د کرښې په اوږدو په لړه کې نیمې پټې ونې داسې ایسې لکه سرونه چې یې غوڅ شوې وي. پنځه دقیقې وروسته اورګاډی له پولنډ نه برلین ته روانیږي. یو سړی چې اوږې یې په توربالاپوش کې ختلې ښکاري زما څنګ ته تیر شو. خپل ټکټ ته ځیر شو، راوګرځید. شپو خولۍ یې پورته د بکسونو په ځای کې کیښوده، په جرمني یې ورځ په خیر راته وویل:
«ګوتن تاګ»
د ده څنګ ته یو سړی کښیناست که یې ده لاس نه وای نیولی ښایي پرتلی به و، له کښیناستو سره یې په پولنډي ژبه وویل:
«دوبري جن» یعني ورځ مو په خیر
جرمني د ریل له روانیدو سره له بکسه مجله راوایسته. زاړه داسې وي لکه د راز بوخڅې. له پخوا خبر وي، راتلونکې ته ورنژدې وي. دې سړي مجله کیښوده، راته موسک شو، په انګلیسي مې پوښتنه ترې وکړه:
-اوریدلي مې دي چې دا کرښه د نړیوالې دوهمې جګړې پرمهال هم وه
په ډبلو چشمو کې یې سترګې پورته کش کړې. اوږې یې وخوځولې.
ما بهر لوحو ته وکتل چې د پولنډ له پولي د جرمني خاورې ته ننوتي یوو که نه یوو. زما مخې ته ناست جرمني بیرته مجله ورواخیسته، پولنډي سر کوږ کړ د مجلې پوښ ته یې وکتل. د مجلې پر پوښ د پوځيانو عکسونه و چې اوسپنیزې خولۍ یې پر سرو وي.
جرمنی لږ په اړخ شو لکه چې نه یې غوښتل دا بل د ده مجلې ته وګوري. ناڅي پوځيان به هم د دغه سړي غوندې و، وایي هغوی به د دې کرښې شاوخوا چې خلک لیدل ویشتل به یې، چې ولې؟
سر مې پر چوکۍ ولګاوه…
د ریلګاډي د پټلۍ د زنګ بوی مې حس کړ. د کرښې دواړو غاړو ته دیوالونه وو. د دیوالونو بیخونه له نمه سپین ښکاریدل. د پټلۍ او دیوالونو ترمنځ ازغي څه کوي؟ زه د پټلۍ په منځ کې ولې ولاړ یم؟ پټلۍ تر یو ځای وه بیا نه وه. دلته هلته څو ټوټې ټوکر پروت و، لکه د پوځیانو د جامو ټوټې. په اوږدو بالاپوشونو کې خلک ژر ژر راروان وو، سترګې مې ورپولې، نه پوځيان وو، نه خلک، خوب سفر لنډ کړی و، ریل د برلین په منځ کې روان و. زما مخته ناست جرمنی له خپل څنګلوري پولنډي سره ورو ورو غږیده. شاوخوا ودانۍ داسې ایسیدې لکه څوک چې په اروپا کې نه وي، هرڅه نوي ښکاریدل.
د ناپلیون خبره راپه زړه شوه چې وایي:
«تاریخ د درواغو یوه ټولګه ده چې موافقه مو پرې کړې».
جرمني شپو خولۍ پر سر کړه، ما بکس ته لاس وراوږد کړ، پولنډي امسا ولګوله.
دباندې باران وریده، جرمني د پولنډي پر سر چترۍ ونیوله، ما د جمپر خولۍ پر سر راکش کړه.
پای