهه ویشت نورو کسان مې له سترګو تېر کړل، کار لا د وړاندې پيل شوی و، هر ماتوړ پر کرښو ورته، سپرغۍ بادېدلې، خو د ورځې په رڼا کې تتې برېښېدې، موږکان په پيره ولاړ و، یو نیم لا له خپلو سوړو نه و راوتلي. برېتونه يې پر خولې ورغلي وو، د سر وېښتان يې ببر و. ماتوړ مې پورته کړ، د کرښې په بېخ مې ورپرېښود، خو ډبرینو کرښو داسې هم نه ویل، چې څوک هډو ګوزار پرې کوي. د څنګ سړي ماتوړ زما ماتوړ ته نژدې لګېده، سترګه په سترګه شو، د څادر ټوټه يې لا هم له لاسه تاو وه. ورته ومې ویل: «دا کرښې مو باید له بره ړنګې کړې وای، که راپرېوځي، ترې لاندې کېږو.» 

د راز په ژبه یې موږکانو ته وکتل او ويې پوهولم، چې دا امر له پاسه څخه شوی دی. دېرش کسان پنځلس ورځې سر په سر کار، خو کرښې یو په بل کې ننوتلې او ځان ته ځان وايي. سړي اسوېلی وکړ، لاړې يې تېرې کړې او ويې ویل: «تر دې مخکې شپږ کسان له دغو کرښو او د ورغوي له پولو اوښتې دي، موږ هم په اسانه اوښتلی شوای، خو دا کرښې ړنګول اوس ځکه پکار دي، چې موږکانو فرمان کړی، چې که څوک د ورغوي له پولو اوښتل غواړي، باید لومړی د ورغوي جړ کرښې هوارې کړي.» 

سړي کیڼه سترګه موښله او غږېده: «اوله ورځ يې د ورغوي له سره دلته ټېل وهلو. بیا يې ماتوړ راپسې راګوزار کړل او ويې ویل، چې د خلاصون یوازیني لار د کرښو ړنګول؛ یا باید ځان فرهاد کړو یا باید په انالحق نارې د موږکانو په ناریه وسلو دلته ابدي ویده شو.» 

ما د ماتوړ په لاستي زور وکړ، د امسا په شان مې ځان پرې تکیه کړ او ورغبرګه مې کړه: «نه فرهادي مینه دومره زوروه بولم او نه هم باورونه چې سر پرې ځار کړم. دا دواړه ناروغۍ دي. یو د ځان خوار ګڼلو ناروغي او بله د واک د تندې.»

تر څنګ سړي د حیرانتیا په اشاره سر وښوراوه او ماتوړ يې د کرښې بېخ ته اړم کړ. ما دغه ارت ورغوي ته وکتل، پر پولو يې موږکانو پیره کوله. د موږکان غوبل له لومړۍ ورځې کم شوی و. یو یو موږک تری تم کېده، په سوړه ننوت، تر څنګ سړي ته مې په بیړه وویل: «هله، مخلوق راخبر کړه! چې موږګان په سوړو ننوځي، له کرښو به د ورغوي پولو ته ځان ورسووو او وابه وړو.» 

له دې خبرې سره سم مې یو ځل بیا موږکانو ته پاس وکتل، د موږکانو پر ځای مې نظر کارغانو ته واوښت. اسمان د کارغانو په پروازونو تور اوښتی و. موږکان تري تم وو، ماتوړ په لاس مو د اسمان ننداره کوله. کارغان ورو ورو راټیټېدل. 

ما فکر وکړ، چې کارغان انتقام اخلي، ولې ما ته راایاده شوه، چې د کارغانو غور نیکه چې موږ ته يې د وچې ځمکې په لټون پسې خپل سر بایللی و، اوس له خپلې اولادې سره په ګډه راستون شوی دی او غچ اخلي. د موږکانو له یوې نیمې سوړې سور اور اسمان ته پورته کېده. موږ هر یوه د جړو کرښو په منځ کې ځانونه غلي کړي وو. 

اوس مو داسې هیبتناک غږونه تر غوږو کېدل، چې په هر غږ به د ورغوي کرښې ولړزېدې. زه له هوارې په لوړه وختلم او نارې مې کړې: «ځانونه باید د کرښو په ناو کې تر پولې ورسوو!» 

اسمان د کارغانو غوبل په سر اخیستی و، د ورغوي پر پولو د اور لمبې اسمان ته پورته کېدې. موږ ځانونه ناو ته په کړوپه ملا ورسول، روان وو، کرښې لړزېدې. پر پولو اور بلېده، هیبتناکو غږونه ځمکه له پښو تښتوله. یوه ناڅاپي هیبتناک غږ له ځان او بیا یو له بله هېر کړو. وروستی غړمباری ډېر نژدې و، لکه زموږ د غوږ پر حریم چې شوی وي. فکر کوم، له ځمکې سره هوار شوی وم، سترګې مې نه لوڅوېدې. وجود مې دروند و، له خولې مې په ګرانه غږ ووت، ومې پوښتل: «ژوندی يې؟» ځواب راغی، غږ اشنا و، زما تر څنګ د کارګر غږ، یا ښايي هغه ته ورته غږ: 

ــ «نه پوهېږم.» 

پوښتنه يې وکړه: «ته څنګه؟» ما ځواب ورکاوه، خو له ځان سره مې د ده ځواب کاره رېبه.

پای

اګسټ ۳۰، ۲۰۲۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب