جمعه, مې 17, 2024
Home+په کشمیر کې د کریکټ لوبې پیلېږي

په کشمیر کې د کریکټ لوبې پیلېږي

تاند (یکشنبه د حوت ۳) د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د کي پي اېل په نوم کریکټ ټورنمېنټ تر سره کېږي.

د کی پي اېل لپاره د پاکستان د نړیوالو او کورنيو لوبغاړو د ثبت لړۍ پیل شوې چې مشهورو پاکستاني لوبغاړو شاهد افریدی، بابر اعظم، محمد حفیظ او سرفراز احمد د لومړۍ درجه لوبغاړو په حیث ورته نوم لیکنه کړې ده.

دې لیګ کې د لوبېدو لپاره هر لوبغاړی کولی شي د لیګ د رسمي وېبپاڼې له لارې نوم ليکنه وکړ.

د نوم ليکنې دا پروسه به لس ورځې دوام پیدا کړي، چې وروسته به د قراردادونو لړۍ پیل شي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې کشمیر پریمر لیګ به د را روانې مۍ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې پیل او تر ۲۷ تاریخ به دوام پیدا کړي.

دا لوبې چې په مظفرآباد کې ترسره کېږي، د مظفرآباد ټايگرز، ميرپور رايلز، راولپنډۍ هاکس، کوټلي پينټرز، باغ سټالينز او واریرز لوبډلې پکې لوبېږي.

دا غوره لیګ داسې مهال ترتيبېږي چې دا وخت د پاکستان بل معتبره لیګ پي اېس اېل هم پیل شوی او د پاکستاني کورنیو لوبغاړو تر څنګ پکې بهرني لوبغاړي هم لوبې تر سره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب