سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهصرافان اټکل کوي چې د پنجشنبې په ورځ به شهزاده سرای پرانیستل...

صرافان اټکل کوي چې د پنجشنبې په ورځ به شهزاده سرای پرانیستل شي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۰) ټاکل شوې چې په کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی مارکیټ شهزاده سرای سبا پنجشنبې پرانیستل شي.

د دغه مارکیټ مرستیال حاجي دادګل ازادي راډیو ته وویل چې دوی تمه لري چې نن به په دې برخه کې له افغانستان بانک سره یوې نتیجې ته ورسېږي.

تر دې وړاندې هم د شهزاده سرای صرافانو له افغانستان بانک سره خبرې کړې وې او سره له دې چې د دغه مارکیټ د پرانیستلو په اړه ژمنې ورکړل شوې وې، خو لا هم نه دی پرانیستل شوی.

دغه مارکیټ له تېرو څو اونیو راهیستې تړل شوی چې ګڼې اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړي دي.

که څه هم بانکونو په محدود ډول خپل فعالیت پیل کړی خو لاهم د بانکونو اکثره څانګې بندې دي او خلک په اوږدو لیکو کې د پېسو اخېستلو لپاره انتظار کوي.

بانکونه په اوونۍ کې تر ۲۰۰ ډالرو یا ۲۰۰ افغانیو پورې خپلو مشتریانو ته ورکوي

خو د افغانستان بانک مسوولان ډاډ ورکوي چې ډیر ژر به وضیعت عادي حالت ته وګرځي.

وېره ده چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د بندېدو له کبله به د افغانیو ارزښت په بې ساري ډول ولوېږي.

ځینې کتونکي باور لري چې د طالبانو نوې واک ته رسېدلې اداره له همدې کبله صرافیو ته د فعالیت اجازه ځنډولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب