Home+شپږیزه کرکټ لیګ ترنامعلومې نېټې وځنډېده

شپږیزه کرکټ لیګ ترنامعلومې نېټې وځنډېده

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۱۰)  د افغانستان کرکټ مسوولانو د شپږېزه کرکټ لیګ د ځنډ خبر ورکړ.

کرکټ بورډ وايي د کورني کرکټ  اتم پړاو شپږیزه کرکټ  لیګ سیالۍ یې تر نامعلومې نېټې وځنډولې.

د سرچینې په خبره دوی دا پرېکړه د شپږیزه لیګ د ټولو لوبډلو د امتیاز لرونکو سره په ګډه  د روان وضعیت او په ځانګړي ډول مالي او بانکي ستونزو ته په کتو کړې ده.

ټاکل شوې وه، چې د افغانستان کورنی کرکټ شپږیزه لیګ اتم پړاو لوبې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په لسمه نېټه کابل کې پیل او د همدغې میاشتې تر ۲۵ مې نېټې پورې به دوام وکړي، خو وځنډېده.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پرېکړه کې سرپرست رئیس عزیزالله فضلي، اجرایوي رئیس حامد شینواری او د شپږیزې لیګ کمېټې تر څنګ د ټولو لوبډلو د امتیاز لرونکي شامل وو.

کرکټ بورډ ډاډ ورکوي، چې راتلونکي کې به د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو به په یو مناسب وخت او په ښه ډول ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...