سه شنبه, مې 21, 2024
Home+موږ امريکا څو ځله مات کړو؟ / عبدالله خيبر

موږ امريکا څو ځله مات کړو؟ / عبدالله خيبر

امريکا د روس د ماتولو لپاره له جهادي مشرانو سره مرسته او همکاري وکړه، د ډاکټرنجيب جوړ حکومت يې رانسکور کړ، نظام او د نظام بنسټونه ونړيدل، بله خطرناکه لوبه دا چې د هر افغان په مغز کې يې د جهاد او قتال زړی وکره. مجاهدينو اخېر خپلو منځونو کې يو او بل تکفيرول او د يو بل پر ضد يې جهاد روا باله. امريکا په ځای د دې چې مجاهدين جوړجاړي ته سره ورسوي، د دوی منځ ته يې هډوکی وروغورځاوه او دوی پر يو او بل داړې خښې کړې. د دوی د جګړو په منځ کې بې شمېره افغانان ووژل شول او هم له لویو ستونزو سره مخ شول. امريکا چې له دوی سره يې د جګړو لپاره مرسته کوله د حکومت په جوړيدو کې يې هيڅ ډول مرسته ورسره ونکړه. کله چې د دوی ظلمونه او تيري له حد نه واوښتل، پنجاب له خپلو مدرسو نه سربداله چڼي راخوشې کړل، افغانان چې مجاهدينو پوزې ته راوستي وو، د طالبانو هرکلی يې په ورين تندي وکړ، خو طالب سره هماغه د پاکستانۍ مدرسې فکر و، دوی له سياست او نوې نړې سره هيڅ بلد نه ول، لوی افغانستان ته يې د يوې مدرسې او جومات فکرکاوه، د باندينۍ نړۍ په اړه يې هيڅ علم نه درلود او نه يې دومره علمي ديد درلود چې د باندينۍ نړۍ پرمختګونه وويني،… خو افغانانو ته هماغه سربداله نظام هم ښه و، دومره مرګ ژوبله خو به نه کيده او دومره نفرت خو به په اولس کې نه خورېدو…ممکن د وخت په تېرېدو هر څه سم شوي وای، لکه اوس چې د دوی شعار دی: (انشأالله هر څه به سم شي) اخېر امريکا دوی ته هم بهانه جوړه کړه، د عرب اساما لپاره يې ټول امارت ونړاوه او واک يې يو ځل بيا پخوانيو بدنامو مجاهدينو ته ورکړ، هغوی د ډيموکراسۍ او د کرزي د قره قلۍ تر سيورې لاندې له ټول ولس نه څرمنه وويسته. ځانونه يې بادارن کړل، مړي يې اتلان شول او قبرونه يې قصرونه.

امريکا د اشرف غني حکومت هم په کرار پرېنښود، حکومت ته يې دوهم سر هم ورکړ، هماغه سر چې د کرزي په قره قلۍ کې بادارۍ ته رسيدلی و. غني که هرڅومره خوارۍ وکړې، بيا هم بريالی نه شو چې په خپل سر او نيم حکومت پخواني لنډه غران او طالبان مات کړي. امريکا له غني سره هم تړون امضا کړ او په قطر کې يې له ملا برادر سره هم، د دواړو په لاسونو کې يې ټوپک ورکړ. د غني په حکومت کې که څه هم مرګ ژوبله زیاته وه، خو هيلې ژوندۍ وې، د بيا رغاونې کارونه روان وو، ځوانانو په فکري ډول وده وکړه، ښځو ته په لومړي ځل په حکومت کې ښې چوکۍ ورسيدې… مګر امريکا دا حکومت هم پرېنښود او هغه طالب چې د دوی دښمن و، بېرته يې هرڅه هغوی ته پرېښودل، دا د حيرانۍ خبره ده چې امريکا څنګه پر پاکستان اوطالب باور وکړ؟ دا خو د دوی په دښمنانو کې راتلل، هغه اساما چې دوی د خپلو خلکو لوی دښمن باله، طالب پنا ورکړې وه، طالب پاکستان حمايه کاوه او اخېر يې اساما په پاکستان کې پيدا هم کړ. که د دښمنۍ خبره وای، دوی ته خو بايد القاعده، طالب او پاکستان درې واړه دښمنان وای، د درې واړو پر ضد يې بايد اقدام کړی وای، خو ښکاري داسې چې اصلي خبرې نورې دي، ترهګران د دوی دښنان نه دي، بلکې د دوی د نيابتي جګړو پر مخ بيونکې دي.

امريکا طالبان لکه سرې او بڼيدلې مچۍ پر ښارونو راوخوشې کړې، يو داسې نظام چې د ميليونونو کسانو هيلې ورسره تړلې وې او يوه منظمه اردو يې درلوده، هر څه يې په يوولسو ورځو کې طالب ته ورکړل. غني توره وکړه چې نظام او جوړ حکومتي سيسټم يې وژغوره او رک روغ يې طالب ته وروسپاره، افغانان چې دا څو کاله مبارزه کړې وه او د پنجاب له تور خورړي سپي يې ځان راټول کړی و، امريکا بيرته لاستړلي همغه تور سپي ته ورپرېښودل. ځينې وايي چې طالب بدل شوی دی، خو طالب هيڅ بدلون نه دی کړی، هماغه پخوانی زوړ ملا دی او تراويح يې هم همغه پخوانۍ دي، بدلون خلکو کړی دی، طالب چې د افغانانو بدلون او فکري لوړتيا ګوري، مجبور دی چې په ځان کې بدلون راولي.

په اخېره کې دا ويل غواړم چې نور بايد طالب هم پوه شي، ولس بايد پر ځان راټول کړي، د دې پر ځای چې فاتحانه غرور وکړي، بايد د زړونو فتحه کولو ته ملا وتړي، ړنګه اردو دې بيا په پښو ودروي، ملي ارزښتونو ته دې درناوی وکړي، د پرديو لاسونه دې له خاورې لنډ کړي، ځان دې د پنجاب له غلامۍ نه هم ازاد کړي. نور بايد د افغانانو حکومتونه پردي بدل نه کړي، افغان واکمنان بايد ولس پر ځان راټول کړي او د ولس رايو او مشورو ته دې پوره احترام وشي او طالبان دې دې ته نه خوشالېږي چې موږ امريکا ماته کړې ده، بلکې په دې سوچ وکړي چې موږ څو ځله امريکايانو مات کړي يو.

6 COMMENTS

  1. کاشکی پښتانه که بهر دی او که دننه نور دکڼګو دپتلیزونو څخه کانکریټې خونې جوړي نکړي. کرزی او احمدزی دواړه داشغال څیرې وي. کرزی بیا هم داقتدار لیونی ندی او نه داحمدزی په ډول ډارن او خودباخته.
    احمدزې ړنګ نظام، ړنګ اردو، ړنګ پولیس، ړنګ اقتصاد او ړنګ کابل پریښود. دسولې په ځای یې دزرهاوه خلکو مړه کولو لیاره غوره کړه.
    داحمدزی څخه هره دفاع په ځان ریشخند وهل دی.
    دا دطالبانو هوښیارتیا ده چه داسلامی ارزښتو په رڼا کې یې اوله سولئیز دعوت کاوو او بیا جنګ چه نتیجه یی دخلکو هوښ بیرته سرونو ته راووست او په دې ډول افغانستان زر ونیول سو او دکابل ورسته اداره اوبه سوه.

  2. ثابت صاحب د احمدزی سره ګل مرجان هم یاده وه ځکه ګل مرجان دی چې د ژوند په هره برخه کې یې دولت ته ستونزې راولاړولې، د احمدزی به هم ارمان وکړی د احمدزی په قدر افغانان پوه نه شول احمدزی د لوړ فکر څېښتن دی زه فکر نه کوم بل داسې سر به په نژدې راتلونکی کې ومومو، مونږ همغه خلک یو چې مړي ستایو او ژوندیو ته بد وایو.

  3. دا عجیبی ډرامی امریکا او انګلیس په خپلو غلامانو په کالونو راپدی خوا شروع کړی دی او با الاخیره وحشی تره بی سواده تش په نامه طالبان ئی د خپلو شومو پلیتو هدفونو لپاره ئی په عجیب ډرامیی شکل سره دوباره ارګ ته داخل کړل او اوس دی خیټورو خبیثو مزدورو ږیروته ته د انګلیس غلام پنجابی پاکستان تبلیغاتی وظیفه د بادار په حیث اجرا کوی دا تش په نامه طالبانو تربیی او روزلو ته ئي اساسی تهداب په ۱۹۸۱ کال کښی د خائين جاسوس خلیلزاد په هلو ځلو کیښودای شو او د همدی خائين خلیلزاد په واسطه ئي دا زیاتره بی سواده وحشیان ئی په ۱۹۹۶ کال کښی د نورو وحشیانو څخه د سلاح جمع کولو پروګرام سبوتاج باندی د بین المللی شهرت خاوندان کړل او د کمی مودی لپاره ئي امیرالمنین کړل او وروسته ئی د نیویارک جعلی پیښی رامینځ ته کیدو سره دوی ئي دوباره پنجابی پاکستان ټاټوبی ته ولیږل او لږ وروسته ئی بیا دا تربیه شوی غلامان سیاسی صحنی ته راداخل او با الاخیره ئی په ارګ ننه باسل او نوره وحشیان ئی مؤقتی سره تار په تار کړل او یوازی د هره جانبه جاسوس احمد شاه مسعود نازدانه زوی احمد مسعود ئی د مقاومت مشر په حیث د مصنوعی مخالفت ډرامی باندی تبلیغ کړۍ شو تر څو جهان ته وښودل شی چی طالبان او شورای نظاری اساسی مخالفین وو او اوس د دوی تر مینځ همه شمول حکومت ددی مخالفت وروسته رامینځ ته کیدۍ شی ددی خبیث پلان په اساس به بالاخیره ددی ټولو قاتلو وحشیانو وحدت به د همه شمول حکومت بین المللی په رسمیت وپیژندل شی او افغان ملت به دی خائينو غلامو قاتلینو په وسیله له هره حیثه نوره هم زیاتره او دوامداره بدبخته وساتل شی او دداسی خائينانه او ظالمانه پلانو شومی علامی اوس هم څرګندیږی !!!!!

  4. بخشنه غواړم چی دا جملی اوس تاسو محترمو ته د نشر لپاره وړاندی کوم !!!!

    ټولو ته دا ښکاره دی چی پنجابی پاکستان د زیرنګ چالاکه احمد شا مسعود په نام کوڅه د امریکا او انګلیس په رهنمائي اسلا اباد کښی ونومول شوه ولو چی احمدشا مسعود د خپلو همکارانو په کومک خپلو اجنبی دوستانو له مینځه یووړ اما لپاره ددی چی قومی نفاق په افغانستان کښی دوامداره ژوندۍ پاتی شی نو شورای نظار ته د مقاومت کولو اجازه ورکړۍ شوه او ګلبدین خان قاتل وبایلله او همدا سبب دی چی د ګلبدین خان قاتل طرفداران اوس خپلی چټلی حنجری د طالبانو حمایت لپاره په شور راوستلی دی !!!!!

  5. خبره خو دا ده چی:
    دا به د شلمی او یوویشتمی پېړۍ لویه ټوکه او کُمیډی وی که څوک ووائی امریکې د طالب له لاسه ماته وخوړه.
    امریکې خپل تاکتیک بدل کړ نه ستراتژی ضمناً ئې د کابل د حکومت د مادی ملاتړ څخه د جیب د سپما غم هم وخوړ او داسی ښکاری هغه ستراتژیک اهداف ( د چین او روس او ایران مهار ) کوم چی د نظامی حضور په صورت کی ئې د تر لاسه کولو په هیله وه، نن د طالب خصوصاً د حقانی د شریری او خبیثی شبکې او داعش د ملاتړ له لیاری تر لاسه کولای سی.
    نو
    طالب مالب به یا خپله خر وی ( چی البته خر خو دئ ) یا به ئې پر نورو د خرو ګومان کړی وی.
    امریکا یو استعماری دولت دئ او خپلی پلیدی ګټی په هره ممکنه او ناممکنه توګه تر لاسه کولای سی.
    دا شل کاله او شل ورځی می ذهن ددې پوښتنی د موندلو د عجز څخه رنج وړی چی:
    امریکه د نظامی یرغل مخکی پدې وتوانېده چی شل پنځه ویشت کلونه مخکی د خپلو لیری او نژدې نظامی اډو څخه طالب مالب په ۴۸ ساعتونو کی وځپی او فرار ته اړ باسی نو د نظامی حضور په صورت کی ئې څنګه دا کار نه سوای کولای؟
    په هره توګه
    افغانستان د احمد شاه بابا تر وفات وروسته د سترو بدلونونو زانګو وه او زانګو ده او د افغانستان د خلګو هره هیله او آرزو او اُمید او ارمان مؤقتی او غیر منتظره او غیر طبیعی دئ بناً د نن ورځی حالات هم د تاریاکو په زور د بې شماره دردونو د نه احساس کیسې ته ورته دئ یا په بله ژبه د درانه او ویرانوونکی طوفان مخکی آرامۍ ته ورته دئ.

  6. ګرانو تبصره کوونکو ورونو السلام علیکم!
    عزتمندو ورونو په سیاست یا شیطانیت کی وای کوم بهرنی ملک چه د بل چا ملک جوړوی هغه بیا خپل وطن ته خاین او وفاداره نه دی.
    نه انګریزانو، نه روسانو او نه اوس دوکه مارو امریکایانو وطن راته جوړ کړو، او په خپل مینځ کی یی واچولو او ټکره ټکره یی کړلو……….
    او همداسی نه خلقیانو+پرچمیانو، نه مجاهدینو، نه کرزی + غنی او نه اوس طالیبان د بد اقتصادی شرایطو په درلودلو سره ځمونږ وطن جوړولی او په خپلو پښو ودرولای شی.
    خبری ډیری اوږدیږی لنډه دا چه د بی ګونده غنی مسبت ټکی دا وه چه لنډغرو اوباشانو قوماندانانو ته یی کابل پرینښود او وطن یی د کور جنګی او وینو بهیدلو څخه وساته.
    اوس پوهه افغانانو ته پکار دی چه منفی او د وطن د ورانیدو او هاغه دغه خبری پریژدی او ځمونږ د مملکت اوسنیو چارواکو ته د حکومت هغه لیاری په ګوته کړی چه د افغانستان په خیر وی. ولو که د قلم د لاری وی، د تلیفون د لاری وی او که د نیژدی نه وی. که نه هم ورکیژو، هم تباه کیژو او هم د دنیاوالو څخه ځانته کیژو.
    په ډیر درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب